د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

خبرونه

هند د کرکټ د شل اوره سیالیو اتلولي وګټله

هند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله
هند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله

هند د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام اتل شو. هند په پایلوبه کې پرون د جنوبي افریقا لوبډلې ته د اوو منډو په توپير ماته ورکړه.

دا نړیوال جام د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربتوب د جون په لومړۍ نیټه پيل شوی و چې افغان لوبډله پکې تر نیمه پایلوبې ورسیده. په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا د افغانستان ملي ټیم ته ماته وکړه او پایلوبې ته یې لاره وکړه.

هند تر دې مخکې په دوه زره اووم کال کې د شل اورونو د کرکټ اتلولي خپله کړې وه او دا لومړی ځل و چې جنوبي افریقا تر پایلوبې ورسیده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاريس المپيکي سياليو کې د دوو خويندو په ګډون درې افغانې نجونې برخه لري

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د پاریس په المپیکي سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغان خویندې یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم ګډون لري.

یولدوز هاشمي رویټرز ته ویلي، دا غواړي چې په افغانستان کې د شته ۲۰ میلیونه ښځو چې په خبره یې له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي، استازیتوب وکړي.

خبر کې چې تېره شپه خپور شوی، وړاندې د یولدوز په حواله راغلي، دا غواړي په المپیکي لوبو کې نړۍ ته وښيي چې افغان ښځې له بدو شرایطو سره - سره کولای شي لویو اهدافو ته ځانونه ورسوي.

د پاریس لوبې د اوړي د المپیک لومړنۍ لوبې دي چې، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترسره کېږي.

ټاکل شوې دغه لوبې چې د ټولې نړۍ شاوخوا لس‌نیم زره لوبغاړي په‌کې په دوه دېرش ډوله لوبو کې سیالي کوي، سبا جمعه پيل شي.

د افغانستان له‌خوا د درې نجونو په ګډون شپږ لوبغاړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت وایي، د افغان نجونو ګډون د دوی استازیتوب نه‌کوي.

جوبايډن: څراغ يوه نوي نسل ته سپارم

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن له کاندیداتورۍ څخه تر تېرېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل: "څراغ یوه نوي نسل ته سپاري."

هغه د تېرې شپې په دغې وینا کې وویل، له ټاکنیزو منډو ترړو وځي، خو په خبره یې له خپل هېواد سره ډېره مینه لري.

بایډن راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له کاندیداتورۍ د تېرېدو لامل د هغه په ټکو د خپل ولس متحد کېدل وبلل.

نوموړي په دغې وینا کې د امریکا ډیموکراسي وستایله او ويې ویل، نن واک له خلکو سره دی، نه له پاچاهانو او دیکتاتورانو سره.

دا له تېرې یک‌شنبې راهیسې چې هغه پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر له کاندیداتورۍ لاس په سر کېدل اعلان کړي و، ولس ته د هغه لومړنۍ وینا وه.

بایډن نن یوځل بیا له خپلې لومړۍ مرستیالې کماالا هریس څخه ټاکنو ته د ځای ناستې نوماندې په توګه ملاتړ اعلان کړ او هغه یې تکړه او با استعداده مېرمن وبلله.

بایډن وروسته تر هغه د تېرې یک‌شنبې په ورځ له ټاکنیزو منډو ترړو ووت چې، ګڼو ډیموکراتانو له ډونالډ ټرمپ سره د مناظرې پر مهال د کمزوري بریښېدو له کبله ترې غوښتنه وکړه چې ټاکنو ته دې له درېدو تېر شي.

شهباز شريف: د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د پوځ پر ضد تبليغات کوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تورن کړ چې، د هېواد او پوځ پر ضد کمپاین کوي او دا په هیڅ ډول د زغملو نه‌دی.

شهباز شریف دا خبره پرون د کابینې په غونډه کې وکړه.

تر دې خبرو دوې ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په یوه خبرې غونډه کې د دوی پرضد کمپاین ته د ډیجیټل ترورېزم نوم ورکړ او ویې ویل چې دا کسان د ترهګرو په څېر پوځ په نښه کوي.

د پوځ د دې ادعا په اړه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندانه په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې، د پاکستان نوي فیصده خلک د دوی له ګوند سره دي او دغو ټولو ته د ډیجیټل ترهګرو خطاب د پوځ او عامه خلکو ترمنځ واټن زیاتوي او د کرکي د خپرېدو سبب کېږي.

عمران خان له پاکستانه د بنګله‌دېش بېلېدو ته په اشارې وویل، په نولس سوه اویایمو کلونو کې هم پوځ د ولس د یوې لویې برخې پرضد عملیات کړي وو چې بدې نتیجې یې درلودې، نو که اوس هم د هېواد یوې لویې برخې ته ترهګر وویل شي، پایلې به یې خطرناکه وي.

ملګري ملتونه: په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې د افغان مېرمنو ناهيلي ډېره شوې

ارشيف
ارشيف

ملګروملتونو په یوه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې اتیا په سلو کې ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه له سیمه‌ییزو چارواکو سره له تعامله بې‌برخې شوې دي.

دغه راپور په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما)، د ملګرو ملتو د ښځو څانګې او د مهاجرت نړیوال سازمان له لورې چمتو شوی دی چې، د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

دغو درې ادارو د افغانستان په درې دېرش ولایتونو کې له اته سوه اته اتیا ښځو او یوشمېر نارینه‌و سره د مخامخ مرکو په بنسټ دا راپور چمتو کړی دی.

په‌دې راپور کې ویل شوې دي چې په اجتماعي، اقتصادي او د ژوند په نورو بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د تېر یوه کال په پرتله ناهیلي زیاته شوې ده.

ټاکل شوې سبا پاريس کې د المپيک سيالۍ پيل شي

د المپيک سياليو ته منسوب يو بېنر
د المپيک سياليو ته منسوب يو بېنر

ټاکل شوې ده چې سبا د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دوه زره څلرویشتم کال د المپیک لوبې پرانیستل شي.

په‌دې المپیک کې به شاوخوا لس زره پنځه سوه لوبغاړي د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي سره وکړي.

په دوی کې شپږ لوبغاړې د افغانستان دي، چې درې یې نجونې دي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون د دوی د حکومت استازیتوب نه‌کوي.

د پاریس په المپیک کې به دوه دېرش ډوله مسابقې د اګست تر یوولسمې ترسره شي.

دا درېیم ځل دی چې پاریس د اوړي د المپیک د نړیوالو لوبو کوربه کېږي، تر دې مخکې په نولس سوه میلادي کال کې بیا په نولس سوه څلرویشتم میلادي کال کې د فرانسې پلازمېنه د المپیک د لوبو کوربنه وه.

پاکستان له څلور کلن ځنډ وروسته افغانستان ته بوره صادره کړه

ارشيف
ارشيف

د راپورونو له‌مخې په تېرو څلورو ورځو کې تر څلور سوه ډېر په بورې بار لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، پاکستان به د اګست تر نیمایي پورې یولک او پنځوس زره ټنه بوره افغانستان ته صادره کړي.

په پاکستان کې دننه د بورې قېمتونه لوړ دي او پاکستاني امنیتي چارواکو د پېښور- تورخم په لویه لار ګزمې پیل کړې دي چې څوک دا بوره بېرته د پاکستان داخل ته قاچاق نه‌کړي، خو راپورونه وایي چې د دې ټولو تدابیرو سربېره د دې بورې یو مقدار بېرته د پاکستان دننه په قاچاقي ډول پلورل کېږي.

د چين او جنوبي اسيا په نندارتون کې د افغاني توکو لپاره ۴۱غرفې ځانګړې شوي دي

افغاني توکي چې په يو نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي، انځور - ارشيف
افغاني توکي چې په يو نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي، انځور - ارشيف

د چین د یون نان ولایت په کونمینګ ښار کې د چین او جنوبي اسیا په شپږ ورځني نندارتون کې یو څلوېښت غرفې د افغانانو لپاره ځانګړې شوي دي.

په‌دې نندارتون کې دوه اتیا هېوادونو، سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو او له دوه زره څخه زیاتو شرکتونو ګډون کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا په‌دې نندارتون کې د افغانستان قالینې، لاسي صنایع، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، زعفران، وچه مېوه او نور بېلابېل تولیدات په یو څلوېښت غرفو کې نندارې ته ایښودل شوې دي.

دا نندارتون د جولای په درویشتمه پرانیستل شو چې تر شنبې به پرانیستی وي.

هنیه له متقي سره د حماس او اسراییلو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي

د حماس وسله‌والې ډلې د دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

حماس ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ويلي، متقي په دې خبرو کې د حماس جهادي ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

متقي په دې خبرو کې په بیجینګ کې د فلسطیني ډلو د توافق هرکلی هم کړی دی.

حماس ډلې تېره ورځ اعلان وکړ چې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې په یوې ناستې کې فلسطیني ډلو یو توافق لاسلیک کړی دی.

د طالبانو حکومت په تېرو میاشتو کې په کراتو د حماس له وسله‌والې ډلې خپل ملاتړ ښودلی دی.

له نهو میاشتو راهیسې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د غزې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والې ډلې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور يې یرغمل ځان سره غزې ته یوړل.

د حماس ترکنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکې وايي، تراوسه په دې جګړه کې تر ۳۹زره ډېر فلسطینایان وژل شوي دي.

دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه تایید او نه هم رد شوي دي.

د چمن-سپین بولدک دروازه کې د تګ راتګ پر وړاندې لا هم محدودیتونه او خنډونه شته

د چمن - سپین بولدک لار خلاصه شوې، خو په ساعت کې پنځو کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
د چمن - سپین بولدک لار خلاصه شوې، خو په ساعت کې پنځو کسانو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د چمن-سپین بولدک پر دروازه له ویزې او پاسيورټ پرته تګ راتګ پیل شوی، خو محدودیتونه او خنډونه لا هم شته.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، نن چهارشنبې د جولای ۲۴مه په چمن کې په شناختي کارتونو او تذکرو تګ راتګ پیل شوی، خو دا بهیر خورا ورو روان دی.

د هغه خبره، په چمن کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده او په یو ساعت کې پنځه کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له دروازې تېر شي.

په چمن کې نهه میاشتنی پرلت د جولای په ۲۱مه وروسته تر هغې پای ته ورسېده، چې د پرلت غړو او مشرانو وویل، حکومت ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارتونو او تذکرو تګ راتګ مني.

خو د پاکستان حکومت رسماً تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې په چمن کې پرلت پای ته رسېدلی، خو لا هم د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې خلک په پرلت ناست دي.

د دوی په خبره، ورته اجازه نه ورکول کېږي چې په شناختي کارتونو او تذکرو له کرښې تېر شي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په اکټوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کوي.

د حکومت د دې پرېکړې پر ضد لومړی په چمن او بیا په انګور اډه کې پرلتونه پیل شول.

څه باندې ۳زره تاجک کارګرو روسیې ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې

د مسکو په ونکو هوايي ډګرې کې تاجک پناه غوښتونکي
د مسکو په ونکو هوايي ډګرې کې تاجک پناه غوښتونکي

تاجکستان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۳زره تاجک کارګرو روسیې ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

د دې هېواد د ملکي او هوايي چلند ادارې مشر حبیب الله نظرزاده نن چهارشنبې د جولای ۲۴مه خبریالانو ته وویل، دا کارګر د ورسیې له هوايي ډګره په دې تور چې په اسنادو کې يې ستونزې وې، بېرته راستانه کړای شوي دي.

وروسته له هغې چې د مسکو په لمن کې د مارچ په میاشت کې د یوه کنسرت پر سالون په برید کې تاجکي وګړي ښکېل وګڼل شول، په روسیه کې دننه او روسیې ته د سفر پر مهال د تاجکستان اتباع له ګڼو بندیزونو سره مخامخ دي.

په هغه برید کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG