د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

نړیوال جام؛ انګلستان نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شو


تصویر له ارشیفه، د افغانستان او انګلستان د کرکټ سیالي
تصویر له ارشیفه، د افغانستان او انګلستان د کرکټ سیالي

د کرکټ نړیوال جام په ۳۶مې سیالۍ کې انګلستان یو وار بیا ماتې وخوړه او په دې سره نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شول.

د تېر نړیوال جام اتلې انګلستان د اکټوبر په ۴مه نېټه له اسټرالیا سره سیالي ترسره کړه چې د ۳۳ منډو په توپیر یې وبایلله.

اسټرالیا چې لومړۍ پاڼۍ یې وکړه، په وروستي اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ۲۸۷ منډو هدف یې وټاکه.

یادې لوبډلې ته مارنوس لبیشاین ۷۱ منډې وکړې. د انګلستان لپاره کریس ووکس ۴ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان یو وار بیا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او ټول لوبغاړي یې په ۴۹م اور کې په ۲۵۳ منډو وسوځیدل.

د دې لوبډلې لپاره بین سټوکس او ډیویډ ملان نیمه سلیزې ووهلې، خو د اسټرالیايي ادم زمپا د ښې توپ اچونې له امله اسټرالیا بریالۍ شوه او نیمه پایلوبې ته لا نیږدې شول.

اوس مهال هندوستان او سویلي افریقا نیمه پایلوبې ته رسېدلې دي او اسټرالیا هم د لسو نومرو په لرلو سره درېیم مقام لري.

د څلورم مقام لپاره لا هم د نیوزیلینډ، پاکستان او افغانستان ترمنځ مقابله روانه ده چې په راتلونکو سیالیو کې به څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG