نړۍ
په میانمار کې یوې وسلهوالې ډلې د یوه ښارګوټي د نیولو ادعا کړې
په میانمار کې د قومي اقلیت یوې وسلهوالې ډلې پرون شنبه ادعا وکړه چې وسلهوالو یې د لوېدیځ ایالت راخین پر یوه ښارګوټي ولکه ټینګه کړې ده.
په راخین ایالت کې شخړې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اراکان پوځ یا "اېاېAA" په نوم د اقلیت وسلهوالې ډلې په نومبر میاشت کې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه.
له دې سره هغه اوربند مات شو چې په ۲۰۲۱م کال کې تر پوځي کودتا وروسته نافذ شوی و.
اراکان پوځ په راخین کې یو ښارګوټی او د هند، دغه راز بنګله دېش پولې ته څېرمه ځینې ساحې نیولې دي.
له دې سره د میانمار پر پوځي حکومت فشار زیات شوی چې له څه مودې راهیسې د میانمار یا پخوانۍ برما په جنوب ختیځ او نورو ساحو کې د خپلو مخالفانو په وړاندې په مبارزه بوخت دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د لبنان د نبطية ښاروالۍ پر دفتر د اسراییلو برید؛ د ښاروال په ګډون شپږ کسان وژل شوي
اسراییل نن د لبنان په جنوب کې د یوه لوی ښار نبطية د ښاروالۍ پر دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې یې ښاروال او لږترلږه پنځه نور کسان ووژل شول.
دغه برید اندېښنې زیاتې کړي چې اسراییل به د ایران له ملاتړه برخمنې د حزبالله ډلې د ځپلو لپاره په پراخو هوایي بریدونو کې ښایي دولتي عامه او نورې ودانۍ چې تراوسه یې نهدي په نښه شوي، په نښه کړي.
حزبالله چې امریکا یې یو تروریستي سازمان ګڼي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د لبنان د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري.
د لبنان د موقت حکومت صدراعظم نجیب میقاتي د ولایت پر مرکز دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید په قصدي ډول د ښاروالۍ د شورا په هغې غونډه باندې شوی چې د ښاري خدمتونو او د مرستو رسولو د وضعیت په اړه یې بحث کاوه.
دا له دوو اونیو راهیسې چې اسراییل پر لبنان بریدونه پیل کړي، د لبنان پردولتي ودانۍ د اسراییل مهم برید دی او هغه سره له دې شوی چې د امریکا متحدو ایالتونو پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې د مرګژوبلې د زیاتوالي او سیمې ته د روانې جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د لبنان د روغتیا وزارت په دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو خبره کړې او د کورنیو چارو وزیر د ښاروال وژل کېدل تایید کړي دي.
پاکستان له روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی
د پاکستان پوځ روسیې سره د ګډو نظامي تمریناتو له پیله خبر ورکړی دی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د دغه هېواد د پوځ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د "دوستۍ هفت" په نوم دغه پوځي تمرينونه د تېرې سه شنبې په ورځ د میزان ۲۴مه د روسيې او پاکستان د پوځونو ترمنځ د همکارۍ د اوومې کاليزې په مناسبت د خیبر په پښتونخوا ایالت کې پیل شول.
ټاکل شوې چې دا تمرینات د دوه اوونیو لپاره وغځول شي.
د دې تمرینونو د ترسره کولو موخه د ګډې روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لوړول ښودل شوي دي.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ د نیمه پایلوبې لوبډلې معلومې شوې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز جام د نیمه پایلوبې څلور لوبډلې معلومې شوې.
د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، له اې ګروپ څخه اسټرالیا د لومړۍ او نیوزیلنډ دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
دغه راز له بي ګروپ څخه وېسټ اینډیز د لومړۍ او سویلي افریقا د دوهمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ځانونه رسولي دي.
ټاکل شوې ده چې لومړۍ نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ سبا پنجشنبه د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شي.
همدارنګه دوهمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلنډ او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
د یاد نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په شلمه نېټه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې په سږني نړیوال جام کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې تر نورو پیاوړې حسابېدې، خو یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې ونه رسېدې.
امريکا پر بيروت د اسراييل له هوايي بريدونو سره مخالفت ښودلی
په بیروت کې د مرګژوبلو د زیاتېدو او د ایران د ښکېلتیا په صورت کې د جګړې د پراخېدو له امله، امریکا چې د اسراییل نژدې متحد دی، د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بیروت په هوايي بریدونو کې د اسراییل له وروستیو پراخو حملو سره مخالفت دی.
د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د اسراییل پوځ په تېرو دوو اوونیو کې د لبنان د جنوب له څلورمې برخې څخه زیاتو خلکو ته له خپلو کورونو څخه د وتلو امر کړی دی.
اسراییل وایي چې، د لبنان پر جنوب یې د حزبالله د شړلو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
امریکا، حزبالله يوه تروریستي ډله بولي او اروپايي اتحاديې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي ډلو په لېست کې شامله کړې ده.
ځینې لوېدیځ هېوادونه پر اسراییل فشار راوړي چې په لبنان او غزه کې اوربند ومني، خو بیا هم متحدهایالتونه وایي چې د اسراییل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
په تېرو څو اوونیو کې یې د اسراییل لپاره د یوه توغندوی ضد دفاعي سیستم په برابرولو او د خپلو سرتېرو په استولو سره خپله دغه ژمنه پوره کړې ده.
ترکيې پر اسراييل د نړيوالو بنديزونو غوښتنه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ د شخړو په خاطر د اسراییل پر ضد د نړیوالو بندیزونو او لهدې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د پرې کولو غوښتنه وکړه.
هاکان فیدان پرون (سهشنبې) د خپل هېواد د واکمن ګوند له استازو سره د فلسطین په اړه په غونډه کې وویل، باید نور د خبرو او ډیپلوماسۍ له پولو هاخوا لاړ شي او پر اسراییل باید بندیز ولګول شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سهشنبې په ورځ له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل: "نن ورځ اسراییل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره پر اصلي ګواښ بدل شوی دی، خو اسراییل دغه جرم په یوازې سر نه ترسره کوي."
نوموړي زیاته کړه چې، ځینې هېوادونه شته چې د اسراییل ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.
امريکايي چارواکي: اسراييل د ايران پر اټومي تاسيساتو او د تېلو پر چاڼځايونو بريدونه نهکوي
د امریکا دوو جګپوړو چارواکو اسوشیټید پریس خبري اژانس ته ویلي، د جو بایډن حکومت ډاډ ترلاسه کړی چې اسراییل به د غچ اخیستونکو بریدونو په ترڅ کې د ایران پر اتومي تاسیساتو او د تېلو پر چاڼځایونو برید ونهکړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، واشنګټن باور لري چې په اسراییل کې د "تاد" د دفاعي سیستم ځای پر ځای کول او هلته د دغه سیسټم لپاره د نژدې ۱۰۰ امریکایي سرتېرو استول، د ایران د متقابلو بریدونو په اړه د اسراییل اندېښنې تر یوه بریده کمې کړي دي.
پنتاګون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د جو بایډن په امر، د اسراییل د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره به پهدې هېواد کې د "تاد" بالستیک توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.
اسوشیټید پریس د دې امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي لیکلي، سره لهدې چې اسراییل دغه ژمنه کړې، خو دا ژمنه سل په سلو کې نهده او د شرایطو لهمخې ښایي بدلون ومومي.
د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبې ته وتلې لوبډلې معلومې شوې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل شوي شل اوریز جام د نیمه پایلوبې څلور لوبډلې معلومې شوې.
د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، له A ګروپ څخه اسټرالیا د لومړۍ او نیوزیلنډ دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې ده.
دغه راز له B ګروپ څخه ویسټ اینډیز د لومړۍ او سویلي افریقا د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ځانونه رسولي دي.
ټاکل شوې ده چې لومړۍ نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ سبا پنجشنبه د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شي.
همدارنګه دویمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.
د یاد نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په شلمه نېټه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د ویلو ده چې په سږني نړیوال جام کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې تر نورو پیاوړې حسابېدې، خو یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې ونه رسېدې.
له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې
د امریکا پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ پهدې اړه چې ایا د ولسمشر په توګه یې د د دندې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي کنه، له څرګندونو ډډه وکړه.
ټرمپ پرون سهشنبې د شیکاګو په اقتصادي کلپ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پهدې اړه نهغواړي نظر ورکړي، خو یوازې دومره وایي که دغه کار وکړي دا به یو ځیرکانه حرکت وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال باب وود وارډ په خپل نوي کتاب کې لیکلي چې، ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د ولسمشرۍ د دندې له پای ته رسېدو وروسته اووه ځلې په خصوصي توګه د ټيليفون له لارې له پوتین سره خبرې کړې دي.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې، ټرمپ په پټه د کرونا وایروس، کوویډ۱۹ د تشخیص ماشین د روسیې ولسمشر ته استولی، خو د ټرمپ ویاند سټیو چیونګ دغه ادعا ناسمه بللې ده.
اسراييل د لبنان په ختيځ کې پر حزبالله تازه بريدونه کړي
وروسته له هغې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، پر حزبالله به چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده رحم ونهکړي، د دې هېواد ځواکونو پرون سهشنبې د لبنان په ختیځ کې پر حزبالله نوي بریدونه وکړل.
د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور لهمخې د لبنان په بقاع دره کې د اسراییل په دغو بریدونو کې په بعلبک ښار کې یو روغتون له فعالیته لوېدلی دی.
تر دغو بریدونو مخکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې، د اسراییل په مرکزي برخه کې پر یوې پوځي اډې د حزبالله د بېپیلوټه الوتکې د تېرې یکشنبې د ورځې برید ته به چې څلور اسراییلي سرتیري پهکې ووژل شول، په بې رحمۍ ځواب ووایي.
هغه پرون لهدې اډې څخه د کتنې په مهال همدارنګه وویل، پر حزبالله به چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، د بیروت په ګډون د لبنان په هره برخه کې بریدونه وکړي.
د حزبالله مرستيال مشر: د روانې جګړې د حل يوازنۍ لار اوربند دی
د حزبالله مرستیال مشر نعیم قاسم اسراییلو ته ویلي چې، د روانې جګړې د حل یوازنۍ لاره اوربند دی.
قاسم د اسراییلو لهخوا د خپل مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته نن د درېیم ځل لپاره وینا کړې او ویلي يې دي، اسراییلو ته له کمزوري موقفه د اوربند وړاندیز نهکوي.
حزبالله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحدهایالتونو لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.
نعیم قاسم ویلي، که اسراییل اوربند نهغواړي، دوی هم د جګړې دوام ته چمتو دي.
د اسراییل پوځ د همدې میاشتې په لومړیو کې په لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيل کړه او د حزبالله پر اهدافو وخت نا وخت هوایي بریدونه هم کوي.