نړۍ
د نوبل د کیمیا جایزه؛ ځینو سویډني رسنیو یې د احتمالي ګټونکو نومونه خپاره کړي
د سویډن رسنیو نن د هغو کسانو نومونه څو ساعته مخکې تر دې خپاره کړل ،چې داسې ښکارې چې د نوبل د کیمیا جایزې ګټونکي به وي.
سویډنۍ ورځپاڼې داګینس نیهتر راپور ورکړ، چې د سویډن د ساینس د شاهي اکاډمۍ خبرپاڼه یې ترلاسه کړې ده، چې پکې د مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف نومونه یاد شوې دي.
دا ساینسپوهان په امریکا کې ژوند کوي.
د سویډن د نوبل د کیمیا کمېټې یوه متخصص بیا همدې سویډنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې تر اوسه څوک نه دې انتخاب شوي.
د اکاډمۍ یوه ویاند بیا په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ؛ هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړه وکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله مند چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړې ته ورسیږي.
هغه امریکايي ای بي سي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې باور لري راتلونکې اونۍ به له ایران سره هوکړې ته ورسیږي چې ورسره به د هرمز تنګی بیرته پرانستل شي.
ای بي سي شبکې د ټرمپ دغه مرکه پرون ناوخته پر ایکس خپره کړې ده.
د ټرمپ په ټکو، " له ایران سره هوکړه له پوځي بریا غوره ده".
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې د امریکا له خوا د هوکړې په شرایطو کې دوامداره بدلون د هوکړې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.
افغانستان له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي
افغانستان په رارونه سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي.
دغه خبر نن هندي رسنیو خپور کړی خو د افغانستان کریکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا لوبې په نوي ډیلي کې ترسره کیږي.
له دې مخکې د هند په کوربتوب د افغان او هندي کریکټ لوبډلو د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي
د اوکراین پر پلازمینه کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي چې د نن سهار په بریدونو کې د استوګنې سمیې په نښه شوي.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې ډیر شمیر لوړې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټولنیز پاڼو په یو پیغام کې ویلي،" د روسیې د احتمالي بریدونو په اړه امنیتي خبرداری په ځای دی او روسیې د لویو بریدونو لپاره ځان چمتو کړی دی".
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین پر تصمیم نیونکو او مهم سیمو د بریدونو خبرداری ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ : اسراییل «بیروت» ته ځواکونه نه استوي
وروسته له دې چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د تیلفوني مکالمې خبر خپور شو ، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې اسرائیلي ځواکونه به بیروت ته ولاړ نه شي.
هغه وویل : "د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو سره مې ډیر ګټور تماس درلوده، بیروت ته به ځواکونه ولاړ نه شي، او کوم ځواکونه چې په لار وو هغه هم بیرته ستنول کیږي. »
ټرمپ وړاندې ولیکل : «د لوړو استازو له لارې یې د حزب الله سره هم ښې خبرې ترسره کړي» او دغې ډلې منلې چې ډزې به نه کوي.
اکسیوس ویبسایت د دوشنبې په سهار د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د اسرائیلو او لبنان ترمینځ د اوربند لپاره د امریکا نوی زیار «ناکام» شوی دی.
تهران وایي، په اوس وخت کې له امریکا سره په خبرو کې د اټومي موضوع جزیات ندي شامل
د ایران د بهرنيو چارو وزارت وایي، په اوس وخت کې له متحدو ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
د دې وزارت ویاند اسماعیل باقري نن دوشنبې په تهران کې په خبري غونډه کې وویل: "موږ پوهېږو چې د اټومي مسایلو په اړه کله اقدام ضروري دی. د اټومي موضوع د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې. په اوس وخت کې زموږ لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، له تهران سره د واشنګټن د احمتالي هوکړې لویه برخه د ایران پر اټومي فعالیتونو راڅرخي.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوسټ کې د CNN شبکې هغه راپور رد کړ چې ګواکې د ټرمپ او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه د دغه هېواد اټومي موضوع نه رانغاړي.
ټرمپ لیکلي چې دغه هوکړه "ډېرپه واضحو ټکو بیانوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې تر لاسه نه کړي. بیا په ډېر تفصیل او قوي ډول د اټومي موضوع د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې کوي. په حقیقت کې، د هوکړه ډېره برخه همدا موضوع ده."
امریکا او ایران بیا پریوبل د بریدونو خبر ورکړی
په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې له دریدلي حالت سره مخ شوي، دواړو لورو د دوشنبې په ورځ وویل چې یو ځل بیا یې پر یو بل بریدونه کړي دي.
د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوبي برخه کې د رادار او د ډرون د کنټرول پر مرکزونو "د ځان دفاعي بریدونه" ترسره کړي دي. دا په څه باندې یوه اونۍ کې د دې ډول بریدونو دریمه پیښه ده.
پوځ ویلي چې دغه بریدونه د امریکا د MQ-1 Predator ډرون د راغورځولو په ځواب کې ترسره شوي دي.
تر دې لږ وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل چې هغوی هغه "هوايي اډه چې برید ترې شوی و" په نښه کړې، کومه چې د امریکا پوځ ترې کار اخلي. د ایران دولتي رسنۍ (IRIB) د دوشنبې په ورځ دا خبر ورکړ، خو د اډې ځای یې مشخص نه کړ. په عین حال کې کویټ چې د امریکا د یوې سترې پوځي اډې کوربه توب کوي، وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې څو توغندي او ډرونونه چې د دې هیواد هوايي قلمرو ته داخل شوي و، له منیځه وړي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په لبنان کې د روانې جګړې په اړه بیړنۍ غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په لبنان کې د جګړې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. دا وروسته له هغې چې د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې روان عملیات پراخ کړل او په سیمه کې یې د منځنۍ پیړۍ اړوند یوه تاریخي کلا ونیوله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ډیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې دا غونډه د فرانسې په غوښتنه رابلل شوې او د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون ویلي چې "هیڅ شی د لبنان په جنوب کې روان ستر پوځي عملیات نشی توجیه کولای". نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو ژمنه کړې چې په لبنان کې به نور هم وړاندې لاړ شي او د یکشنبې عملیات یې د حزب الله پر ضد په روان کمپاین کې "یو ډراماتیک بدلون" بللی دی.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې د درولو لپاره اوربند د اپرېل په ۱۷مه نافذ شوی و خو هېڅکله هم په بشپړه توګه نه دی عملي شوی. دواړه خواوې هره ورځ یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او خپل بریدونه د مقابل لوري د ادعا شویو سرغړونو په پلمه توجیه کوي.
رویال چلنجرز بنګلور د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله
د هند د کرکټ د غوره لیګ پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجراټ ټایټنز تر منځ وشوه.
په دې لوبه کې د ګجرات ټیم د ۱۵۶ منډو هدف ورکړی وو.
په ځواب کې یې د بنګلور ټیم وتوانېد یاد هدف په اتلسم اوور کې پوره او اتلولي ته ورسیږي.
دا دویم وار دی چې د رویال چلنجرز بنګلور ټیم اتلولي ګټي.
تېر ۲۰۲۵ کال هم دغه ټیم د هند په غوره لیګ کې اتلولي خپله کړې وه.
د نن شپې په لوبه کې د هند او نړۍ پيژندل شوي کرکټر ویراټ کوهلي ۷۵ چټکې منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. هغه په دې لوبې سره د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.
د ګجرات لوبډلې په ترکیب کې افغان ستوری لوبغاړی راشدخان هم وو. راشدخان که څه هم د سیال ټیم دوه لوبغاړي وسوځول او د ټولو بالرانو په نسبت یې کمې منډې ورکړې خو خپل ټیم یې له ماتې ونه شو ژغورلی.
قالیباف: تهران به هیڅ یوه هوکړه ونه مني چې د ایران حقونه پکې خوندي شوې نه وي
د ایران سترمرکچي او د دې هیواد د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف وایي، تهران به له متحدو ایالتونو سره هیڅ یوه هوکړه ونه مني که د ایران ټول حقونه پکې خوندي شوي نه وي. قالیباف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې واشنګټن د سختو شرایطو وړاندیز بیرته تهران ته استولی دی. نیویارک ټایمز اواکسیوس رسنیو د باخبره سرچینو له قوله د شنبې په ورځ د دې موضوع خبر ورکړ، خو داچې په دغه نوي وړاندیز کې څه سخت شرطونه وضع شوي، نورجزیات ندي په ډاګه شوي. ښاغلي قالیباف په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي ټلویزیون نن خپرې کړې وویل: "موږ به ترهغو هېڅ یوه هوکړه ونه مني تر څو پورې ډاډه شوي نه وي چې د ایران د ولس حقوق خوندي شوي دي."
ولسمشرټرمپ ویلي چې د ده په لومړیتوبونو کې د ایران له خوا اټومي وسلو ته د نه پراختیا ورکول او د کشتیو پرمخ د هرمز تنګي بیرته پرانیستل شامل دي.
د اسراییل پوځ وایي، د لبنان په جنوب کې یې ځمکني عملیات پراخ کړي دي
د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې خپل ځمکني عملیات نورو سیمو ته هم پراخ کړي او ځواکونه یې له لیتاني سیند څخه اوښتي دي. پوځ په یوه بیان کې وویل: د دغه هېواد "د پام وړ شمېر" ځمکني ځواکونو د "مخکینۍ دفاعي کرښې" د پراخولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس ډېرو نورو سیمو ته غځېدلي دي.
دغه بیان دوه ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د اسرائیل ځواکونه د لیتاني سیند څخه چې د اسرائیل او لبنان د ګډې پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، تېر شوي دي.
په ورته وخت کې، د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د لبنان په جنوب کې د شقیف په نوم څوکه چې د منځنۍ پېړۍ لرغونې ستراتیژیکه کلاده، نیولې او د هغې پر سر یې د اسرائیل بیرغ پورته کړی. هغه دغه سیمه "د الجلیل د ښارګوټو او د اسرائیلي ځواکونو د امنیت لپاره له مهمو ستراتیژیکو نقطو" څخه وبلله.
د اسرائیل او د ایران ملاتړې حزب الله ترمنځ اوربند د اپرېل له ۱۷ په رسمي ډول نافذ شوی، خو په عمل کې نه دی مراعات شوی او دواړه لوري پر یو بل د سرغړونې تورونه لګوي.
د لبنان صدراعظم نواف سلام د شنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ چې د لبنان په جنوب کې د "سوځول شوې ځمکې سیاست" عملي کوي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې له ۳ زرو ۳۷۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.