خبرونه
بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۷ نور ټپیان کړل
د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړه کېدو او ۷ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون ماسپښین د ارګو ولسوالۍ په اشکاشان کلي کې یو فلانکوچ ډوله موټر له پاسو ډوله موټر سره ټکر شو چې یو درې کلن ماشوم یې مړ کړ او د پاسو موټر د چلوونکي په ګډون ۷ کسان ژوبل کړل.
چارواکو ویلي چې د دې پېښې علت د پاسو موټر زیات سرعت او له کنټروله وتل وو.
تېره جمعه بیا د میدان وردګ په سید اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ کسان مړه او ۳ نور ژوبل شوي وو.
په همدې حال کې د لغمان د ټرافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز پرون ویلي چې د کابل- جلال اباد پر لویه لار په تېرو لسو میاشتو کې د ۶۲ ټرافیکي پېښو په نتیجه کې ۵۳ مړه ۱۶۷ ټپیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پای ته ورسېده او د دې ورځې په ورستیو ۲۴ دقیقو کې اسټرالیا ته د دوهمې توپوهنې نوبت ورغی، خو یو وار بیا یې ښه پیل ونه کړ.
هندوستان چې د خپلې دوهمې پاڼۍ لوبه تر ۴۸۷ منډو وروسته ونه غځوله، اسټرالیا ته یې د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ.
په دوهمې پاڼۍ کې د هند لپاره یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا په ټېسټ کرکټ کې د ویرات کولي ۳۰مه سلیزه وه.
د اسټرالیا توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۰۴ منډو سوځېدلي وو او په دوهمې پاڼۍ کې یې ۱۲ منډې جوړې کړې دي او درې مخکښ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
د دې لوبې لا هم دوه نورې ورځې پاتې دي.
په پلان کې ده چې هندوستان په دې سفر کې له اسټرالیا سره پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي.
افغانستان له عربي متحده اماراتو دوهمه سیالی هم وګټله
د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دا ځل د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه د اماراتو په کوربتوب د کابل پر وخت سهار لس بجې پیل شوې وه، اماراتو لومړۍ توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۷ اورونو کې ۸۸ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر معروف خېل ۳، عبدالعزیزخان، خاطر ستانکزي او روح الله عرب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
په افغان توپوهونکو کې عزیرالله نیازي ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان درېیمه بریا وه او په دې سره یې د دې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه چې د نومبر په ۲۶مه نېټه به یې له پاکستان سره ترسره کوي.
امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پرېکړهلیک هرکلی کړی
امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شورا د وروستي پرېکړهلیک هرکلی کړی، خو پر دې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې ایران د ځواب ورکولو او همکارۍ پر ځای خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی.
دې څلورو لوېدیځو هېوادونو د شنبې په ورځ د لیندۍ درېمه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې له ایرانه وغوښتل چې د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د خبرو او همکارۍ لاره تعقیب کړي.
په دې اعلامیه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوې ده، راغلي: "موږ په جدي توګه د تهران د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه لرو، او یادونه کوو چې ایران د دې پر ځای چې پرېکړهلیک ته په همکارۍ ځواب ووايي غواړي خپل اتومي پروګرام پراخ کړی."
ایران د پنجشنبې په شپه، د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکمانو د شورا د پرېکړهلیک له صادرېدو سمدستي وروسته، اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو سرعت او ظرفیت به "په پام وړ ډول" زیات کړي او یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه به فعال کړي.
په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او ورسره په دغه هېواد کې سږ کال د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۵۵ ته ورسېد.
پاکستاني رسنیو نن یکشنبې وویل چې تازه پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې له ۵۵ پېښو څخه ۲۵ په بلوچستان، ۱۵ په خیبرپښتونخوا او نورې د دغه هېواد په سند او پنجاب ایالتونو سره کې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې له منځه نه دی تللی.
عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې ډزې؛ یو وسله وال وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي
د اردن په پلازمېنه عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس، یوې امنیتي سرچینې او دولتي رسنۍ نن یکشنبه ویلي چې په دې پېښه کې یو وسله وال کس وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د اردون دولتي خبري اژانس پیترا (Petra) د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې پولیسو پر یوه وسله وال کس وروسته له هغې ډزې وکړې چې لومړی هغه د پولیسو پر ګزمه ډزې پیل کړې.
عیني شاهدانو ویلي چې د اردن پولیسو د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د سفارت ساحه چې پولیس په کې پراخ حضور لري٬ کلابنده کړه.
په دې ساحه کې وخت ناوخت د اسراييل ضد مظاهرې کېږي.
افغان لوبغاړي فرهاد ساپي د بدن ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی
د افغانستان د بدن ښکلا فنلنډ میشتي لوبغاړي فرهاد ساپي د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۲مه نېټه د بدن ښکلا د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې د سرو زرو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د ډنمارک په کوربتوب ترسره شوې چې ساپي د منفي اتیا کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې تر خپلو سیالانو مخکې شو او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
په دې نړیوالو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و او فرهاد ساپي پهکې د افغانستان په استازولی برخه اخیستې وه.
فرهاد ساپي د ازادي راډیو له دري څانګې سره په خبرو کې ویلي، تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې د بدن ښکلا د "مسټرالمپیا" په سیالیو کې هم د افغانستان په استازولۍ د سرو زرو مډال وګټي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د بدن ښکلا په سیالیو کې ګڼو نورو افغان لوبغاړو هم بېلابېل مډالونه ګټلي دي.
په هند کې یو سړی مخکې له دې چې مړی یې په اور کې وسوځول شي ژوندی شو
په هند کې یو سړی مخکې له دې چې مړی یې په اور کې وسوځول شي ژوندی شو.
۲۵ کلن روهیتاش کومار د هغې ناروغۍ له کبله چې په افغانستان کې د میرګي په نوم یادېږي، د راجستان په یوه روغتون کې بستر شوی و او یوه ډاکتر روغتون ته له رسېدو سره سم د هغه مړینه تایید کړې وه.
د روغتون مسوولو کسانو د دې په ځای چې د ناروغ د مړینې د علت د معلومولو لپاره لازم معاینات وکړي، هغه یې د روغتون سړې خونې ته یووړ څو وروسته د هندو مذهب له رسم سره سم وسوځول شي.
د روغتون سرطبیب ډي سېنګ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل څو شېبې مخکې له دې چې اور ولګول شي، د روهیتاش وجود په حرکت راغی.
د ډي سېنګ په وینا، نوموړی ژوندی و او سا یې ایسته.
کومار سمدستي بیا روغتون ته ولېږدول شو، خو پرون د علاج پر مهال یې په رښتیا ساه وخته او دا ځل یې مړینه تایید شوه.
چارواکو د درې واړو ډاکترانو دندې ځنډولي او پولیسو په دې اړه تحقیقات پیل کړي دي.
زیلینسکي د اوکراین په دونېڅک کې روان پوځي وضعیت ډېر کړکېچن وباله
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي روسیه هڅه کوي مخکې له دې چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کار پیل وکړي کورسک سیمه بېرته له اوکراین څخه ونیسي، خو هغه دا یادونه هم وکړه چې د اوکراین په دونېڅک سیمه کې روان پوځي وضعیت خورا ډېر کړکېچن دی.
زیلینسکي پرون په یوه خبري غونډې کې وویل، دی ډاډه دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین غواړي د ۲۰۲۵م کال جنوري په شلمه د ټرمپ له لوړې مخکې پر اوکراین فشار زیات کړي.
اوکراین د سږني کال په اګست میاشت کې د روسې د کورسک سیمې شاوخوا ۱۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه ونیوله.
دې ته پام سره چې ټرمپ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې ده، که مسکو ژرترژره اوکرایني ځواکونه له کورسک څخه ونه باسي نو بیا به اړ وي چې د اوکراین اشغال شوې سیمې له کورسک سره تبادله کړي.
په کانګو کې د ځمکې ښویېدنې له امله نهه کسان وژل شوي
چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د کانګو په جګړه ځپلي ډیموکراتیک جمهوریت کې تر سختو بارانونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له امله د یوې مور او د هغې د اوو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو دا هم ویلي چې په نکوبي ښارګوټي کې د دې پېښې له کبله کورونه زیانمن شوي، د سیمهییز کرنیز کوپراتیف یوه وداني ویجاړه شوې او ډېرې کروندې زیانمنې شوي دي.
یوه سیمهییز چارواکي توماس باکینګا ویلي، یوه مور او د هغې اووه ماشومان د کور د نړېدو په پېښه کې مړه شول.
سخت باران د جمعې په ورځ د نکوبي ښارګوټي په شاوخوا کې چې د یوې شنې غونډۍ په لمنو کې پروت دی، پیل شو.
داعش په بغلان کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسلهوال برید مسوولیت ومانه
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې پرون شنبه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر یوه زیارت د وسلهوال برید مسوولیت ومانه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کسان د ډزو پر مهال په سید پادشاه اغا زیارت کې په عبادت بوخت وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دغه برید غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.
یوناما له طالبانو دا هم غوښتي چې په راتلونکي کې د نورو بریدونو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې پرګنې خوندي دي.
تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې مذهبي اقلیتونه تر جدي ګواښ لاندې دي.
هغه زیاته کړې، ټول افغانان حق لري چې په سوله او ارامۍ کې عبادت وکړي.
د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمنان دي، د څو وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.