د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

افغانستان

امیري: د ۱۰۰۰ ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو ته په اشارې وايي چې د ځوانانو د زرو ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه.

اغلې امیري بېګا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر همداراز لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې داسې افراطي سیاستونه په‌کې تعقیبېږي او له همدې امله په انزوا کې دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او له هغې راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې ووتې.

طلبان وايي، د نجونو زده‌کړو پیلولو لپاره ترتیب برابروي، خو نیوکه دا ده چې دوی په پلمې جوړوي او نه غواړي څو نجونې زده‌کړې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بینېټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی وايي، نن به د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وړاندې کړي.

ریچارډ بینیټ د دې راپور جزییات نه دي ورکړي، خو په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې بینېټ به په دې راپور کې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او روغتیايي او حقوقي خدماتو ته د هغوی پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو یادونه وکړي.

دې استازولۍ چې د پرځېدلي جمهوري نظام استازي یې اداره کوي، پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې بینېټ به د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو او د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض مسئله یاده کړي.

د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د طالبانو محدودیتونه د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د لومړي ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ وبایلله

افغان لوبغاړي د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان د لومړي ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه پر ویسټ اینډيز وبایلله.

افغانستان٬ چې پچه ګټلې وه، د ویسټ اینډيز پر وړاندې یې توپ اچونه غوره کړه.

ویسټ اینډيز لوبډلې د شل اورونو په لوبولو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۸ منډې وکړې او د ۲۱۹ منډو هدف یې وټاکه.

افغانستان په ۱۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۴ منډې وکړې او ویسټ اینډيز دغه لوبه د ۱۰۴ منډو په توپير وګټله.

افغانستان تر دې دمه په روان نړیوال جام کې ماتې نه وه خوړلې او د نیوزیلینډ، پاپوا نیوګینې او یوګاندا په ماتولو یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړې ده.

افغانستان به د پنجشنبې په ورځ په اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

کرکټ نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز افغانستان ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د لوبو په دوام ویسټ اینډیز افغانستان ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

دا د افغانستان او ویسټ اینډیز د نړیوال جام د ګروپي دور وروستۍ لوبه ده.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او ویسټ اینډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ویست اینډیز ټول اورونه ولوبول او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې دغه منډې وکړې.

د جرمني پولیسو د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د پولنډ خاورې ته اړولې

د جرمني او پولڼد سرحدي سیمه کې جرمني ځواکونه
د جرمني او پولڼد سرحدي سیمه کې جرمني ځواکونه

پولنډي چارواکي وایي، د جرمني پولیسو له دوی سره له مشورې پرته د افغان پناه غوښتونکو یوه کورنۍ د دوی خاورې ته ور اړولې ده.

د پولنډ سرحدي ګارد پرون دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر، د جرمني پولیسو دغه کار د دوه اړخیزې همکارۍ له اصولو سرغړونه او د اوښتو د قانون خلاف کار بللی دی.

د "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ سرحدي ګارد ویلي، جرمني پولیس باید دا ډول خپلسره کړنې ترسره نه کړي.

د پولنډ صدر اعظم دونالډ ټوسک ویلي، دی به د ده په ټکو د دغه نه منلو وړ عمل په اړه له خپل جرمن سیال اولاف شولتز سره خبرې وکړي.

جرمني بیا ویلي، دوی دغه پنځه کسیزه افغان کورنۍ ځکه پولنډ ته اړولې چې د پولنډ د پناه اخیستنې اسناد ورسره وو.

جرمني دغه اقدام داسې مهال کوي چې هغه هېواد کې په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه افغانانو په وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان: د افغانستان روغتیايي مراکز له سختو ستونزو سره مخ دي

ارشیف: د افغانستان د یوه روغتون څنډه
ارشیف: د افغانستان د یوه روغتون څنډه

د بې پولې ډاکترانو سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د روغتیا له سکتوره د دوامداره ملاتړ نشتوالي روغتیايي مراکز له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې ګڼ روغتیایي مراکز؛ لکه په مزارشریف کې حوزوي روغتون د کارکوونکو معاشونه نه شي ورکولی او هم د درملو، تېلو او اکسیجن د پېرلو وس نه لري.

د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي، دې ستونزو په تېره نوزېږو او ناروغو ماشومانو ته د صحي خدماتو پر وړاندې کولو کې روغتونونه تر ډېره پاتې راوستي.

ایټالیا په سواحلو کې د کښتیو ډوبېدو پېښه؛ لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې

د ایټالیا سواحلوکې د یوې ډوبې شوې کښتۍ انځور
د ایټالیا سواحلوکې د یوې ډوبې شوې کښتۍ انځور

د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي او ۵۱ تنه نور هم چې د ډوبېدو په حال کې وو ژغورل شوي.

د ځینو راپورونو له مخې د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی.

یوه مشهوره خبریال سیرګیوساندورا بیا د تري تم شویو خلکو شمېر ۶۴ تنه یاد کړی دی.

د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناه غوښتونکو پسې ګرځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د موسسې "آی‌او‌ایم" په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي.

د مدیترانې سمندرګي لار د پناه غوښتونکو په وړاندې له مرګونو سمندري لارو شمېرل کېږي.

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د ویسټ اینډیز پروړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د افغانستان او ویسټ اینډیز د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د ګروپي دور په وروستۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د باولېنګ یا توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام دا لوبه د ویسټ اینډیز په کوربه په سنټ لوشیا کې ترسره کېږي.

که څه هم افغانستان او ویسټ اینډیز دواړه په اتو غوره پړاو کې شامل شوي او د دې لوبې بریا او ماته یې په نمرو ډېر تاثیر نه کوي، خو افغان لوبغاړو هیله ښودلې چې وکولای شي خپله وروستۍ ګروپي لوبه هم وګټي.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې ماته نه ده خوړلې او د نیوزیلینډ، پاپوا نیوګینې او یوګاندا په ماتولو یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړې ده.

افغانستان به تر اوسنۍ لوبې وروسته د پنجشنبې په ورځ په اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

ایران د افغانستان په ګډون د خپلو ګاونډیانو د ننګونو هوارۍ لپاره د مرستې ټټر وواهه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې ایران چمتو دی چې له خپلو ګاونډیانو سره د هغو ننګونو په هوارولو کې مرسته وکړي چې ورسره مخامخ دي.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، علي باقري کني د یکشنبې په ورځ له امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او افغانستان د اړیکو او همدا راز د غزې د جنګ ځپلي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني مکالمه کې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې وبللې او هيله يې څرګنده کړه چې متقابلې همکارۍ لا زياتې شي.

ایران د یوې اوونۍ په مخه له افغانستان او پاکستان څخه د مالونو واردات دروي

د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام قلعه بندر
د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام قلعه بندر

د ایران د ګمرک یوه چارواکي اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت به د یوې اوونۍ په مخه له افغانستان او پاکستان څخه د مالونو واردات ودروي.

د ایران د سیستان او بلوچستان د ګمرکونو یوه چارواکي محمدعلي خاشع له سوداګرو وغوښتل چې په دې موده کې دې پولې ته د بار وړونکو توکو له لېږدولو ډډه وکړي.

ده وویل، د شنبې له ورځې څخه تر پنجشنبې پورې به د سراوان، میرجاوې او میلک ګمرکونه د خدماتو لپاره تړلي وي.

ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان پر یوه مهم سوداګري شریک بدل شوی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مخکې ویلي وو چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۲.۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

طالبان: ملا هبت‌الله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمانځه امامت کړی

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو حکومت وایي چې د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نن د کندهار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر د لمانځه امامت کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې زرګونه کسان د کندهار په دغه جومات کې د اختر لمانځه ته راټول شوي وو.

طالبانو سږ کال د سعودي عربستان برخلاف یوه ورځ وروسته لوی اختر اعلان کړی دی.

پرون په سعودي عربستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG