د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

نړۍ

د جرمني نژدې یو میلیون کډوال روحي فشارونه او ژور خپګان لري

جرمني کې یو شمېر کډوال
جرمني کې یو شمېر کډوال

د یوې څیړنې له مخې، په جرمني کې نژدې یو میلیون کډوال له روحي فشارونو سره مخامخ دي او ژور خپګان لري.

د جرمني د ( من هایم ) او ( بیلیفیلد) پوهنتونو د څیړنې له مخې؛ د کډوالو دیرش فیصده له روحي فشار او څلویښت په سلو کې په ژور خپګان اخته دي.

د دې څیړنې د راپور له مخې دا نه ده څرګنده شوې چې په دې کډوالو کې څو سلنه افغانان دي.

د جرمني د کډوالو د چارو د ادارو په وینا، د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، څه باندې درې لکه او پنځه نوي زره افغانان دغهَ هېواد ته د کډوالو په توګه ورغلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سنټکام عمومي قوماندان د امنیتي ګواښونو په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام عمومي قوماندان جنرال اریک کوریلا
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام عمومي قوماندان جنرال اریک کوریلا

پنټاګون پرون پنجشنبې وویل چې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام عمومي قوماندان د امنیتي ګواښونو په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی دی.

جنرال اریک کوریلا په داسې حال کې اسراییل ته تللی چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د حملې په ځواب کې د ایران د غچ اخیستنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د ایران د سپاه پاسداران ۷ مهم کسان ووژل شول.

د پنټاګون ویندوی پټ رایدر خبریالانو ته وویل چې جنرال کوریلا په اسراییل کې د دغه هېواد د پوځ له مشرانو سره په سیمه کې د اوسنیو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کوي.

ده دا هم وویل چې دا سفر وړاندې پلان شوی و، خو د سیمې د وروستیو تحولاتو له کبله یې وخت رامخکې شو.

بلېنکن: ترکیه، چین او عربستان باید له ایرانه د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړي

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې د خطر له زیاتېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ترکیې، چین او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي چې له ایرانه وغواړي کړکېچ زیات نه کړي.

متیو مېلر پرون پنجشنبې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل، واشنګټن په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د خطر له درکه اندېښنه لري.

ده همداراز د ایران د هر راز ګواښ په وړاندې د اسراییل له امنیت څخه د امریکا د کلک ملاتړ په باب د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو یادونه وکړه.

مېلر زیاته کړه چې انټوني بلېنکن په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ډیپلوماتیکو اقداماتو بوخت و او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د چین باندنیو چارو وزیر وانګ يي او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان سره یې خبرې وکړې څو دا څرګنده کړي چې کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی او دا هېوادونه باید له ایرانه وغواړي چې ترینګلتیا کمه کړي.

په مسکو کې د یهودانو پر یوه عبادتځای د تروریستي حملې مخه نیول شوې

ارشیف: د روسیې ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف: د روسیې ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو اداره وايي، په مسکو کې یې د یهودانو پر یوه عبادتځای د تروریستي حملې مخه نیولې ده.

دې ادارې پرون پنجشنبې وویل، امنیتي ځواکونو یو مشکوک کس چې غوښتل یې بمونه والوځوي، وواژه.

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو د ادارې پر اساس وژل شوی کس ۲۲ کلن او بهرنی و.

دې ادارې د هغه ملیت نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د یوه جمهوریت تبعه و او تېر کال روسیې ته ورغلی و.

په قزاقستان کې سېلابونو ډېر زیانونه اړولي

په قزاقستان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په قزاقستان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

له روسیې وروسته په قزاقستان کې هم سېلابونو ډېر تاوانونه اړولي او یولک تنه یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه وویل چې په قزاقستان کې له زورو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بېړنیو چارو وزارت په ۸ ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی او نژدې ۱۰۰ زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

ځینو سرچینو د روسیې او قزاقستان وروستي سېلابونه په وروستۍ یوه پېړۍ کې تر ټولو ناوړه سېلابونه بللي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف دا سېلابونه طبیعي ناورین بللی او ویلي یې دي چې په تېرو اتیا کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د جرمني لوفت‌هانزا شرکت تهران ته د خپلو پروازونو ځنډ وغځاوه

د جرمني لوفت‌هانزا شرکت الوتکې
د جرمني لوفت‌هانزا شرکت الوتکې

د جرمني "لوفت‌هانزا" شرکت د پنجشنبې په ورځ د اپرېل ۱۱مه تهران ته د خپلو پروازونو ځنډ وغځاوه.

دغه شرکت منځني ختیځ ته هم د خپلو الوتنو په اړه د تیارسي او لا زیات احتیاط تدابیر نیولي دي.

دا اقدام په سوریه کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د مشکوک هوايي برید په اړه د ایران د احتمالي غبرګون له امله شوی دی.

د اپرېل په لومړۍ نیټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په یوه هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د اوو سرتیرو له وژل کېدو وروسته، تهران اسراییل پړ بللی او د غچ اخیستنې خبرداری یې ورکړی دی.

د‌ روسيې پوځي روزونکي له تجهيزاتو سره نايجر ته رسېدلي

روسي ځواکونه
روسي ځواکونه

د روسیې پوځي روزونکي له پوځي تجهیزاتو ډکې الوتکې سره نایجر ته ورسېدل.

د نایجر دولتي تلوېزیون "ار ټي اين" RTN له یوې پوځي کارګو الوتکې د تجهیزاتو د تخلیې ویډیو خپره کړې چې په کې د دې تلوېزیون په وینا یو روسی کس وايي چې دوی د نایجر د اردو د روزنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي همکارۍ پراختیا لپاره راغلي دي.

دولتي تلوېزیون "ار ټي اين" پرون د اپرېل ۱۱مه دا هم وویل روسیې موافقه کړې په نایجر کې د الوتکې ضد سیسټم نصب کړي.

روسیې داسې وخت نایجر ته پوځي تجهیزات استولي چې پر اوکراین یې پوځي یرغل دوام لري او تر ډېره یې تمرکز یې دې سیمې کې دی.

جیورجیوا: پاکستان د درېیو میلیاردو ډالرو چمتو شوی تعقیبي پروګرام عملي کوي

د پیسو د نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" رییسه کریستالینا جیورجیوا
د پیسو د نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" رییسه کریستالینا جیورجیوا

د پیسو د نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" رییسه کریستالینا جیورجیوا وایي، پاکستان له دې صندوق سره خبرې مخ‌ته وړي چې د نهو میاشتو په مخه د درې میلیارد ډالرو چمتو شوی تعقیبي پروګرام عملي کړي.

میرمن جیورجیوا پرون پنجشنبې په واشنګټن کې وویل چې پاکستان له "آی‌ایم‌ایف" سره موجوده پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړی او اوس یې له دې صندوق سره د تعقیبي پروګرام موضوع راپورته کړې ده.

خو د نوموړې په خبره د مالیاتو د اساس، په اقتصاد کې د ټولنې د شتمنې برخې د مشارکت، د عمومي لګښتونو څرنګوالی او هم د یوه لا شفاف چاپېریال په ګډون ځیني مهم مسایل شته چې باید حل شي.

پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، زښت زیات د "آی‌ایم‌ایف" په ګډون له نړیوالو مالي موسسو او د نژدې ملاتړو هېوادونو مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

پر اسراییل د ایران د احتمالي برید په تړاو د راپورته شویو اندېښنو د کمېدو غوښتنه وشوه

د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او چپ لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک
د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او چپ لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلفوني خبرو کې د هغه کړکېچ د کمېدو غوښتنه وکړه چې پر اسراییل د ایران د احتمالي مستقیمې حملې د اندېښنو پر سر راپورته شوی دی.

مېرمن بایربوک پرون پنجشنبې په برلین کې وویل چې هیڅوک لېواله نه دي چې اور یا یې د نه وړاندوینې وړ نتیجې وګوري.

هغې وویل، په سیمه کې ټول لوبغاړي هڅوي چې مسوولانه اقدام وکړي او له زغمه کار واخلي او دا هغه پیغام و چې دې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ورساوه.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دې ټیلفون په اړه یې چې دې خپل ایراني سیال ته کړی، له مخکې یې له اسراییل یا د امریکا له متحدو ایالتونو سره همغږي کړې وه که‌نه وویل، په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره په اوس وخت کې ټول ډیپلوماتیک چینلونه او ټیلفونه فعال دي.

اروپایي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په قوانینو کې مهم بدلونونه ومنل

د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پرون چهارشنبې له کلونو بحثونو وروسته د کډوالۍ او پناه غوښتنې په قوانینو کې مهم بدلونونه ومنل.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اروپا پارلمان د لسو رایو په ترلاسه کولو سره په قوانینو کې دغه بدلونونه راوستي دي.

د دغو بدلونونو پر بنسټ به د اروپايي ټولنې پر پولو کنټرول سخت شي او د کډوالو د ستنولو بهیر به هم ورسره چټکتیا ومومي.

د دغو نویو سمونونو پر بنسټ به د پناه غوښتنې د هغو قضیو ارزونه هم چټکه شي چې د منل کېدو شونتیا یې کمه وي.

سمونونو کې دا لارښوونه هم شوې چې د یوه کډوال د پناه غوښتنې قضیه دې په ۱۲ اوونیو کې وروستۍ شي.

په نویو سمونونو کې راغلي، هغه کډوال چې نه منل کېږي د همدې ۱۲ اوونیو په اوږدو کې به خپلو هېوادونو ته په زوره استول کیږي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ۲۲خیریه بنسټونو بیا په یوه ګډه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د دې سمونونو په اړه ویلي چې دا نوی قوانین د خوندیتوب په لټه د خلکو د ستونزو دوامداره حل لار نه وړاندې کوي او د لا کړکېچونو سبب به شي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي، دا قوانین به له بشري حقونو سرغړونو ته لار برابره کړي.

اوکراین: روسیې د خارکیف پر مهمو تاسیساتو بریدونه کړي

پر اوکراین د روسیې د بریدونو څنډه
پر اوکراین د روسیې د بریدونو څنډه

د اوکرایین سیمه ییز چارواکي وايي، روسي ځواکونو نن د (اپریل۱۱مه) د دې هېواد پر دویم لوی ښار خارکیف کې پر مهمو بنسټیزو تاسیساتو د لسو بې پیلوټه الوتکو او توغندو بریدونه کړي دي چې له کبله يې برېښنا قطعه شوې خو دا بریدونو مرګ ژوبله نه لري.

د خارکیف د پوځي ادارې مشر اولیه سین یهوبوف (Oleh Synyehubov) پر خپل ټیلګرام لیکلي، تراوسه په دې دغو بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی او دوی د برېښنا سیسټم د ترمیم په حال کې دي.

بل پلو د خارکیف ښاروال ایهورترخوف ویلي، د روسې ځواکونو وروستیو بریدونو د برېښنا په مزو او عامه ترانسپورټ کې ستونزې رامنځته کړي چې د خارکیف فرعي لارې ورسره د څو ساعتونو لپاره بندې وې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکرایین یرغل وکړ چې لا هم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG