د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

سریلانکا له افغانستانه پرونۍ کرکټ لوبه هم وګټله


د پرونۍ لوبې یوه څنډه
د پرونۍ لوبې یوه څنډه

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې پرونۍ شل اووره مسابقه هم له افغانستانه د څلورو منډو په توپیر وګټله.

په سریلانکا کې دا لوبه سریلانکا پیل کړه چې افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه، خو افغانستان ونه توانېد دغه هدف پوره کړي.

سریلانکا تر دې مخکې له افغانستانه درې پنځوس اووره او یوه ټیسټ لوبه هم ګټلې ده.

په پام کې ده دواړه هېوادونه سبا دوشنبه دویمه شل اووره او چهارشنبه درېیمه شل اووره مسابقې وکړي.

XS
SM
MD
LG