د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په نوم یوه ایتلاف ته نن وینا کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په نوم د یوه ایتلاف AWERغونډې ته نن وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی له دفتره بېګا ناوخته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا غونډه نن د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو په بهرنیو چارو وزارت کې د بوستون پوهنتون او ددې وازرت په ګډ کوربه توب جوړیږي.

د اعلامیې له مخې، د دغه ایتلاف دې غونډې ته د خصوصي سکتور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او حکومتونو استازي بلل شوي او دوی به د دغه ایتلاف د نویو نوښتونو او دا چې هغه له نورو لوبغاړو او شریکانو سره په څه ډول پرمخ وړل کېدای او ګډ هدفونه ترلاسه کیدای شي، خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزارت او د بوستون پوهنتون ترمنځ دغه خصوصي ایتلاف چې په ۲۰۲۲ کال کې د ښاغلي بلېنکین له خوا رامینځته شوی، هدف یې زده کړې، کار او خصوصي سوداګرۍ ته د افغان ښځو او نجونود لاسرسي ملاتړ او په دې برخه کې د نوښتونو او همکاریو زیاتوالی ښودل شوی.

په افغاني ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د فعال ګډون په هدف دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوه نیم کلنه موده کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړومنع شوي او ښځې هم په نادولتي موسسو او یو شمېر دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځول شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان او ویسټ اینډیز سیالي ترسره کوي

د افغانستان د تېرې لوبې یو انځور
د افغانستان د تېرې لوبې یو انځور

د کرکټ په نړیوال جام کې سبا سهار وختي افغانستان او ویسټ اینډیز لوبه کوي.

دا په ګروپي پړاو کې د افغانستان او ویسټ اینډیز وروستۍ یا څلورمه لوبه ده.

لوبه په سنټ لوشیا ښار کې د افغانستان پر وخت د سهار پنځو پيلېږي.

افغانستان په خپل ګروپ کې درې لومړۍ لوبې له یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوا نیوګینې ګټلي دي.

د نړیوال جام په تېرو لوبو کې بیا پاکستان او ایرلینډ بېګا خپله وروستۍ لوبه وکړه.

دا لوبه پاکستان له ایرلینډ وګټله، خو ورسره یې له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه ځکه واردمخه له مخکې تګه پاتې راغلی و.

طالبانو په غور کې سېلاب ځپلو ته د یوه ښارګوتي د جوړولو چارې پیل کړي

د غور یوه سېلاب ځپلې سیمه
د غور یوه سېلاب ځپلې سیمه

د طالبانو حکومت ویلي چې په غور کې یې سېلاب ځپلو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړې.

د طالبانو په کنټرول کې د ارګ په بیان کې راغلي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ په غور کې د دغه ښارګوټي د جوړولو چارې پرانیستې.

د بیان پر اساس تمه ده په دغه ښارګوټي کې له دولتي بودیجې څخه ۲۰۰ کورونه، کلینیک، ښوونځی، مدرسه، د اوبو او برښنا شبکې جوړې او سېلاب ځپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د ملا برادر په حواله راغلي چې حکومت یې د خلکو په فکر کې دی او هڅه کوي اړین خدمات ورته ورسوي.

غور د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې تېرو څو اوونیو کې سېلابونو په‌کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په پروان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګنې ستونزې رامنځته کړي دي.
په پروان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته ګنې ستونزې رامنځته کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي‌ چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې پرون شنبې پر خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په پروان،‌ کابل،‌ میدان وردګ،‌ ننګرهار،‌ بامیان او سمنګان ولایتونو کې د نسبتاً تیز باران، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل کېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په یادو ولایتونو کې به باران له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې واوري.

د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو په وینا، د سږ کال د اپریل او مې د میاشتو ورښتونه د کال په دې وخت کې په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساري و.

د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله سلګونه افغانان مړه او ژوبل شول او ډېر مالي تاوانونه یې واړول.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د اوبو سطحې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د غبرګولي ۲۸مه د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او د سېلابونو اټکل کړی دی.

دې وزارت پرون شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د هېواد د هواپېژندنې د ادارې او نورو نړیوالو ادارو د وړاندوینې له مخې د پنج، آمو، کابل او هلمند سیندونو په حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او په نتیجه کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې همداراز راغلي چې د بدخشان، تالقان، بامیان، لوګر، پنجشېر، غوربند، میدان وردګو، کونړ، لغمان، پکتیا، سمنګان، بلخ، دایکنډي، فراه او غور د سیندونو په اوږدو کې د ورښتونو، د واورو د ویلي کېدو او د اوبو د کچې د لوړېدو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دې سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلاب پرمهال د سیندونو غاړو ته له تلو دې ډډه وکړي او همداراز د لوړو سیمو اوسېدونکي دې د کوزنیو سیمو خلکو ته سمدستي د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړي.

طالبان: ملګرو ملتونو د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې

ارشیف: د کونړ د ځنګلونو یو انځور. د ملګرو ملتونو د تایید شوې طرحې پر اساس به دا پروژې په په کونړ او بدخشان کې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې تطبیق شي.
ارشیف: د کونړ د ځنګلونو یو انځور. د ملګرو ملتونو د تایید شوې طرحې پر اساس به دا پروژې په په کونړ او بدخشان کې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې تطبیق شي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د ملګرو ملتونو دوو ادارو په افغانستان کې د څه باندې لس میلیون ډالرو په لګښت د دوو پروژو د تطبیق طرحه تایید کړې ده.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پرون په یو بیان کې وویل، د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ او د نړیوال پرمختګ ادارې به دا پروژې د ۲۰۲۹م کال تر جولای میاشتې په کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلې کړي.

د بیان له مخې دا پروژې د انعطاف وړ کرنیزو فعالیتونو، د ویجاړو ځمکو د احیا، د ځنګلونو د کېنولو او د چاپېریال ساتنې په نورو اړوندو برخو کې دي.

افغانستان که څه هم د نړۍ په اقلیمي بدلونو کې ډېره ونډه نه لري، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډېر متضرر شوی او چاپېریال ته یې د سېلونو او وچکالیو په څېر د طبیعي پېښو له کبله سخت زیان اوښتی دی.

طالبانو د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ

د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشېره ترڅنګ طالب وسله وال د پیرې پر مهال
د کابل ښار په زړه کې د شاه دوشمشېره ترڅنګ طالب وسله وال د پیرې پر مهال

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت پرون د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي پیغام کې په اخترونو او نورو جشنونو کې ګڼو ترافیکي پېښو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي: "د لوی اختر په مناسبت د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ټولو هېوادوالو ته سپارښتنه کېږي چې د موټر چلولو پرمهال ترافیکي اصول او قواعد په جدي توګه مراعات کړي."

قانع دا هم ویلي چې خلک دې د نورو د خوندیتوب په خاطر د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو څخه ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې له متخلفو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

د جرمني پولیس: یو افغان بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.
تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

د جرمني پولیسو ویلي، یو افغان کډوال د دغه هېواد په ختیځ کې یو بل افغان په چاقوګانو وهلی او مړ کړی یې دی.

د پولیسو په خبره پېښه جمعه ماښام د جرمني په یوه ختیځ ښار ولمېرشټېټ کې چې له پلازمېنې برلین ۱۳۰ کیلومتره لرې دی، رامنځته شوې ده.

بریدګر همدارنګه وروسته په یوه حویلۍ کې درې نور کسان هم چې د یورو فوټبال لیګ د پیل لوبې یې کتلې په چاقوګانو وهلي چې دوه یې سخت ژوبل شوي دي.

پولیسو وروسته بریدګر په داسې حال کې په ډزو ویشتلی چې لا یې هم چاړه په لاس کې وه او د پولیسو په خبره چې د دوی په خوا یې ورمنډه کوله.

بریدګر روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیسو ویلي چې د برید انګېزه نه ده څرګنده.

د کورنیو چارو وزارت په ساکسوني‌انهالټ ایالت کې، چې په‌کې ولمیرشټېټ هم شامل دی، وویل چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی.

د اروپا د ملتونو اتلولۍ سیالۍ د جرمني په کوربه توب پیل شوي چې د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

دا په جرمني کې په څه کم یوه میاشت کې درېیمه پېښه ده چې افغان کډوال په‌کې ښکېل دي.

تېره اوونۍ یوه افغان کډوال په فرانکفورت کې یوه المانۍ ښځه د چاقو په ګوزارونو سخته ټپي کړه.

تر هغه مخکې په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال یو جرمن پولیس او څلور نور کسان سخت ژوبل کړل.

پولیس وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د افغان کډوالو له خوا دغو بریدونو د جرمني سیاستوالو او چارواکو کلکې نیوکې پارولي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز دا پېښې غندلي او ویلي یې دي چې خطرناکه مجرمین که له سوریې او افغانستان هم راغلي وي، باید له جرمني وایستل شي.

له ایران او پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې د افغانستان لوېدیځ ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې د افغانستان لوېدیځ ته رسېدلي دي.

له ایران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د جبري اخراج راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون او وړمه ورځ له ایرانه ۴۸۸۱ افغانان د نیمروز له لارې په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

ویل شوي له دې جملې ۵۷۹ یې چې اړ کسان بلل شوي وو، د مرستو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.

دغه وزارت وړاندې ویلي چې نن شنبه هم د تورخم له لارې ۷۷۵ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

له پاکستان څخه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، روسره ایران له هغه هېواده د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي وو، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم ملیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

مجیب‌الرحمن د کرکټ د نړیوال جام له پاتې لوبو بهر او پر ځای یې حضرت‌الله ځاځی نیول شوی

حضرت‌الله ځاځی د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.
حضرت‌الله ځاځی د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.

مجیب‌الرحمن د کرکټ د نړیوال جام له پاتې لوبو بهر او پر ځای یې حضرت‌الله ځاځی نیول شوی.

د کرکټ نړیوالې شورا تایید کړې چې د مجیب‌الرحمن د ښي لاس ګوته ژوبله شوې او له ټورنمینټ بهر کېږي.

حضرت‌الله ځاځی د افغانستان په احتیاطي لوبغاړو کې و.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې دی د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

مجیب‌الرحمن د افغانستان له مخکښو ورو توپ اچوونکو دی.

حضرت‌الله ځاځی بیا د پیل کيڼ لاسی یو قوي توپوهونکی دی.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په ګروپي دور کې سه شنبه له ویسټ اینډیز سره مخ شي او تر هغه وروسته په اتو غوره پړاو کې له هند، اسټرالیا او په غالب ګمان له بنګله‌دېش سره لوبه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم اجازه ورکړي

په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړي.

دغه بنسټ پرون ناوخته په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د بندیز د زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه بندیز له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

تېره پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د طالبانو د لګول شوي بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره د ناسمو شرایطو یادونه کړې، خو نه یې دي ویلي چې دغه ښوونځي به دقیقاً کله بیا پرانیستل شي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي چې د نجونو پر تعلیم د زرو ورځو بندیز د درې ملیارده درسي ساعتونو له ضایع کېدو سره برابر دی.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG