د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

نړۍ

د کرکټ نړیوال جام سیالي؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده

د افریقا او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور
د افریقا او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور

د کرکټ د نړیوال په دوهمه نیمه پایلوبه کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې له یوبل سره مخامخ دي.

پچه جنوبي افریقا وګټله او لړمړی یې بېټېنګ یا توپوهنه پیل کړه.

د جنوبي افریقا پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل.

تر دې دمه چنوبي افریقا په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۸۹منډې کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د رفح اوسېدونکو د اسراییلو د سختو هوایي او ځمکنیو بریدونو خبر ورکړ

په رفح کې د روانې جګړې انځور
په رفح کې د روانې جګړې انځور

د غزې په جنوب کې د رفح اوسېدونکي تېره شپه د اسراییل له‌خوا د سختو هوایي او ځمکنیو بریدونو خبر ورکوي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دوی ویلي، په داسې حال کې چې اسراییلي ټانګونه د رفح په لوېدیځ کې وړاندې تګ کوي، تېره شپه په سیمه کې د اسراییل د هوایي، ځمکنیو او د سمندر له لارې د بریدونو له پلوه یو تر ټولو سخته شپه وه.

د دغو بریدونو په نتیجه کې ډېرې کورنۍ په تیاره کې خپلو کورونو او خیمو پرېښودو ته اړ کړای شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې اسراییلي ځواکونه په رفح کې ساحل ته نژدې د المواصي پر لوري پرمختګ کوي.

دا هغه سیمه ده چې د اسراییل پوځ پررفح د مې د میاشتې له برید راهیسې په ټولو اعلانونو او خپرو کړو نقشو کې د بشرپالنې د سیمې په توګه نومولې ده.

د اسراییل پوځ دغه راپورونه رد کړي دي.

چارواکي: دمګړی په ایران کې ۸زره بهرنیان بندیان دي

د ایران د اوین زندان
د ایران د اوین زندان

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمېټې رییس عسکر جلالیان وایي، په اوس وخت کې اته زره بهرنیان په ایران کې بندیان دی.

جلالیان نه‌دي ویلي چې په دوی کې څومره یې افغانان دي.

د ایران د اسلامي جمهوريت ایرنا خبري آژانس پرون چهارشنبې د جلالیان له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي، د ایران عدلیې وزارت هڅه کوي چې بهرني بندیان د هغوی اصلي هېوادونو ته د بندیانو د سپارلو د موافقو له مخې وسپاري.

د ایران حکومت له دې مخکې په څو مرحلو کې افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

په ایټالیا کې د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو سرمشریزه پیلېږي

د جي۷ د سرمشریزې غونډې ته چمتووالی روان دی.
د جي۷ د سرمشریزې غونډې ته چمتووالی روان دی.

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي۷ نن پنجشنې په ایټالیا کې درې ورځنۍ سرمشریزه د امریکا د هغه وړاندیز په اړه په توافق سره پیلوي چې چې د روسیې له کنګل شوې شتمنۍ څخه پنځوس میلیارد ډالره اوکراین ته د پور ورکولو لپاره د تضمین په توګه بندوي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې ډیپلوماتانو تایید کړې چې د نړې د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو مخکې له دې چې ایټالیا ته ورسېږي او د دې هېواد په جنوب کې دغه سرمشریزه پیل کړي، پر دې موضوع توافق کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي او تمه ده چې نوموړی به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره یوه جلا دوه اړخیزه امنیتي موافقه هم لاسلیک کړي.

یواین‌ایچ‌سي‌آر: تېره میاشت په نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه کسان بې‌ ځایه شوي

ارشیف: د فرانسې او بریتانیا په اوبو کې د بېلابېلو هېوادونو د کډوالو کښتۍ. دوی هڅه کوي چې په داسې لارو ځانونه نورو هېوادونو ته ورسوي.
ارشیف: د فرانسې او بریتانیا په اوبو کې د بېلابېلو هېوادونو د کډوالو کښتۍ. دوی هڅه کوي چې په داسې لارو ځانونه نورو هېوادونو ته ورسوي.

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وایي، تېره میاشت په نړۍ کې دومره ډېر کسان د جګړې، شخړو، تاوتریخوالي او ځورونې له امله له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي چې مخکې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" په هغه راپور کې، چې نن پنجشنبې یې خپور کړی ویلي چې په تېره مې میاشت کې په نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې دا د مخکېني کال پرتله نژدې لس سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې ادارې په وینا، دا د ټولې نړۍ د نفوس شاوخوا یونیم سلنه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په خبره، له څه باندې دوه درېیمه برخه بې ځایه شوي کسان په کور دننه بې ځایه شوي کډوال دي.

د هغو کسانو له ډلې چې له خپلو هېوادونو تښتېدلي، دوه پر درېیمه یې تر اوسه په ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.

د دې ادارې په خبره، دوی چې معمولاً تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، هیله‌من دي چې ژر به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

په دې راپور کې همدارنګه په نړیواله کچه د بې ځایه شویو افغانانو شمېر نږدې ۱۰،۹میلیونه ښودل شوی او ویل شوي چې نږدې ټول په خپل هېواد کې دننه یا په ګاونډیو هېوادونو کې اوسي.

پر کریفي ریح د روسیې توغنديز برید؛ لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

په کریفي ریح کې ژغورونکې ډلې هڅه کوي څو له خارو لاندې مړي او ټپیان وباسي.
په کریفي ریح کې ژغورونکې ډلې هڅه کوي څو له خارو لاندې مړي او ټپیان وباسي.

د اوکراین پر کریفي ریح ښار د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.

کریفي ریح د دنیپرو پیتروفسک سیمې یو لوی ښار دی چې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پلرنی ټاټوبی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو ویلي چې د پروني برید په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شته.

برید له هغه راپور وروسته شوی چې په کې راغلي، امریکا به اوکراین سره د نورو پټریوټ توغندیز سیستم مرسته وکړي.

د اوکراین د جنوب پوځي چارواکو ویلي چې په برید کې یوه دولتي ودانۍ او د هستوګنیزو اپارتمانونو یو بلاک زیانمن شوی دی.

ایران په ۲۰۲۲م کال نیول شوی فرانسوی وګړی خوشې کړی

لویس ارنود تېر کال په ایران کې د هغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښ په جرم په پنځه کاله حبس محکوم شو، خو اوس د عمان په منځګړیتوب خوشې شوی دی.
لویس ارنود تېر کال په ایران کې د هغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښ په جرم په پنځه کاله حبس محکوم شو، خو اوس د عمان په منځګړیتوب خوشې شوی دی.

ایراني چارواکو هغه فرانسوی وګړی له بنده ازاد کړی چې د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې په ایران کې نیول شوی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون ناوخته پر خپلې ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې لویس ارنود خوشې دی او د پنجشنبې په ورځ به فرانسې ته ورسېږي.

د فرانسې دغه تبعه چې بانکي سلاکار دی، تېر کال په ایران کې د هغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښ په جرم په پنځه کاله حبس محکوم شو، خو اوس د عمان په منځګړیتوب خوشې شوی دی.

پر نوموړی تور دی چې ۲۰۲۲م کال کې یې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې، خو کورنۍ یې دا تورونه رد کړي دي.

د فرانسې ولسمشر له ایرانه غوښتي چې د دوی درې نور اتباع هم چې هلته زنداني دي، خوشې کړي.

په سور سمندرګي کې حدیدې بندر ته نژدې د یونان پر یوې باري بېړۍ برید شوی

د حدیدې بندر یوه څنډه
د حدیدې بندر یوه څنډه

پر سوداګري کښتیو د یمن د حوثي یاغیانو د بریدونو په دوام کې، پرون چهارشنبې په سور سمندرګي کې حدیدې بندر ته نژدې یوې کوچنۍ کښتۍ د یونان پر یوې باري بېړۍ برید وکړ او د هغې انجن یې زیانمن کړ.

د بریتانیا امنیتي شرکت، امبري اعلان وکړ چې پر "توتور" نومي کښتۍ د یمن د حدیدې بندر له جنوب لوېدیځ څخه شاوخوا ۶۸ میایله لېرې برید شوی او په دې برید کې د یمن د حوثي یاغیانو د بریدونو نښې لیدل کېږي.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو هم اعلان وکړ چې یوې کوچنۍ سپینې کښتۍ، چې له ۵ تر ۷ مترو اوږده وه، د دې بار وړونکې بېړۍ له لاندینۍ برخې سره ټکر وکړ.

د یونان د بېړۍ چلونې دوو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې کښتۍ، چې د لایبریا بیرغ پرې رپېده، په قصدي برید کې زیانمنه شوې ده.

د یونان د بېړۍ چلونې وزارت یوې سرچینې هم پیښه تایید کړې او ویلي یې دي: "بیړۍ د هند پر لور روانه وه."

د کرکټ نړیوال جام؛ نن درې سیالۍ کېږي

د بنګله‌دېش لوبډلې لوبغاړي د یوې تېرې لوبې پر مهال
د بنګله‌دېش لوبډلې لوبغاړي د یوې تېرې لوبې پر مهال

د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې به نن درې سیالۍ وشي.

په سي ګروپ کې د ویسټ اینډیز او نیوزیلنډ سیالي ده.

د نن ورځې دوهمه سیالي به د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجې په ډي ګروپ کې د بنګله‌دېش او نیدرلنډ (هالنډ) ترمنځ وي.

همداراز د انګلستان او عمان سیالي د افغانستان د شپې په یوولس نیمې بجې پیلېږي.

سبا به د افغانستان لوبډله له پاپونیوګینې سره مخامخ شي.

دا به د افغانستان درېیمه سیالي وي.

افغانستان تر دې وړاندې یوګنډا او نیوزیلنډ په لوی توپیر مات کړي او تر دې دمه نه یوازې د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی بلکې د نومرو له نظره تر ټولو لوړ ځای لري.

پرون هند په نیویارک کې امریکا ته په ۷ ویکټونو او ۱۰ توپونو ماته ورکړه.

هند اوس په خپل اې ګروپ کې لومړی ځای لري.

امریکا د القاعده د لوړپوړي غړي "حمزه الغامدي" پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي غړي حمزه الغامدي پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه بیان کې د القاعده د دغه مشر بشپړ نوم حمزه صالح بن سعید الغامدي یاد کړی او عمر یې هم شاوخوا ۶۰ کاله ښودل شوی دی.

د دغه وزارت د عدالت لپاره د جایزو څانګې د القاعده د دغه سعودي تبعه احتمالي موقعیتونه د افغانستان پلازمېنه کابل، د ننګرهار توره بوره او سعودي عربستان یاد کړي دي.

دوی ویلي چې الغامدي د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن یو تر ټولو باوري ملګری و او هغه له بن لادن سره یوځای افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له سرو لښکرو سره هم جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې لوړپوړي چارواکي لا هم په دغه هېواد کې حضور لري.

طالبانو تر دې وړاندې دغه ډول راپورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، د القاعده هیڅ غړی په افغانستان کې نه‌شته.

د امریکا لانګ وار ژورنال ورځپاڼې تازه د القاعده شبکې د اوسني مشر سیف العدل په حواله ویلي چې خپل ملګري یې هڅولي چې د پوځي زده کړو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

اسراییلي ځواکونو د حزب‌الله یو لوړپوړی قومندان او درې نور وسله‌وال وژلي

په لبنان کې د حزب الله پر غړیو د اسراییلي ځواکونو د برید یو انځور
په لبنان کې د حزب الله پر غړیو د اسراییلي ځواکونو د برید یو انځور

د اسراییل هوایي ځواکونو د لبنان د حزب‌الله ډلې یو لوړپوړی قومندان او درې نور وسله‌وال وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس د دریو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي لیکلي چې دغه بریدونه د سه شنبې په ورځ ناوخته شوي دي.

د رویټرز په وینا حزب‌الله د خپل وژل شوي‌ قومندان وژنه تایید کړې او هغه یې طالب عبدالله چې په ابو طالب مشهور و، یاد کړی دی.

خبر کې د اسراییلي لوري په حواله راغلي چې حزب‌الله د دغو هوایي بریدونو په غچ کې د جولان په لوړو چې د اسراییل له‌خوا اشغال شوي ، پنځوس توغندي ویشتلي دي.

د لبنان حزب‌الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د تېر کال د اکټوبر له ۷ مې چې د غزې جګړه پیل شوې، له اسراییلي ځواکونو سره بریدونه تبادله کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG