خبرونه
ملي مقاومت جبهې د ۸ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه
د طالبانو ضد د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل او نورستان ولایتونو کې یې لږ تر لږه اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د خپلې دې ادعا لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.
دغې جبهې نن چهارشنبې پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر ادعاکړې چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ګندله بوک سیمه کې یې د لیندۍ یا قوس په شلمه د شپې مهال د طالبانو پریوې قرارګاه برید کړی، دوه طالبان یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې همدارنګه ویلي چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د یوه برید پر مهال یې د حاجي جیلاني په نوم د طالبانو یو قومندان او د هغه یوساتونکی وژلي دي.
د طالبانو د حکومت ویندویانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې دې ته ورته ډېرې ادعاوې رد کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
آیپيایل؛ رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې واخیست
د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل د لوبغاړو د پیرلو مراسم نن یکشنبه په سعودي عربستان کې پیل شوي چې تر دې دمه په ګڼ شمېر لوبغاړي پهکې پلورل شوي دي.
په نننیو مراسمو کې له افغانستانه تر دې دمه یوازې رحمنالله ګربز بولۍ ته وړاندې شو چې په خپل اصلي قیمت دوه کروړه هندي روپیو پخوانۍ لوبډلې کلکته نایټ رایډرز واخیست.
په نوموړي باندې نورو لوبډلو بولي ونه وهله.
سږ کال د آیپيایل د بولۍ مراسمو ته اتلس افغان لوبغاړي شارټ لېست شوې دي.
د ویلو ده چې سږکال ګڼ شمېر لوبغاړي تر دې دمه په لوړو بیو پلورل شو، خو د رېشب پنټ بیه تر ټولو لوړه وه چې په ۲۷ کروړه هندي روپیو وپلورل شو.
د خیبرپښتونخوا په فرقه ييزو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰ کسانو اوښتی
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په کورمه کې په فرقه ييزو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۰ کسانو اوښتی دی.
د یکشنبې په ورځ سیمه ییزو چارواکو او مشرانو د ازادې اروپا مشال راډیو ته دا هم تایید کړه چې لږ تر لږه ۱۵۰ نور کسان ټپيان شوي دي.
د سُني او شیعه ډلو تر منځ نښتې وروسته له هغه پيل شوې چې د مسافر وړونکو موټرو په کاروان باندې وسله وال برید وشو.
له شاوخوا درېیو ورځو په کورمه کې دا فرقه ييزې نښتې روانې دي چې د راپورونو له مخې دواړه خواوې پر یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي.
د اسراییل په منځنیو او شمالي سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې نن یکشنبې د دغه هېواد په منځنیو او شمالي سیمو کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.
پوځ زیاته کړه چې د لبنان لهخوا ۵۵ توغندي توغول شوي وو چې مخه یې ډب شوې ده.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د خطر زنګ د اسراییل په یو شمېر مرکزي سیمو او د هېواد په بېلابېلو شمالي برخو کې غږېدلي دي.
د پوځ د دوو جلا خبرپاڼو له مخې، له لبنان څخه ۱۸ توغندي د اسراییل پر مرکزي برخې او شاوخوا ۳۰ توغندي د دې هېواد پر شمال ویشتل شوي دي.
د ځینو توغندو مخه په هوا کې نیول شوې او شنډ کړل شوي دي.
د لبنان حزبالله ډلې هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لسګونه توغندي او بېپیلوټه الوتکې یې د اسراییل په لور توغولي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنې دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې په لومړي ځل یې د اسراییل په جنوب کې د سمندري ځواکونو پر اشدود اډې برید کړی چې په کې "یوشمېر بریدکوونکي بېپیلوټه الوتکې" کارول شوې دي.
په یوه بل بیان کې حزبالله د تلابیب په یوه "پوځي هدف" د "پرمختللو توغندیو او څو بریدکوونکو بېپیلوټه الوتکو" په وسیله د برید خبر ورکړی دی.
علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې وویل چې د دغه هېواد د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.
بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.
اروپايي اتحادیې د بغلان په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده
اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د بغلان ولایت په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده او د زیانګالو ټولنو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه یې وکړه.
د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان پهکې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې پلاوي په یوه بیان کې، چې پر ایکس یا پخوانی ټویټر یې خپور کړی، لیکلي: "موږ په بغلان ولایت کې د عبادت پر مهال د ملکي وګړو برید غندو. موږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو ژوره خواخوږي څرګندوو. ټول ولسونه باید له تاوتریخوالي څخه په امن او خوندي وي."
هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم پای ته ورسېده او د دې ورځې په ورستیو ۲۴ دقیقو کې اسټرالیا ته د دوهمې توپوهنې نوبت ورغی، خو یو وار بیا یې ښه پیل ونه کړ.
هندوستان چې د خپلې دوهمې پاڼۍ لوبه تر ۴۸۷ منډو وروسته ونه غځوله، اسټرالیا ته یې د ۵۳۳ منډو هدف ورکړ.
په دوهمې پاڼۍ کې د هند لپاره یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي پوره ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا په ټېسټ کرکټ کې د ویرات کولي ۳۰مه سلیزه وه.
د اسټرالیا توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۰۴ منډو سوځېدلي وو او په دوهمې پاڼۍ کې یې ۱۲ منډې جوړې کړې دي او درې مخکښ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
د دې لوبې لا هم دوه نورې ورځې پاتې دي.
په پلان کې ده چې هندوستان په دې سفر کې له اسټرالیا سره پنځه ټېسټ لوبې ترسره کړي.
افغانستان له عربي متحده اماراتو دوهمه سیالی هم وګټله
د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دا ځل د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه د اماراتو په کوربتوب د کابل پر وخت سهار لس بجې پیل شوې وه، اماراتو لومړۍ توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۷ اورونو کې ۸۸ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر معروف خېل ۳، عبدالعزیزخان، خاطر ستانکزي او روح الله عرب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
په افغان توپوهونکو کې عزیرالله نیازي ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان درېیمه بریا وه او په دې سره یې د دې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه چې د نومبر په ۲۶مه نېټه به یې له پاکستان سره ترسره کوي.
امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پرېکړهلیک هرکلی کړی
امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شورا د وروستي پرېکړهلیک هرکلی کړی، خو پر دې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې ایران د ځواب ورکولو او همکارۍ پر ځای خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی.
دې څلورو لوېدیځو هېوادونو د شنبې په ورځ د لیندۍ درېمه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې له ایرانه وغوښتل چې د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د خبرو او همکارۍ لاره تعقیب کړي.
په دې اعلامیه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوې ده، راغلي: "موږ په جدي توګه د تهران د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه لرو، او یادونه کوو چې ایران د دې پر ځای چې پرېکړهلیک ته په همکارۍ ځواب ووايي غواړي خپل اتومي پروګرام پراخ کړی."
ایران د پنجشنبې په شپه، د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکمانو د شورا د پرېکړهلیک له صادرېدو سمدستي وروسته، اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو سرعت او ظرفیت به "په پام وړ ډول" زیات کړي او یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه به فعال کړي.
په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
په پاکستان کې د پولیو درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او ورسره په دغه هېواد کې سږ کال د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۵۵ ته ورسېد.
پاکستاني رسنیو نن یکشنبې وویل چې تازه پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوجستان ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې له ۵۵ پېښو څخه ۲۵ په بلوچستان، ۱۵ په خیبرپښتونخوا او نورې د دغه هېواد په سند او پنجاب ایالتونو سره کې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې له منځه نه دی تللی.
عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې ډزې؛ یو وسله وال وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي
د اردن په پلازمېنه عمان کې د اسراییل سفارت ته نږدې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس، یوې امنیتي سرچینې او دولتي رسنۍ نن یکشنبه ویلي چې په دې پېښه کې یو وسله وال کس وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د اردون دولتي خبري اژانس پیترا (Petra) د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې پولیسو پر یوه وسله وال کس وروسته له هغې ډزې وکړې چې لومړی هغه د پولیسو پر ګزمه ډزې پیل کړې.
عیني شاهدانو ویلي چې د اردن پولیسو د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د سفارت ساحه چې پولیس په کې پراخ حضور لري٬ کلابنده کړه.
په دې ساحه کې وخت ناوخت د اسراييل ضد مظاهرې کېږي.