د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۶

نړۍ

متحدو ایالتونو له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو نوې مرسته اعلان کړه

د متحدو ایالتونو او اوکراین د دفاع وزیران
د متحدو ایالتونو او اوکراین د دفاع وزیران

متحدو ایالتونو له اوکراین سره د وسلو او پوځي تجهیزاتو د مرستې بله کڅوړه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین پرون- د نوامبر ۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په نوې مرسته کې به داسې وسلې او پوځي تجهیزات شامل وي چې بیه به یې تر سل میلیون ډالرو پورې رسېږي.

په بیان کې راغلي دي چې په دې وسلو کې د HIMARSپه نوم د چټک انتقال وړ توغندیو سیسټم او د هغو مهمات هم شامل دي.

ښاغلی بلینکین وایي، داسې مهال چې اوکراین د خپلو ازادو سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅه کوي، دا کڅوړه به مرسته ورسره وکړي چې د جګړې په ډګر کې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

بلینکین پر کانګرس څخه هم غږ کړی چې له اوکراین سره د نورو مرستو لپاره د ولسمشر جوبایډن غوښتنه تایید کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییل نن په درېیمه ورځ هم غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي

پر غزې د اسراییل د هوایي بمبارۍ دوام
پر غزې د اسراییل د هوایي بمبارۍ دوام

اسراییل نن یکشنبه د درېیمې ورځې لپاره هم په غزه کې ځینې هدفونه په نښه کوي.

غزه کې دا جګړې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه.

د اسراییل تازه جګړې چې د اووه ورځني اوربند د مهلت له پای ته ورسېدو وروسته بیا پیل شوه، د ملکیانو د مرګ ژوبلې په باب اندېښنې ولاړې کړې دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، څه باندې ۱۵زره ۲۰۰ کسان د فلسطینیانو په دې محاصره شوي ښار کې وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي یوازې پرون شنبه د غزې په شمال کې په دوو پېښو کې لږ تر لږه د ۱۶۰ فلسطینیانو د وژل کېدو راپور وررسېدلی دی.

د جاپان ساحلي ساتونکي: د امریکا د نسکورې شوې پوځي الوتکې نښې مو نه دي موندلي

له ارشیفه د جاپان د ساحلي ساتونکو د یوې بېړۍ تصویر
له ارشیفه د جاپان د ساحلي ساتونکو د یوې بېړۍ تصویر

د جاپان ساحلي ساتونکي وايي، له وړمې ورځې د امریکا د یوې پوځي الوتکې د عمده ټوټو د موندلو لپاره د پلټنې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.

د دې الوتکې ځینې برخې او ۷ تنه سورلۍ یې اوس هم ترۍ تم ده.

دغه تېلټ روټور اوسپرې (tilt-rotor Osprey Osprey) ډوله الوتکه چې ۸ کسان په کې وو، تېره چهارشنبه یاکوشیما ټاپو ته څېرمه نسکوره شوه.

تر اوسه د یوه کس جسد موندل شوی.

د الوتکې د یوې پرزې تر موندل کېدو وروسته د پلټنې عملیات شدید شول، خو د لادرکه کسانو کوم څرک نه دی لګېدلی.

د ایټوپیا چارواکي: یوې وسله والې ډلې ګڼ ملکیان وژلي

له ارشیفه د ایتوپیا د یوې وسله والې ډلې تصویر
له ارشیفه د ایتوپیا د یوې وسله والې ډلې تصویر

د ایټوپیا محلي چارواکو پرون شنبه وویل چې یوې وسله والې ډلې د دغه هېواد په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې «زیات ملکیان» وژلي دي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې تر دې ۱۱ ورځې مخکې د حکومت او د اورومو د ازادۍ پوځ په نوم ډلې ترمنځ مذاکرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د ارومو د ازادۍ پوځ یا (OLA) چې ادیس آبابا یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د ارومو د ازادۍ له جبهې تر جلا کېدو وروسته له ۲۰۱۸م کال راهیسې د حکومت په وړاندې جنګېږي.

د ازادۍ پوځ وروسته له هغې د ازادۍ له جبهې جلا شو چې دغې جبهې خپله وسله پر ځمکه کښېښوده او له جګړې یې لاس واخیست.

د ایټوپیا حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل د ارومو د ازادۍ پوځ چې یوه تروریستي ډله ده، د پلازمېنې په جنوبي سیمه ارسي کې د سوله ییزو ملکیانو په وړاندې ظالمانه اقدامات کړي او ګڼ ملکیان یې په ظالمانه ډول وژلي دي.

د حکومت په وینا، که دغه تروریستي ډله له تروریستي اقداماتو لاس واخلي او سوله ییزو خبرو ته ستنه شي، دوی هم تیار دي د سولې خبرې ورسره وکړي.

نتنیاهو: حماس سره د اوربند د تمدید مذاکراتو پایله ورنه کړه، مرکچیان مو قطر نه بېرته ستنیږي

د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان به خپل هېواد ته ستانه شي.

د نتنیاهو په سپارښتنه د اسراییل د بهرنیو استخباراتي خدماتو ادارې (موساد) مشر ډېوېډ برنیا ته امر شوی چې مرکچي ډله یې له قطر څخه روانه شي.

د نتنیاهو دفتر ویلي تروریستي سازمان حماس، د لنډمهاله اوربند په موافقه کې له خپله اړخه عمل نه دی کړی.

اسراییل د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند د مهلت له ختمېدو وروسته په غزه کې بیا بمباري پیل کړه چې نن یې درېیمه ورځ ده.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

له هغې وروسته اسرائیل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

د اسراییل او د حماس افراطي ډلې ترمنځ د اووه ورځني اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیله څه باندې ۱۵زره فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د یوه پاکستاني چارواکي ادعا؛ د طالبانو حکومت دوه مخې لوبه راسره کوي

په سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه
په سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزیر جان اڅکزي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې پرځای چې په پاکستان کې په حملو کې دخیل عناصر چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي، دوی ته تسلیم کړي، دوه مخې لوبه کوي.

نوموړي، چې په دې باب پرون شنبه یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت دا موضوع جدي نه اخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، جان اڅکزی وایي پاکستان په وار- وار د هغو عناصرو د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې چې لیست یې له وړاندې د اسلام اباد له خوا له شواهدو سره یوځای کابل ته سپارل شوی، خو د ده په وینا د افغانستان اوسنيو حاکمانو تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

پاکستان له څه باندې دوو کلونو راهیسې تور لګوي، هغه افراطي وسلوال چې په افغانستان کې دېره دي، په پاکستان کې خونړۍ حملې تنظیموي، هغه تور چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړی دی.

افریقا؛ د مسو د یوه کان نړېدو ۷ کیندونکي مړه او ۲۰ نور نادرکه کړي

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د افریقا په زامبیا هېواد کې پولیس او محلي چارواکي وايي تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له کبله د مسو د یوه کان یوه برخه نړېدلې او ۷ مشکوک غیرقانوني کان کیندونکي مړه او شل نور لادرکه دي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي.

چاراکو پرون شنبه ویلي، د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنج شنبې ناوخته شوې او تر اوسه یو مړی هم نه دی ترلاسه شوی.

ګومان کېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوې وي.

پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو.

دولتي چارواکو ویلي د مسو د کان په تونلونو کې تر ۳۰ زیات کان کیندونکي بوخت وو، خو بیا یې هم دوی دقیق شمېر نه دی ویلی.

اسراییل: لبنان کې مو د حزب الله ډلې ځینې هدفونه ویشتي

د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر
د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي، په لبنان کې یې د حزب اله شیعه ډلې ځینې اهداف ویشتلي دي.

دغو ځواکونو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه اهداف یې د دې لپاره ویشتلي چې لومړی د دوی له لوري پر اسراییلي لوري ډزې وشوې.

بلخوا: د ایران د سپاه پاسداران وېبسایټ خبر ورکړی چې په سوریه کې یې دوه دېره پوځیان پرون د اسراییل په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

ایران وايي دغو پوځیانو یې محمد علي عطایي شورچه او پناه تقي زاده په سوریه کې د سلا مشورې ماموریت پرمخ بېوه چې حمله ورباندې وشوه.

د سوریې دولتي رسنیو د یوه پوځي چارواکي په وینا، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راپور ورکړی چې د اسراییل په هوايي حمله کې د پلازمېنې دمشق شا و خوا سیمې په نښه شوې دي.

د دې پېښې په باب اسراییل کومه تبصره نه ده کړې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې دېره ده، ویلي په دغو هوايي حملو کې د دمشق د جنوب سیده زینب ساحه په نښه شوې چې په وینا یې پوځي ځواکونو د لبنان له حزب اله ډلې سره کار کاوه.

د دې ډلې په وینا، په دغو حملو کې د سوریې دوه وګړي وژل شوي او د دوو بهرنیانو په ګډون نور کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا مرستیاله ولسمشره: د ډبرو سکرو د کارونې تدریجي بندېدل غواړو

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله، کاملا هاریس
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله، کاملا هاریس

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیاله ولسمشره وايي، هېواد یې د ډبرو له سکرو د کار اخیستو د تدریجي بندېدو غوښتنه لري.

کاملا هاریس پرون شنبه په دوبۍ کې د نړیوال اقلیم غونډې (COP28) ته په خبرو کې د ډبرو د سکرو د کارونې کمولو پر ځای د دغو سکرو د کارونې د بندولو د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې وویل، نننۍ عمومي ژمنتیا د تازه شویو انرژیو کارول دي.

دهغې په وینا، ټول هېوادونه غواړي چې د ډبرو سکرو د زېرمو جوړول بند شي.

په دوبۍ کې د نړیوال اقلیم غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ځینو متخصصانو په باور د ډبرو سکرو په ګډون له فوسیلي سون توکو کار اخیستل د ګلخانه اي ګازونو زیاتېدو سبب شوي چې ورسره د نړۍ اقلیم بدل شوی دی.

ایران: اسراییلو سوریه کې د سپاه پاسداران دوه پوځي سلاکاران وژلي

د ایران او سوریې بیرغونه
د ایران او سوریې بیرغونه

د ایران دولتي اژانس نن خبر ورکړ چې د سپاه پاسداران انقلاب دوه پوځي سلاکاران په سوریه کې د اسراییلي ځواکونو د برید پر مهال وژل شوې دي.

دا په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې لومړی ځل دی چې د ایرانیانو د وژلو راپور خپریږي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په بیان کې د ترسره شوي برید په اړه جزییات نه دې خپاره شوي.

سوریې د ایران د دولتي اژانس د خبر تر خپریدو مخکې وویل چې نن سهار وختي یې دمشق ته څیرمه د اسراییلي ځواکونو د توغندیو برید شنډ کړ.

د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته په سفر ځي

د پاکستان او امریکا بیرغونه
د پاکستان او امریکا بیرغونه

د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله جولیتیا والس د دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اغلې والس به له پاکستاني چارواکو او د نړیوالو موسسو له استازیو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړي او په دې برخه کې به ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې د امریکا متحد ایالتونو ته روان دي، په پاکستان کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د امریکا متحد ایالتونو اندیښنه ښکاره کړې ده چې یوشمیر افغانان که افغانستان ته واستول شي، ممکن د طالبانو له لورې محاکمه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG