د امریکا متحد ایالتونو د کرکټ ملي ټیم د بنګله دېش له ملي لوبډلې د شل اوروه درې لوبو لړۍ وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ نړیوال جام ته د تیاریو په ترڅ کې درې لوبې په پام کې وې چې پرون یې دوهمه یوه ترسره شوه او کوربه هېواد د بنګله دېش ملي ټیم ته د شپږ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د دې لړۍ لومړۍ یوه متحد ایالتونو په پنځو ویکټو ګټلې وه.
درېیمه یوه به یې سبا ته ترسره شي.
د امریکا متحد ایالتونه او ویسټ اینډیز د شل اورونو د نړیوال جام کوربانه دي.
دا لوبې د جون په لومړۍ نېټه پيلیږي چې د جون په نهه ویشتمه به یې پایلوبه ترسره شي.