د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

افغانستان

د هرات د زلزلې د مړو شمېر له دېرشو او د ټپیانو شاوخوا ۶۰۰ تنو ته رسیدلی

یوه زلزله ځپلې سیمه
یوه زلزله ځپلې سیمه

په هرات کې د نننۍ زلزلې له امله د مړو شمېر دېرشو تنو ته پور شوی دی.

دا خبره په هرات کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس موسی عشقري ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې لږ تر لږه ۶۰۰ کسان ټپیان شوي او تر اوسه پورې ۱۲ کلي وران شوي دي.

عشقري اندېښنه وښوده چې ممکن تلفات تر دې هم لوړ ولاړ شي.

اخوا په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثاراحمدالیاس بیا ویلي، چې ممکن تر سلو ډېر کسان مړه شوي وي.

هغه بیا ویلي، چې پنځه سوه ټپیان تر دې دمه روغتون ته وړل شوي او ګڼ نور لا تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي.

په هرات کې نن تر غرمې مخکې زوروره زلزله وشوه، چې ګڼو شاوخوا سیمو کې یې هم ټکانونه حس شوي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي په لویدیځ کې سیمه ییزې مرستندویې ادارې له زیانمنو سره بیړنۍ مرستې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: په تېرو ۵ میاشتو کې د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

په افغانستان کې د غالیو یو دوکان
په افغانستان کې د غالیو یو دوکان

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي چې افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده پرون پنجشنبې کورنیو رسنیو ته وویل چې افغاني غالۍ امریکا، هند، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

یو مهال غالۍ د افغانستان په صادراتو کې مهمه ونډه لرله، خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان ډېرې غالۍ د پاکستان له لوري اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویندوی په عین حال کې وویل، که له هېواده بهرمېشتي افغان پانګه‌وال په افغانستان کې پانګونه وکړي، د ۵ کلونو لپاره به مالیه ورته معاف وي.

ده د دې پرېکړې هدف افغانستان ته د خپلو پانګو د لېږدولو لپاره د بهرمېشتو پانګه‌والو هڅول وبلل.

راپورونه ښيي چې ګڼ شمېر افغان پانګه‌والو، د دې لپاره چې طالبانو د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شمول پر خلکو ګڼ محدودیتونه لګولي، خپلې پانګې ګاونډیو هیوادونو ته انتقال کړي دي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دې رياست پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، غزني، کاپيسا، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، لغمان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتيکا، پکتيا، خوست، ميدان وردګ، باميان، سمنګان، بغلان او پروان ولايتونو کې به د جمعې په ورځ باران واوري.

د ورښت اندازه له ١٥ تر ٣٥ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې ادارې په عین حال کې په ځینو سیمو کې د شدیدو بارانونو له کبله د سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دی.

د اپرېل او مې د میاشتو د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا بغلان کې سلګونه کسان مړه شول.

د پېښور محکمې پولیس او امنیتي ځواکونه د افغان هنرمندانو له نیولو منع کړل

د پېښور عالي محکمه
د پېښور عالي محکمه

د پېښور عالي محکمې د یوه حکم په صادرولو پولیس او امنیتي ځواکونه د هغو افغان هنرمندانو له نیولو منع کړل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي دي.

د پېښور محکمې دا پرېکړه پرون د جون په شلمه، د کډوالو په نړیواله ورځ وکړه.

له محکمې څخه د تېر کال د اکټوبر په ۲۴مه نېټه ۱۴۷ افغان هنرمندانو غوښتي وو چې د دوی ځورول دې ودرول شي او پناه دې ورکړل شی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پر اساس، د ۲۰۲۱م په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو میلیون او ۶۰۰زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور
د افغانستان او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور

د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن هند افغانستان ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

د دې لوبې پچه یا ټاس هند وګاټه او د بېټېنګ کولو یا توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

هند ۱۸۱ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

په توپ اچونه کې راشد خان درې، فضل الحق فاروقي درې او نوین الحق یوه ویکټه واخیسته.

د سږ کال د شلو اوورونو نړیوال جام سیالۍ د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربه‌توب روانې دي او د دغه جام پایلوبه به د جون پر ۲۹ نېټه په ویسټ اینډیز کې وي.

نړیوال جام؛ افغانستان د هند پر وړاندې توپ اچونه کوي

د افغانستان او هند له مخکینۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او هند له مخکینۍ لوبې یو انځور

د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې نن پنجشنبه افغانستان او هند سیالي کوي.

د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په یولس کسیز ترکیب کې یو بدلون راغلی چې د کریم جنت پر ځای حضرت الله ځاځی غوره شوی دی.

د افغانستان بله سیالي راروانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش پر وړاندې ده.

بینېټ: افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخامخ دي

ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوالو د یواین‌ایچ‌سي‌آر یوه سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزو کارکوونکو سره د خبرو پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوالو د یواین‌ایچ‌سي‌آر یوه سیمه ییز دفتر کې د سیمه ییزو کارکوونکو سره د خبرو پر مهال

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو میلیونونو افغانانو قدردانی کوي چې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

بینېټ نن په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي چې که څه هم دغه افغانانو انعطاف منونکي دي، خو ډېری یې له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي مرستندوی صندوق د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګارکړی و.

دې صندوق نن په دې مناسبت پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا درک کوي چې ملیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پیښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.

دغه مرستندوی صندوق لیکلي چې د افغان کډوالو او بېځایه شویو لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او تالندې برښنا اټکل شوی

په پروان کې د مخکیني باران یو انځور
په پروان کې د مخکیني باران یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن او سبا د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او تالندې برښنا اټکل کړی دی.

دغه ریاست نن په یوه اطلاعیه کې لیکلي، چې د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، بغلان او پروان ولایت په بېلابېلو برخو کې به د باران سطحه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

په اطلاعیه کې ویل شوي چې د سالنګونو تر څنګ به په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې هم وي چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو وي.

د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار شوی

له پاکستانه ارزګان ته ستانه شوي افغان کډوالو خېمې
له پاکستانه ارزګان ته ستانه شوي افغان کډوالو خېمې

د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي وجهي صندوق د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دې صندوق نن پنجشنبې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا درک کوي چې میلیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پېښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.

دې صندوق په افغانستان کې د کډوالو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغوی لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.

د افغانستان لپاره د بسپنې دا ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو له‌خوا په ۲۰۲۱م کال کې تاسیس شو ترڅو په افغانستان کې بشري اساسي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د معلوماتو له مخې له دغه صندوق سره تراوسه د نړۍ څه باندې لسو هېوادونو د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بسپنې ژمنې کړې دي.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی: د افغانستان لوبډلې ته په کم نظر نه ګورو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی راهول ډراوېډ وایي، لوبډله به یې نن د افغانستان ټیم ته په "کم نظر" ونه ګوري.

فرانس پرېس د ډراوېډ د پروني خبري کانفرانس په حواله ویلي: "افغانستان د دغو لوبو په فارمټ کې یوه خطرناکه لوبډله لري او خپله وړتیا یې په نړیوال جام کې ښودلې ده."

ډراوېډ، چې د هند پخوانی بېټسمن یا توپوهونکی دی، دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان او هند سره مخامخ کېږي.

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ماتې ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز په وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان بله مسابقه راوانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش په وړاندې ده.

طالبانو نن پنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن پنجشنبه هم په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت پرون پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، دا چې پنجشنبه د اختر څلورمه او ورپسې د جمعې رخصتي ده، نو ځکه دغه ورځ هم عمومي رخصتي ده او رسمیات به د شنبې په ورځ پیلېږي.

که څه هم په اکثرو اسلامي هېوادونو کې تېره یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، خو طالبانو دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG