د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ای پي ایل؛ ګجرات ټایټانز د سن رایزر حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه


د ګجرات ټایټانز لوبډله
د ګجرات ټایټانز لوبډله

د هندوستان غوره لیګ ( ای پي ایل) سیالیو په ۱۲مه لوبه کې د ګجرات ټایټانز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر د سن رایزر حیدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د احمداباد په ښار کې ترسره شوه، حیدراباد د پچې په ګټلو سره توپوهنه کړې وه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۶۲ منډې کړې وې.

په ننۍ سیالۍ کې د ګجرات لپاره په توپ اچونه کې یو وار بیا موهیت شرما ښه وځلید او درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز راشدخان، نوراحمد او عظمت الله عمرزي بیا یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

دا لومړی ځل و چې د ای پي ایل په یوه لوبه کې درې افغان لوبغاړي د یوې لوبډلې په ګټه سیالي کوي.

ګجرات لوبډلې د ۲۰م اور په اول توپ د ډیوېډ مېلر په یوې شپږیزې سیالي دا لوبه وګټله.

دا په روان ای پي ایل کې د ګجرات دویمه بریا وه.

د نن ورځې دویمه سیالي د چینای سوپرکینګز او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG