د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

افغان کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوال جام په درشل کې دوه تمریني لوبې کوي


یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي
یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په درشل کې دوه تمریناتي لوبې وکړي.

لومړۍ لوبه به سبا د غبرګولي په نهمه د کابل په وخت د ماښام په نهه نیمو له عمان سره وي او بله لوبه به د جمعې په ورځ د غبرګولي په یوولسمه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د سکاټلند پروړاندې وي.

دواړه لوبې د ترینیداد او توباګو په پلازمېنه پورت آف سپېن کې پلان شوي دي. د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ سږکال په امریکا او ویسټ انډیز کې په پام کې دي خو ځینې تمریناتي لوبې یې په ترینیداد او توباګو کې هم پلان شوي.

نړیوال جام د جون له دوهمې د جون تر ۲۹مې دوام کوي او لومړۍ لوبه به یې د امریکا او کاناډا د لوبدلو ترمنځ وي خو د افغانستان لومړۍ سیالي د جون په څلورمه له یوګندا سره په پام کې ده.

XS
SM
MD
LG