د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۵

افغانستان

بدخشان کې زلزله شوې ده

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

یوې زلزلې، نن غرمه بدخشان ولایت ولړزاوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، د دې زلزلې، چې د افغانستان د غرمې په یوولس بجې او ۵۶ دقیقې وشوه، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و.

خو رویټرز خبري اژانس د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې د مرکز پر اساس، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ ښوولی دی.

هندي رسنۍ وايي چې د دې زلزلې ټکنانونه د دغه هیواد په شمالي سیمو کې احساس شوي دي.

دې ادارې د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه ۶۷ کیلومتره لېرې تر مځکې ۲۰۸ کیلومتره لاندې ښوولی دی.

وړمه ورځ هم په بدخشان کې زلزله احساس شوې وه چې شدت یې نننۍ ته ورته بلل شوی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په هلمند کې د دوو کم‌عمره نجونو د واده مخنیوی کړی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي په دوو جلا پېښو کې یې د کم‌عمره نجونو د واده مخه نیولې ده.

د هلمند د والي دفتر وايي، په دې وروستیو کې د ګرمسېر ولسوالۍ یوه سړي خپله شپږ کلنه لور د ۲۰۰ زره پاکستاني کلدارو په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره واده کړې وه.

یاد دفتر د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شپږ کلنې نجلۍ اجباري نکاح د دوی د مداخلې په پایله کې فسخه شوې ده.

دغه اداره په یوه جلا اعلامیه کې وايي چې د نادعلي ولسوالۍ یوه اته کلنه نجلۍ هم د خپلې کورنۍ له‌خوا له یوه ۸۰ کلن سړي سره واده شوې وه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ادارې دغه نکاح هم لغوه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (یو اېن ومن) تېر کال په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو او بندیزونو له لګېدو وروسته اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د کم‌عمره نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو ترڅنګ، د طالبانو د «د زوجینو د تفریق اصول‌نامه» چې څه موده مخکې په رسمي جریده کې خپره شوې، په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح «صحیح» بللې ده.

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي راضي نه‌وم

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان سکاټ مېلر، وايي چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مأموریت د پای ته رسېدو له څرنګوالي راضي نه‌و.

مېلر چې د خپل مأموریت په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر مدیریت کاوه، له «اې‌بي‌سي نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي چې د ځواکونو د وتلو پر مهال‌یې داسې احساس کاوه چې افغان همکارانو یې دا اقدام «خیانت» باله.

هغه په دې مرکه کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مناسبت ترسره شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې عملیات یوه ترخه او دردوونکې پېښه بللې او ویلي یې دي چې د کابل هوايي ډګر د کړکېچ د لیدلو پر مهال‌یې د بې‌وسۍ احساس کاوه.

مېلر د کابل په هوايي ډګر کې ګډوډي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو سره پرتله کړې او ویلي یې دي چې د پرواز په حال کې الوتکې پورې د افغانانو د نښلېدو انځورونو د نړیوال سوداګریز مرکز د قربانیانو دردوونکې صحنې ورپه یادولې.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري په وتلو سره، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نږدې ۲۰ کلن نړیوال پوځي حضور پای ته ورسېد.

افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت «برشنا» وايي چې افغانستان ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا جریان په ترکمنستان کې د یوې تخنیکي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته د یکشنبې په ماښام پرې شوی دی.

برشنا د دوشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او بادغیس ولایتونو او د بغلان او سمنګان ولایتونو د ځینو برخو د برېښنا اړتیاوې پوره کولې.

د برشنا شرکت په وینا، د بادغیس او اندخوی د برېښنا لینونه بېرته وصل شوي او د نورو ولایتونو د برېښنا لینونو د بیا وصلولو هڅې هم روانې دي.

د افغانستان د برېښنا ډېره برخه د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا څخه تأمینېږي چې وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو له امله‌یې جریان پرې کېږي.

له نن څخه پنځه کاله مخکې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیربشپړشو

له نن دوشنبې څخه پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۳۱ له افغانستانه د امریکایي وروستیو ځواکونو په وتلو سره په دې هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شاوخوا شل کلن حضورپای ته ورسید. که څه هم طالبان د اګسټ په پنځلسمه د کابل په نیولو سره پر افغانستان بیا واکمن شوي و خو امریکایي ځواکونو د اګسټ تر ۳۱ پورې د تخلیې پروسې ته چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له ګډوډیو سره مله وه، دوام ورکړ. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې چې نن دوشنبې یې پرخپله ایکسپاڼه خپورکړی، دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره د ویاړو رځ بللې چې د ده په خبره مبارزو یې د نړیوالو شل کلن پوځي حضورته چې د ۲۰۰۱ کال په اوکتوبر میاشت کې پیل شوی و، د پای ټکی کیښود.

اوچا: د ختیځ د تیرکال زلزلې زیانمنې، سوونه کورنۍ لاهم بې ځایه دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته په سلګونو کورنۍ لاهم له خپلو سیمو بې ځایه دي او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. اوچا نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د سرپناه، بنسټیزو خدمتونو او معیشت د بېرته رغولو او له دغو ټولنو سره د بیا رغونې او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې د مرستې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا ده.

د اوچا کارکونکې امی مارټین چې په مزاردره کې یې د بې ځایه شویو حالت له نژدې لیدلی، په یوه خپره شویو ویډیو کې د په سلګونو بې ځایه شویو وضعیت ډیرخراب بولي او وایي له زلزلې وروسته څو زره کورنیو ته محدودې لومړنۍ مرستې رسول شوي خو تراوسه سلګونه کورنۍ د دایمي سرپناوو او د معیشت د رغولو په برخو کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان په ختیځ کې د تیرکال د اګسټ په ۳۱ د زوروې زلزلې له امله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ ثبت شوی او مرکز یې په کونړ او ننګرهارولایتونو کې و، شاوخوا دوه زره کسان مړه او له درې نیم زره زیات ټپیان شول. د ملګروملتونو د شمیرو له مخې دغې زلزلې څه باندې اته زره کورونه ویجاړ یا زیانمن کړل. نړیوال بانک یې په دواړو ولایتونو کې د مالي زیانونو کچه شاوخوا ۱۸۳ ملیون ډالره اټکل کړې وه.

طالبانو ته نژدې رسنۍ: په کابل کې د رسنیو د یوه فعال بشیرهاتف د زوی مړی موندل شوی

طالبانو ته نږدې یو شمېر رسنیو په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند خالد زدران له قوله راپور ورکړی چې د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی، عبدالله هاتف مړی د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې موندل شوی دی. د دې پیښې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي او له هغوی څخه تحقیقات روان دي، خو تر اوسه د دې پېښې اړوند نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د نوموړي پلار بشیر هاتف چې د خبریالانو د اړیکو او روزنې د مرکز بنسټګر او اجرائیه رئیس او په افغانستان کې د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی دی، د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی و چې وروسته د "طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغ" په تور په یو کال بند محکوم شو. نوموړی د خپل محکومیت د مودې له تېرولو وروسته، د روان کال د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه له بنده خوشې شو او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. تراوسه نده څرګنده چې ایا د هغه د زوی مړینه د نوموړي له کاري سابقې سره کومه اړیکه لري او که ترشا یې نورعوامل پراته دي.

نن دوشنبې د هېواد په ۵ ولایتونو کې د بارانو او سیلونو اټکل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې اداې، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د تیز باران، تالندې بریښنا، تیزو بادونو خاورواو دوړو او سیلابونو د پیښیدو اټکل کړی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې ادارې په ایکسپاڼه کې خپره شوې ویل شوي چې د یوشمیرولایتونو په ځینو سیمو کې به د تیزو بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۰ کیلومترو په ساعت کې وي. په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د شلو هوکړه لیکونو لاسلیک

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او د ازبکستان د قشقه دریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، اعلان وکړ چې دغه هوکړه ‌لیکونه په کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو او قشقه ‌دریا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه ‌دریا ولایت چارواکو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه هوکړه‌ لیکونه د خوراکي توکو، سوداګریزو مالونو، ساختماني موادو، مالدارۍ، برقي وسایلو او مبل او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د دغو هوکړه‌ لیکونو د لاسلیک خبرداسې مهال ورکول کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت د پلاوو او د ازبکستان د چارواکو ترمنځ کابل او تاشکند ته تګ راتګ زیات شوی دی.

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه‌ یف تېره میاشت افغانستان ته سفر کړی و.

له دغه سفر وروسته، د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې وویل چې افغانستان له چین او روسیې وروسته د ازبکستان په دریم لوی صادراتي بازار بدل شوی دی.

د طالبانو ویاند له ۶ ټولګي پورته د نجونو د زده کړې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل چې "اوس یې وخت نه دی" او تر دې وړاندې یې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

مجاهد تردې وړاندې څو ځله ټینګار کړی چې حکومت یې د اړینو شرایطو، لکه د ښوونیز نصاب برابرولو او د نجونو لپاره د جلا زده‌ کړو د زمینې برابرولو په برخه کې کار کوي؛ خو د پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

مجاهد په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، پرته له دې چې په مشخص ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څرګندونې وکړي، وویل چې که د افغانستان نفوس ۴۰ میلیونه وي، نو د ده په خبره له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په زده‌ کړو بوخت دی.

هغه زیاته کړه چې په اوس وخت کې ۱۰ میلیونه او ۳۶۳ زره زده‌ کوونکي، محصلین او د دیني مدرسو طالبان په دولتي او خصوصي ښوونځیو، پوهنتونونو او دیني مدرسو کې پر زده‌ کړو بوخت دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو ترڅنګ، د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له پوهنتونونو او د روغتیايي زده‌ کړو له مرکزونو څخه هم راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زمري په ۳۰مه اعلان وکړ چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې نجونې له زده‌ کړو پاتې شوې دي.

 نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده

نن د اګست۳۰مه د جبري بې درکه کیدو نړیواله ورځ ده.

د طالبانو تر واک لاندې په تیرو پنځو کلونو کې د تیر جمهوریت په لسهاوو پوځيان او یو شمیر چارواکي نادرکه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تیرجمهموریت د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمودشاه حبیبي او د هرات د ښځو د زندان مشره عالیه عزیزي د هغو کسانو په ډله کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته نادرکه شوي دي.

پنځه کاله تېر شول خو د دغو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

که څه هم د طالبانو حکومت په ځلونو د تیرجمهوریت د چارواکو او پوځیانو د نیولو او جبري ناردکه کیدو موضوع رد کړې خو د نړیوالو ادارو شمیرې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پخواني نظام یو شمیر پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور يې نادرکه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG