د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

د هند د کرکټ غوره لیګ؛ سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


د هند د کرکټ د غوره لیګ یو اړوند تصویر
د هند د کرکټ د غوره لیګ یو اړوند تصویر

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د سن رایزر حیدراباد ټیم د دې لیګ تر ټولو لوړ او د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ.

حیدراباد ټیم بېګا د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۷ منډې وکړې.

په دې لوبه کې اسټرالیايي لوبغاړي ترویس هېد په ۴۱ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې.

افریقايي لوبغاړي هنریک کلاسن هم په ۳۱ بالونو ۶۷ منډې وکړې. په ځواب کې بیا د رویال چلنجرز بنګلور ټيم ۲۶۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر وبایله.

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د راشد خان په شمول ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG