افغانستان
ترکیې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي او کابل ته یې استولي
ترکیې په تېرو شلو ورځو کې شاوخوا درې زره افغانان له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې استولي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت تایید کړې چې په دې کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.
ترکیه اکثر هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې ډيپورټ کوي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي دي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې له دغو رالېږل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې آی او ایم هر یو ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته هم کړې او نور صحي خدمات ته ورته وړاندې شوي.
د ترکیې تر څنګ په دې وروستیو کې ایران او بیا پاکستان په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ ته زور ورکړی دی.
یواځې له پاکستانه په تېرو دوو اونیو کې څه باندې درې لکه افغانان راایستل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متقي: له تاجکستان سره خورا ښه اړیکي غواړو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د دوی حکومت له تاجکستان سره پراخو او ښو اړیکو ته ژمن دی.
امیرخان متقي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفې سره د کتنې پرمهال وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې د تاجکستان سفیر ښاغلي شریفي وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله د یوشمیر اقتصادي پروژو د پلي کیدو پروګرامونه لري او غواړي چې اقتصادي اړیکي پراخ شي.
د افغانستان په شمال کې د طالبانو اړیکي له ترکمنستان او ازبکستان سره ښې دي او له تاجکستان سره هغسې نه دي، ځکه چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، له تاجکستان سره پر پوله څو ځله وسله والې نښتې شوې دي چې وروستۍ یوه یې دوې اونۍ مخکې وشوه چې په ترڅ کې یې د تاجکستان د چارواکو په وینا درې افغانان چې قاچاق یې لیږداوه ووژل شول.
د کابل-بګرام د سړک د پروژې چارې پیل شوې
د کابل- بګرام د سړک د یوې برخې د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه.
د دې سړک اوږدوالی شپږ اعشاریه دوه کیلومتره دی، عرض یې پنځوس متره دی چې له نوي کابل څخه د بګرام په لور غځیدلی دی.
د طالبانو د چارواکو په وینا پر دې پروژې به څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت وشي.
د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره نوې مرسته کیږي
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې( ایف-اې- او)، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.
د دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نژدې دوه پنځوس زره کسانو سره مرسته وشي.
تیرمیلادي کال د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له شپږ زره اووه سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.
سعودي عربستان له افغانستان سره د خرما مرسته وکړه
سعودي عربستان د افغانستان له سرې میاشتې سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال علي محمد الحصان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت دا مرسته شوې ده او ریاض ژمن دی چې په هر راز شرایطو کې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.
نن د شعبان پنځه ویشتمه ده، له ننه څلور یا پنځه ورځې وروسته به د روژې لومړۍ ورځ وي.
IOM: د جنوري میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستان څخه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د دلو په ۲۳مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه افغانان، چې کره شمېر یې ۳۸ زره او ۲۰۱ کسانو ته رسېږي، له پنځو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د IOM په وینا، د جنورۍ په وروستیو دوو اوونیو کې د ستنوشویو شمیرد مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په زوره د ایستل شویو کسانو شمیر ۷ سلنه زیات شوی دی.
د دې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې راهیسې تر دې دمه له پاکستان څخه تر ۱ میلیون او ۱۵۵ زرو زیات افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي، چې له دې ډلې له ۱۵۸ زره زیات یې په زوره ایستل شوي کسان دي.
د IOM په خبره، د هغو بیرته ستنو شویو کسانو سره چې ورسره مرکې شوي، ۹۹ سلنه یې ویلي چې په پاکستان کې د نیول کیدو له ویرې یې دا کارکړی دی.
د برلین د فلمونو فیستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات په فلم پرانستل کیږي
د برلین د فلمونومشهور نړیوال فستیوال نن پنجشنبې د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل کیږي.
د برلینالي فیستیوال اعلامیه وايي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي.
دا فستیوال د نړۍ له مهمو سینمایي فیستوالونو څخه ګڼل کېږي. د «نو ګوډ مېن» د فلم ډایرکټره شهربانو سادات په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتښتېده او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.
د برلینالي فیستوال په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي چې: "شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده."
شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی دی.
امریکایي چارواکی: متحده ایالات د پیسو په بدل کې په قطر کې میشت افغانان بیرته هیوادته ستنوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته چې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې قطرته لیږدولي او له څوکلونوراهیسې هلته میشت دي، د بیرته ستنولو په بدل کې هغوی ته د پیسو د ورکړې بهیرپیل کړی دی. دا خبره د جنوبي اومرکزي آسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پاول کاپورپرون چهارشنبې د امریکا د کانګرس غړیو ته په یوه غونډه کې وکړه. د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې دې چارواکي ویلي چې دغه بهیرد دې لپاره پیل شوی چې چارواکي غواړي هغه کمپ چې دغه افغانان پکې مشت دي د مارچ میاشتې ترپایه وتړي. د راپورله مخې د امریکا د پوځي اډې په دې کمپ له ۱۱۰۰ ډیرافغانان ساتل کیږي. د دغو افغانانو چې ډیری یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کارکړی او له دې ویرې چې طالبان ترغچ وانخلي قطرته لیږدول شوي، د بیامیشتیدو بهیریې په تیرکال کې د ولسمشرټرمپ ادارې وځنډاوه.
ښاغلي کاپور وویل چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو دا وړاندیز منلی خو ویلي یې دي چې نه پوهیږي چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو په صورت کې به له دوی سره څه پیښیږي. هغه زیاته کړه چې موږ نه غواړو چې افغانان په زوره بیرته هیوادته ستانه کړو.
دې چارواکي همدارنګه وویل چې متحدو ایالتونو له درېیمو هېوادونو سره هم د هغوی د بیا مېشتېدو په اړه خبرې کوي.
د پخوانیو سرتیرو او مدافع ډلو څخه جوړه د افغان ایواک په نوم ډلې مشرشاون وان ډایور رویترز ته وویل چې د لیږدول شویو اصلي غړي ته د ۴۵۰۰ ډالرو او د کورنۍ بل هرغړي ته یې د ۱۲۰۰ ډالر وړاندیز کیږي.
ډیموکراټانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او دا یې د افغان متحدینو پر وړاندې خیانت بللی.
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
د جرمني د جیولوژۍ سروې ادارې د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبرورکړی دی.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۴،۳ درجې ثبت شوی، مرکز یې د بدخشان د مرکز فیض آباد په ۶۷ کیلومترۍ کې وو.
دغه زلزله چې مرکز یې ترځمکې ۵۳ کیلومتره لاندی ثبت شوی، په سیمه ییز وخت بیګا د شپې شاوخوا دولس نیمې بجې شوې. تراوسه یې د زیانونو راپورونه ندي ورکړل شوي خو ویل شوي چې هغه له پولې اخوا د تاجکستان په کولاب سیمه کې چې د دې زلزلې مرکز ته نژدې سیمه ده، احساس شوې.
په افغانستان کې ترټولو خونړۍ زلزله د ریښترپه کچه ۶ درجې د تیرکال په دوبي کې په ختیځ کې وشوه چې ترټولو ډیرځاني او مالي زیانونه یې په کونړولایت کې واړول.
عراقچې: دتوغنديو تسلیحات امریکا سره د خبرو موضوع نه ده
دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايی دایران د توغندیو وسله "امریکا سره د خبرو موضوع نه ده او نه به وي."
عراقچي د چهارشنبې په ورځ دیوه حکومتي لاریون په ترځ کې ټینګار وکړ چې په ټکو یې هیڅوک نه شي کولای دایران په توغندیو تعرض وکړي.
خو دجرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده پول د چهارشنبې په ورځ وویل د اټومي پروګرام سربیره ، د ایران د بالستیک توغندیو د پراختیا پروژه هم دایران او امریکا ترمینځ دخبرو یوه بله موضوع ده.
د عمان پلازمینه مسقط کې دمتحدو ایالاتو او ایران ترمینځ دخبرو یو پړاو ترسره شوی او دبل پړاو نیټه ترواسه نه ده څرګنده.
خواجه اصف: تر روژې مخکې به افغانستان کې " تروریستانو " باندې بریدونه وشي
د پاکستان دفاع وزیر وايي پاکستاني ځواکونه به له روژې مخکې په ټکو یې افغانستان کې په تروریستانو بریدونه وکړي.
خواجه اصف پاکستاني رسنۍ ARY سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وویل که چیرې دغه عملیات وځنډول شي نو تاوان به یې ډیر وي.
خو هغه زیاته کړه چې دا یې خپل شخصي نظر دی او د تایید شویو معلوماتو په اساس دا خبره نه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د دفاع وزیر دغو څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی خو د دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دیکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل چې افغانستان نه غواړي چاته ضرر ورسوي خو په ټکو یې که څوک نا پاک نیت ولري نو مناسب ځواب به ورکړل شي او تاریخ دا خبره ثابته کړې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي خو کابل تل دا تور رد کړی او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو خلاف وکاروي.