د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

افغان لوبغاړي علي بلال د مستر المپیا سیالیو ته لار پیدا کړې


Afghanistan - Fitness - Ali Bilal
Afghanistan - Fitness - Ali Bilal

د فټنس او بدن ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د مستر المپیا سیالیو ته لار پیدا کړې.

د افغانستان د اندام د ښکلا او فتنس فدراسیون لیکلي چې علي بلال په امریکا کې د پیتسبورګ سیالیو اتلولي ګټلې او ورسره یې د ۲۰۲۴ کال د المپيا سیالیو چانس هم ترلاسه کړی.

مستر المپیا لوبې د اندام د ښکلا او د فټنس تر ټولو معتبره نړیوالې لوبې دي.

علي بلال تر اتلولۍ وروسته په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له ټولو د ملاتړ او مینې په خاطر مننه کوي.

علي بلال ۲۰۲۲ کال د ارنولد کلاسیک فتنس سیالیو اتلولي ګټلې او پنځه واره هم د فتنس او اندام د ښکلا د نړیوال فدراسیون د حرفه يي برخې اتلولي خپله کړې ده.

XS
SM
MD
LG