د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې سبا لوبه لري


یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي
یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه سبا د یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي.

لومړۍ لوبه چهارشنبه مازیګر په شارجه کې پلان شوې.

افغان کرکټ بورډ ویلي دغو لوبو ته ملي ټیم چمتووالی نیولی دی.

د ایرلنډ په وړاندې درېیو یو ورځنیو لوبو ته ملي ټیم د نورو پخوانیو او با تجربه لوبغاړو سربېره درې ځوان لوباړي الله محمد، غضنفر خروټی او بلال سمیع هم غوره شوي.

دغو لوبو کې به قضاوت یا لوبڅاري د څلورو افغان امپایرانو/لوبڅارانو پر غاړه وي.

راشد خان او مجیب الرحمن چې د ملي ټیم مهم لوبغاړي دي له ژوبلېدو وروسته لا هم د استراحت او بیا چمتووالي په حال کې دي او دغو لوبو کې هم نشته.

XS
SM
MD
LG