د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

نړۍ

د بایډن او السیسي له هوکړې سره سره د غزې او مصر پوله لا هم بنده ده

زرګونه ټنه مرسته چې د غزې او مصر په پوله بند پاتې ده.
زرګونه ټنه مرسته چې د غزې او مصر په پوله بند پاتې ده.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن غزې ته د مرستو رسولو لپاره له اسراییلو او مصر سره هوکړه وکړه، خو بیا هم نن زرګونه ټنه مرسته د غزې او مصر په پوله کې بنده پاتې شوه.

بایډن پرون وویل چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هوکړه ورسره کړې چې سر له سبا یا د اکټوبر له شلمې به د پیل په توګه شلو لاریو ته اجازه ورکوي چې غزې ته چې سخته بمبار شوې مرستې ورسوي.

هوکړه کې ویل شوي وو چې چارواکو ته به د لارو او سړکونو د رغونې لپاره وخت ورکول کېږي.

د مصر ولسمشر وایي، دوی سرحد نه دی بند کړی، خو په خبره یې پر فلسطین د اسراییلو څلور پړاوه بریدونو مجبور کړي چې د مرستو موټرو ته اجازه ورنه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زیلنسکي: له ډونالډ ټرمپ سره د مهمې کتنې پلان لرم

د اوکراین ولسمشر وايي چې په لنډ وخت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده د کتلو پلان جوړ شوی دی.

ولودیمیر زیلنسکي پرون (پنجشنبې) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د کي‌یف او مسکو ترمنځ د سولې د هوکړې د ترلاسه کولو په هڅو کې مهم رول لرلی شي.

ده، په خپل پیغام کې، چې أه ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، همداراز لیکلي، دا پرېکړه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د منشي، رستم عمروف، له هغه راپور وروسته شوې چې پکې له امریکايي چارواکو سره د وروستیو اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو ځینو سرچینو کییف پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي زیلنسکي د ډسمبر له ۲۸مې (د مرغومي اوومه) څخه د حساسو خبرو لپاره د فلوریدا ایالت او د مارالاګو استوګنځي ته سفر وکړي.

دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې زیلنسکي د ډونالډ ټرمپ له استازو، سټیو ویتکاف او جراد کوشنر، سره د ټیلیفوني تماس خبر ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان: د شري له امله مړینې ۸۸ سلنه کمې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي دي چې د شري له امله مړینې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۸۸ سلنه راکمې شوې دي، او د واکسیناسیون هڅو په همدې موده کې نژدې ۵۹ میلیونه انسانان له مرګه ژغورلي دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، (د ډسمبر په ۲۵مه) په په خبرپاڼه کې وویل، سره له دې اوږدمهالو لاسته راوړنو، د شري ناروغي یو ځل بیا په نړیواله کچه د زیاتېدو په حال کې ده او دا چاره د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د تېرو کلونو پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ کوي.

د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د شري شاوخوا ۱۱ میلیونه پېښې ثبت شوې دي، چې دا د واکسین په پوښښ او عامه روغتیايي سیستمونو کې د موجودو تشو څرګندونه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شري د خپرېدو د مخنیوي لپاره پکار ده چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه وګړي د شري د واکسین دوه پړاوونه ترلاسه کړي، خو دا هدف لا هم په ډېرو هېوادونو کې نه دی پوره شوی.

امریکا: د نایجریا په غوښتنه مو د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه کړي

نایجریا
نایجریا

د امریکا متحدایالتونه وایي چې د نایجریا د حکومت په غوښتنه یې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «اسلامي دولت» ډلې (داعش) پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په څلورمه) اعلان وکړ چې د امریکا پوځ د نایجریا د سوکوتو ایالت په قلمرو کې د داعش پر وسله والو پوځي عملیات کړي دي. د هغه په وینا، دا عملیات د سیمې د مسیحیانو پر وړاندې د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي په هدف شوي دي.

د امریکا د پوځ د افریقا قوماندانۍ (افریکام) هم تایید کړې چې دا هوايي بریدونه د نایجریايي چارواکو په همغږۍ ترسره شوي او په پایله کې یې د یادې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي. افریکام په یوه بیان کې، چې وروسته خپور او بیا لېرې شو، ویلي و چې دا عملیات د نایجریا د حکومت په رسمي غوښتنه ترسره شوي دي.


د استانبول پولیسو د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي په لړ کې ۱۱۵ کسان نیولي

د استانبول پولیسو د پنجشنبې په ورځ په امنیتي عملیاتو کې د «داعش» ترهګرې ډلې د غړیتوب په شک ۱۱۵ کسان نیولي دي.

دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د کرسمس د مراسمو او د نوي کال د لمانځنو پر مهال د احتمالي بریدونو په اړه خبرداري ترلاسه شوي وو.

د استانبول د عمومي څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، د ۱۳۷ شکمنو کسانو پر ضد د نیولو حکم صادر شوی و، چې تور پرې لګېدلی و د کال د پای د جشنونو په ترڅ کې د بریدونو د تنظیم هڅه یې کوله.

پولیسو د استانبول په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۲۴ ځایونو چاپې ووهلې، چې په پایله کې یې ۱۱۵ کسان ونیول شول او د پاتې ۲۲ شکمنو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.

د پلټنو پر مهال امنیتي ځواکونو لاسي وسلې، مهمات او یو شمېر اسناد هم کشف او ضبط کړي دي.

د څارنوالۍ دفتر ویلي چې یو شمېر نیول شوي کسان له هېواد څخه بهر په وسله‌والو نښتو کې د ګډون له امله پېژندل شوي وو، او د ځینو نورو پر ضد د ملي او نړیوالو ترهګریزو جرمونو په تړاو د توقیف حکمونه لا له وړاندې صادر شوي وو.

تر دې وړاندې، د انقرې ولایت امنیه قومندانۍ د دسمبر په ۱۹مه خبرداری ورکړی و چې داعش ښايي د نوي کال له شپې مخکې په انقره او استانبول کې بریدونه وکړي.

اسراییلي امنیتي چارواکي له ایران سره د همکارۍ په تور یو کس نیولی

د اسراییل امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو اسراییلي وګړی یې د ایران له استخباراتي ادارو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

د د اسراییل د پولیسو او داخلي استخباراتو، شین‌بت د ګډې خبرپاڼې له مخې، دا کس تورن دی چې د ایراني عناصرو په لارښوونه یې د حساسو سیمو نقشې او عکسونه اخیستل، چې پکې د اسراییل د پخواني صدراعظم نفتالي بنت د استوګنې ځای هم شامل دی.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي وروسته اخیستي تصویرونه د پیسو په بدل کې بهرنیو لورو ته لېږلي دي.

په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي

شمالي وزیرستان-ارشیف
شمالي وزیرستان-ارشیف

د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.

ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.

د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.

اسراییل وایي، د ایران جاسوس یې نیولی

د ایران او اسراییل بیرغونه
د ایران او اسراییل بیرغونه

اسراییل نن ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه اسراییلي د نیولو خبر ورکړ. دا کس څو ورځې وروسته تر دې نیول شوی دی چې ایران یو ایرانی اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

په اسراییل کې نیول شوی تورن کس څو څلویښت کلن دی چې په ریشون لتسیون ښار کې ژوند کوي.

د اسراییلي پولیسو او استخباراتو په ګډه اعلامیه کې راغلې دي چې پر دې کس د پخواني صدراعظم نفتالي بینت کور ته څیرمه عکس اخیست. په بیان کې ویل شوې دي چې دې سړي په خپل ښار کې د بیلابیلو ځایونو عکسونه اخیستې دي او د پیسو په بدل کې یې پلورلي دي.

اسراییل او ایران له اوږدې مودې راهیسې یو بل په جاسوسۍ تورنوي.

ترکیې د داعش ۱۱۵ غړي نیولي

استانبول
استانبول

د ترکیې د استانبول د لوی څارنوال دفتر نن وویل چې د اسلامي دولت( داعش) په لسګونو مشکوک غړي نیول شوې دي.

د استانبول د لوی څارنوالي دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي دي پولیسو معلومات ترلاسه کړې وو، چې د اسلامي دولت غړي په ترکیه کې پلان لري چې د کرسمس او نوي کال پر مراسمو حملې وکړي.

د دې څارنوالي د بیان له مخې پولیسو په استانبول کې یوسل او څلرویشت ځایونه پلټلي او له یوسل او اووه دیرش مشکوکو کسانو څخه یې یوسل او پنځلس نیولي دي. په بیان کې د یوشمیر تومانچو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د روسیې په جنوبي بندر کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي، چارواکي یې لامل د اوکراین برید بولي

انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د روسیې په جنوبي بندر تیمریوک کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي دي.

د کراسنوډر په سیمه کې د نننۍ اورلګېدنې لامل چارواکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید بللی دی.

رویټرز لیکلي چې د اور لمبو شاوخوا دوه زره متر مربع ځمکه نیولې وه.

په پیښه کې د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا د روسیې او اکراین ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پیښه ده، هغه جګړه چې اوسمهال یې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې ډېرې ګړندۍ شوي دي.

پاپ لېو کریسمس د هیلو جشن وباله او د نړیوالې سولې غوښتنه یې وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو د کریسمس یا حضرت عیسی د زېږېدو د کلیزې په مراسمو کې د نړیوالې مهربانۍ او سولې غوښتنه وکړه.

هغه پرون چهارشنبه ماښام په روم کې د کریسمس مراسمو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل، "کریسمس د هیلو جشن دی او مونږ د سولې په پیغام راوړونکو بدلوي."

له شدید ورښت سره سره زرګونه کسان د سنټ پېټر په میدان کې راټول شوي وو او د پاپ وینا یې د سړک پر سر لګول شویو بوردونو باندې له نژدې کتله.

د کریسمس مراسم په ټوله اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو عیسوي مذهبه ټولنو کې له پرون غرمې راهیسې پيل او د جمعې تر ماښامه دوام کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG