بندامیر کرکټ لوبډلې د قوش تپې ملي شل اووریز جام وګاټه.
کرکټ بورډ لیکلي چې بند امیر لوبډلې پرون په فاینل سیالۍ کې د مس عینک ټیم ته د ۱۹۷ منډو هدف ورکړی وو.
مس عینک یواځې ۱۷۳ منډې جوړې کړای شوې او لوبه یې د ۲۳ منډو په توپير وبایلوده.
د بندامیر په ټیم کې لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوله.
د قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالۍ د قوش تپې د کانال په ویاړ د کرکټ بورډ له خوا د کورنیو ټیمونو تر منځ ترسره شوې وې.