د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۰۹

نړۍ

پاکستان: مشهور ژورنالست عمران ریاض خان له ۴ میاشتې لادرکۍ وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

عمران ریاض خان له خبل مدافع وکیل سره - تصویر له ارشیفه
عمران ریاض خان له خبل مدافع وکیل سره - تصویر له ارشیفه

د پاکستان یو وتلی ژورنالست عمران ریاض خان له څه باندې څلور میاشتې لادرکۍ وروسته نن له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ریاض خان تېره مې میاشت د پنجاب د سیالکوټ په هوایي ډګر کې وروسته تر هغه ونیول شو، چې په یوه ویډیويي پیغام کې یې وویل، د کار کړۍ پرې تنګه شوې ده او غواړي هېواد پریږدي.

معلومه نه ده، چې نوموړی د لادرکۍ پر مهال چیرته و، خو اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د پخواني صدر اعظم عمران خان دغه ملاتړی ژورنالست په غالب ګمان له استخباراتي ادارو سره و.

د پاکستان یوه بل مشهور خبریال حامد مير تایید کړې، چې عمران ریاض خان په لاهور کې خپل کور ته رسیدلی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې له موندنو سره سم، پاکستان د ژورنالستانو لپاره خوندي هېواد نه بلل کیږي او په دې وروستیو کې څو ځله پر خبریالانو او فعالانو د امنیتي ادارو له خوا چاپې وهل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زیلینسکي د بایډن په بلنه امریکا ته سفر کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په پام کې لري نن د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په بلنه امریکا ته سفر وکړي.

هغه به سبا سې شنبه سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.

زیلینسکي تر دې مخکې د لاتینې امریکا له رهبرانو سره د کتنې لپاره ارجنټاین ته تللی و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر بایدڼ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې چې د سې شنبې ورځ ورسره وګوري.

د هغې په وینا، په دې کتنه کې به بایډن د اوکراین د وګړو د ملاتړ لپاره د امریکا پر کلک تعهد ټینګار وکړي.

د اعلامیې له مخې د اوکراین دغه وګړي د اوکراین د ظالمانه یرغل په وړاندې د ځانونو دفاع کوي.

د زیلینسکي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کتنه کې به د واشنګټن او کییف ترمنځ پر دفاعي همکاریو تمرکز وشي، په ځانګړي ډول د وسلو او د هوايي مدافع د دستګاوو د تولید پر ګډو پروژو.

د اروپایي ټولنې یو کارکوونکی په تهران کې د جاسوسۍ په تور محاکمه شوی

 ۳۳ کلن یوهان فلودروس د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې د تهران پر هوايي ډګر ایران ته د شخصي سفر پر مهال ونیول شو.
۳۳ کلن یوهان فلودروس د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې د تهران پر هوايي ډګر ایران ته د شخصي سفر پر مهال ونیول شو.

د اروپایي ټولنې یو کارکوونکی چې د سویډن وګړی دی، په تهران کې د جاسوسۍ په تور محاکمه شوی دی.

د اروپايي ټولنې او د سویډن د بهرنیو چارو وزارت پرون دا خبر ورکړی دی.

په ایران کې د رسنیو راپورونه وايي، ۳۳ کلن یوهان فلودروس د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې د تهران پر هوايي ډګر ایران ته د شخصي سفر پر مهال ونیول شو.

له هغې راهیسې دی د نورو نیول شویو ایراني مخالفانو او اعتراض کوونکو په څېر په ایوین زندان کې ساتل کېږي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وايي، پرون چې محاکمه پیل شوه، یو وتلی سویډنی ډيپلومات هم په محکمه کې حاضر و، خو د محاکمې په بهیر کې د حضور اجازه ورنه کړل شوه.

د سوریې پوځ: د هوايي مدافع دستګاه مو د اسراییلو یو توغول شوی میزاییل نسکور کړی

سوریې د ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې اسراییلو پر دمشق توغندي توغولي وو. January 21, 2019
سوریې د ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې اسراییلو پر دمشق توغندي توغولي وو. January 21, 2019

د سوریې پوځ وايي چې د هوايي مدافع دستګاه یې د اسراییل یو میزاییل چې د پلازمېنې دمشق د مربوطاتو پر لوري توغول شوی و، ویشتلی او نسکور کړی دی.

د سوریې د پوځ په وینا دغه میزاییل تېر ماښام د اسراییل له خوا د اشغال شویو ګولان غونډیو له لوري ویشتلی و.

د سوریې پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي نورو میزاییلو چې مخه یې نه ده نیول شوې، ځینې زیانونه اړولي دي.

اسراییل له زیاتې مودې راهیسې په سوریه کې ځینې اهداف په نښه کوي، خو په دې باب زیات وخت په څرګنده خبرې نه کوي.

د اسراییل ځواکونه د غزې جنوب کې د خان یونس ښار ته رسېدلي

غزه کې د اسراییلو د ځواکونه د عملیاتو یو انځور
غزه کې د اسراییلو د ځواکونه د عملیاتو یو انځور

د اسراییل ټانکونه پرون د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس ښار ته ورسېدل.

دا په دې جګړه کې د اسراییلي ځواکونو یو نوی لوی ګام یادېږي.

اخوا د غزې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی اعلان کړی چې په پيل شوې جګړه کې تر دې دمه ۱۸زره کسان وژل شوي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر سازمان په توګه ګڼل کېږي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د حماس ګڼ جنګیالي تسیلم شوي او دوی نور هم هڅوي چې ورته کار وکړي.

خو حماس دا ادعا رد کړې ده.

نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د مسکو په 'اسراییل ضد' دریځ ناخوښي ښودلې

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو د حکومت لخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون د ډسمبر ۱۰مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال په ملګرو ملتونو کې د مسکو د استازي د 'اسراییل ضد' دریځ څخه ناخوښي څرګنده کړه.

د اسراییلو په بیان کې دا هم ویل شوي روسیې په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې د جمعې په ورځ د امریکا له خوا ویټو شو.

د اسراییلو په یوه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې نتنیاهو له پوتین سره په خبرو کې له ایران سره د روسیې پر خطرناکه همکارۍ نیوکه کړې ده.

کرملین اعلان وکړ چې روسیه چمتو ده د ملکيانو د کړاوونو او د شخړو او جګړو د کمولو لپاره هر ډول ممکنه مرستې وکړي.

زیلینسکي د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د لاتینې امریکا له ملاتړه مننه کړې

د عکس ښي لور ته د ارجنټاین ولسمشر جاویېر میلري او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د عکس ښي لور ته د ارجنټاین ولسمشر جاویېر میلري او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

لاتینې امریکا ته په خپل لومړني سفر کې د اوکراین ولسمشر د دې سیمې له مشرانو مننه وکړه چې د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د دوی ملاتړ کوي.

ولودومیر زیلینسکي دغه څرګندونې د ارجنټاین پلازمېنه بونیس ایرس کې د ایکوادور، پاراګوې له مشرانو سره تر لیدنې وروسته کړي.

هغه ویلي، د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ لپاره په جګړه کې د اوکراین له خلکو د لاتینې امریکا واحد او قوي ملاتړ ډېر مهمه دی.

زیلینسکي د ارجنټاین د ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره هغه هېواد ته تللی دی.

د بنګله‌دېش د اپوزیسیون د یو عمده ګوند پنځه غړي په زندان کې مړه شوي

په بنګله دېش کې د رانو اعتراضون یوه څنډه
په بنګله دېش کې د رانو اعتراضون یوه څنډه

په بنګله‌دېش کې چارواکي وايي، د بنګله‌دېش د اپوزیسیون عمده ګوند پنځه غړي په تېرو دوو اوونیو کې په زندان کې مړه شوي دي.

دا خبره د دغو کسانو خپلوانو هم کړې ده.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې په بنګله‌دېش کې د راروانې میاشتې عمومي ټاکنو په درشل کې په زرګونو کسان لارو سړکونو ته په اعتراض راوتلي دي.

د بنګله‌دېش ملتپال ګوند یا 'بي این پي' د جنورۍ د اوومې نېټې ټاکنې بایکاټ کړي او د صدارعظمې شیخ حسینه بیا ټاکل کېدل یې قاطع کړي دي.

دغه ګوند وايي، د اکټوبر پر ۲۸مه په پلازمېنه ډاکه کې د اپوزیسیون تر پراخ لاریون وروسته د پنځو اوونیو پر مهال یې د ناڅاپي فشارونو له کبله ټول مشرتابه او څه باندې ۲۰زره سیاستوال نیول شوي دي.

پولیسو دغه ارقام تایید کړي نه دي، خو دا یې هم نه دي ویلي چې څوک کسان نیول شوي دي.

د ایران او عربستان ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیل په اړه رسمي خبرې پیلېږي

د ایران او عربستان بیرغونه
د ایران او عربستان بیرغونه

ایران او سعودي عربستان به راراونه اوونۍ د تهران او ریاض یا هم نورو ښارونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بیا پیل په باب رسمي خبرې پیل کړي.

د ایران یوه چارواکي نیمه رسمي خبري اژانس ایلنا ته نن یکشنبه دا خبره کړې ده.

د منځني ختیځ د دغو دوو سیالانو ترمنځ د منظمو الوتنو پیل به د اړیکو جوړولو پر لار بل ګام وي.

په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي عربستان خپلې اړیکې د څو کلونو تر کړکېچ وروسته بېرته ورغولې.

دغه کړکېچ ټولې سیمې ته خطر پېښ کړی و.

د غزې جنوب کې د جګړو دوام؛ په همدې سیمه کې سلګونه زره ملکیانو پناه اخیستې

د غزې جنوب کې د جګړو له کبله زرګونه کسانو پناه اخیستې ده.
د غزې جنوب کې د جګړو له کبله زرګونه کسانو پناه اخیستې ده.

د اسراییل ځواکونه نن یکشنبه د غزې د جنوب د هغو سیمو پر لوري د مخګې تګ په حال کې دي چې په سلګونو زره ملکیانو هلته له بمباریو او له حماس افراطي ډلې سره د سختو جګړو له کبله پناه اخیستې ده.

بلخوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز وايي، هېواد یې دې ته اړتیا لري چې په غزې تړانګه کې خپل پوځي کمپاین لا شدید کړي.

هرزي هالیوي پرون شنبه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې هغه پرېکړه لیک رد یا ویټو کړ، چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ یې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کوله.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د بشري حقونو څار یوه ډله: د سوریې د بمبارۍ له کبله پنځه ملکیان وژل شوي

ارشیف: د سوریې پر یوې سیمې د شوې بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.
ارشیف: د سوریې پر یوې سیمې د شوې بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې پوځ پرون پر هغه ساحه چې د یاغیانو وروستی مرکز ګڼل کېږي، بمباري کړې او پنځه ملکیان یې وژلي دي.

په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې د رژیم ځواکونو په ادلب او سارمین کې د استوګنې سیمې او صنعتي ساحې په نښه کړي دي.

د دې ډلې په وینا، په دې پېښه کې ۲۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه څارونکې ډله وايي، په ادلب او سارمین کې وژل شوي او په نورو ساحو کې ټپي شوي کسان ملکیان دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، چې په وژل شویو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

د دغه اژانس په وینا هيئة تحرير الشام ډله چې په سوریه کې یې د القاعده شبکې پخوانۍ څانګه رهبري کوي، د ادلب ولایت پر زیاخو برخو او د حلب، حما او لاذقیه ولایتونو پر ځینو ساحو کنټرول لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG