نړۍ
اسیا جام؛ د هند او سریلانکا ترمنځ پایلوبه پیل شوه

د کرکټ د اسیا جام سیالیو پایلوبه د هندوستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.
د دې سیالیو پچه اچول شوې چې د سریلانکا لوبډلې ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې.
له سریلانکا څخه وروستي رپوټونه وایي، د ورځې له سهاره ورښت ورېدلی چې سیالي یې نېږدې یو ساعت ځنډولې وه.
د ورښت له امله د لوبې په اورونو کې کوم کمی نه دی راغلی او پوره ۵۰ اوره لوبه به کېږي.
ویل کېږي چې د ورځې په اوږدو کې د نورو ورښتونو اټکل هم شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان: مشهور ژورنالست عمران ریاض خان له ۴ میاشتې لادرکۍ وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

د پاکستان یو وتلی ژورنالست عمران ریاض خان له څه باندې څلور میاشتې لادرکۍ وروسته نن له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ریاض خان تېره مې میاشت د پنجاب د سیالکوټ په هوایي ډګر کې وروسته تر هغه ونیول شو، چې په یوه ویډیويي پیغام کې یې وویل، د کار کړۍ پرې تنګه شوې ده او غواړي هېواد پریږدي.
معلومه نه ده، چې نوموړی د لادرکۍ پر مهال چیرته و، خو اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د پخواني صدر اعظم عمران خان دغه ملاتړی ژورنالست په غالب ګمان له استخباراتي ادارو سره و.
د پاکستان یوه بل مشهور خبریال حامد مير تایید کړې، چې عمران ریاض خان په لاهور کې خپل کور ته رسیدلی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې له موندنو سره سم، پاکستان د ژورنالستانو لپاره خوندي هېواد نه بلل کیږي او په دې وروستیو کې څو ځله پر خبریالانو او فعالانو د امنیتي ادارو له خوا چاپې وهل شوي دي.
د اوکراین د خرسون والي: د روسیې پرونیو راکټونو ۲ تنه وژلي او ۸ نور ټپیان کړي دي

د اوکراین د خرسون سیمې والي وايي، د روسیې په پرونیو راکټي حملو کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۸ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین وسلوالو ځواکونو ویلي، دوی په ختیځ او جنوب کې د روسیې د پرمختګ مخنیوي ته دوام ورکوي.
ولسمشر ولودمیر زلینسکي په دواړو سیمو کې د درې میاشتنیو عملیاتو پر مهال د اوکرایني ځواکونو بریاوې ستایلي دي، خو د نویو پرمختګونو په باب یې اشارې ورنه کړې.
د خرسون والي الکساندر پرودکودین په ټلګرام کې لیکلي، د روسیې تر ولکې لاندې د دنیپرو سیند له ختیځې غاړې د توغول شویو توغندیو له کبله د دغه سیند په لوېدیځه غاړه کې یو شخصي کور په نښه شوی دی.
د هغه په وینا، په لفوف کلي کې یو سړی وژل شوی هم دی.
پنځه کسان د خرسون پر مرکزي ښارګوټي په هوايي حملو کې ټپیان شوي او ودانیو ته د پام زیان اوښتی دی.
د سربیا ولسمشر د کاسوو د سرب ټبره پولیس افسر په وژل کیدو د هغه هېواد صدراعظم ملامت وباله

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ پرون ناوخته د کاسوو د یوه پولیس افسر وژنه وغندله، خو د دې پېښې ملامتي یې د کاسوو پر صدراعظم البین کورتي واچوله.
وچیچ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، په کاسوو کې سرب ټبره وګړي نه غواړي نور د کورتي ترور وګالي.
هغه ویلي د کاسوو په شمال کې د نورو وژل شویو کسانو تر څنګ د وژل شوي البانیايي ټبره پولیس له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
وچیچ په دې پېښه کې د سربیا دخالت رد کړ.
پرون تر دې مخکې د کاسوو صدراعظم کورتي په یوه کنفرانس کې وویل، چې د دغه هېواد په شمال کې لږ تر لږه ۳۰ په وسلو سمبالو کسانو، حرفوي خلکو، پوځيانو او پولیسو ته چې د کازوو د پولیسو له خوا کلابند شوي وو، د ده له خوا د کاسوو امنیتي ادارو ته د تسلیمېدو بلنه ورکړل شوه.
په سیمه کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ټیم تر دې مخکې د کاسوو په شمال کې د ډزو د دوام خبر ورکړی و.
د کاسوو پولیس وايي پرون د شخړې پر مهال درې حمله کوونکي وژل شوي او شپږ کسان نیول شوي، چې دوه یې حمله کوونکي دي.
پاکستان کې د ریلګاډو ټکر؛ لږ ترلږه ۲۹ تنه ټپیان دي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د دو ریلګاډو د ټکر په پیښه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان برسیرن ټپیان شوي دي.
چارواکو وویل، دا پیښه پرون سهار لاهورښار ته نژدې په قلعه ستارشاه Qila Sattar Shah تم ځای کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې مسافروړونکي میان والي Mianwali Express ګړندي ریلګاډي په دې تم ځای کې له دریدلي یوه باروړونکي ریل سره ټکروکړ.
د ژغورنې د ادارې ویاند فاروق احمد وویل چې تراوسه د دغه ټکرعلت ندی څرګند او زیاته ېې کړه چې دوه مسافر د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د راپورله مخې، په پاکستان کې د ریلګاډو دا ډول پیښې ډیرې پیښیږي چې هرکال د په سلګونو کسانو ژوند اخلي.
شمالي وزیرستان کې یو پاکستاني سرتېری وژل شوی

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې یې يو سرتيری وژل شوی دی.
د پوځ عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ځواکونو یې پرون/ شنبې په ميرعلي کې د وسله والو پر ضد عمليات کول چې برید پرې وشو.
ټي ټي پي د دې حملې مسوولیت منلې او ادعا یې کړې، چې پر دغه ورځ یې په دوو حملو کې ۱۵ پاکستاني پوځيان وژلي یا ټپیان کړي دي.
په پاکستان کې ورته بریدونه په وروستیو کې زیات شوي، چې چارواکي پکې د ملامتۍ ګوته د افغانستان لور ته هم نیسي او ادعا کوي، چې برید کوونکي هلته خوندي پټنځایونه لري.
په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت بیا په دې اړه ادعاوې ردوي او وایي پاکستاني چارواکي دې د تور لګولو پر ځای د خپل امنیت ساتلو ته پاملرنه وکړي.
د قره باغ د بېلتون غوښتونکو مشر: ۱۲۰ زره ارمنیان د اذربایجان له واک لاندې سیمو ارمنستان ته کډه کیږي

د نګرنو قره باغ د بېلتون غوښتونکو مشر نن (یکشنبه) وویل چې د دې سیمې یولکو ۲۰ زره ارمنیان، چې د اذربایجان تر واک لاندې خپل ژوند په خطر کې ویني، ارمنستان ته کډه کېږي.
له دې سره هممهاله، د ارمنستان صدراعظم تایید کړه چې ممکن د نګرنو قره باغ ارمنیان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي او ارمنستان یې منلو ته هرکلی کوي.
د اذربایجان پوځ تېره اوونۍ په یو لړ چټکو عملیاتو کې، چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ، د نګرنو قره باغ د سیمې ارمنیان اړ ایستل چې تسلیم شي.
اذربایجان ویلي، چې دا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کوي او ارمنیانو ته د هغوی د حقونو د رعایتولو ډاډ ورکوي.
د کوزوو صدراعظم: یو پولیس مو په تروریستي اقدام کې وژل شوی

د کوزوو صدراعظم البین کورتي وايي، چې په یوه جنايي او تروریستي اقدام کې د کوزوو یو پولیس د دغه هېواد په شمال کې چې زیات وګړي یې صرب ټبره دي، وژل شوی او بل تن ټپي دی.
هغه نن یکشنبه ویلي، چې دغه نښته د پولیسو او هغو مخ پټو کسانو ترمنځ سهار وختي درې بجې شوې، چې درنې وسلې ورسره وې.
د کوزوو صدراعظم ویلي، دا پېښه د هغو تنظیم شویو جرمونو له کبله شوې، چې بلګراد یې سیاسي او مالي ملاتړ کوي او د ده دولت یې په نښه کړی دی.
سربیا تر اوسه د خپل پخواني ولایت کوزوو خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې.
کوزوو چې ډېری وګړي یې البانیايي ټبره دي، په ۲۰۰۸م کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه.
د اسراییلو برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین خبري اژانس وفا (WAFA) وايي، په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین دوه وګړي نن سهار د اسراییلي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي.
اژانس وايي، دغه دوه کسان په طولکرم کې د نور شمس په نوم د کډوالو په کمپ کې د عملیاتو پر مهال پر سر په ډزو ویشتل شوي دي.
د اسراییل پوځ وايي، یو سرتېری یې د شخړو پر مهال برسېرن ټپي شوی دی.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي د دوی پوځیانو په یوه ودانۍ کې د سوق او ادارې یو مرکز کشف او په زیاته پیمانه چاودېدونکې وسیلې ضبط کړي دي.
د اوکراین د غنمو دویمه کښتۍ د تور سمندرګي له لارې ترکیې ته ورسېده

د اوکراین په غنمو بار دویمه کښتۍ نن یکشنبه د تور سمندرګي له لارې ترکیې ته ورسېده.
د سمندري ټرافیکو څارونکو ویبپاڼو ویلي، که څه هم روسیې خبرداری ورکړی و، چې له خپل ګاونډ څخه پر هر ډول تېرېدونکې کښتۍ به حمله کوي، خو دغې کښتۍ بیا هم ترکیې ته ځان رسولی دی.
په دې کښتۍ کې ۱۷زره ۶۰۰ ټنه غنم بار و، چې تېره جمعه د اوکراین د چورنو-مورسک ښار له بندره د مصر په نیت روانه شوې وه.
اوکراین بې له دې چې د نړیوالو اوبو له لارو کار واخلي، یوه نوې سمندري لار ازمويي، چې د ناټو د غړو هېوادونو بلغاریا او رومانیا له خوا کنټرولېږي.
وروسته له هغې چې روسیه د اوکراین د غله جاتو د صادراتو له هغه تړون نه چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه، ووتله، اوکراین پر بدیلو لارو غور پیل کړ.
د کرویشیا پولیسو د فوټبال ۹ مینه وال د تېرې میاشتې د ګډوډیو په تور نیولي

د کرویشیا پولیسو د فوټبال نهه تنه مینه وال په یونان کې د تېرې میاشتې په خونړي تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د کرویشیا HRT ټلویزیون پرون د سپټمبر ۲۳مه نېټه راپور ورکړ، چې د دینامو زاګرب د فوټبال د کلپ لس تنه مینه وال د اروپايي ټولنې د یوه حکم په اساس تر تعقیب لاندې وو، چې نهه تنه یې نیول شوي او د یوه بل د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.
HRT د کرویشیا د عدلیې وزارت په حواله خبر ورکړی، چې دا کسان د بدو آبي هلکانو په نوم د هغې ډلې غړيتوب لري چې د یونان په پلازمېنه آتن کې د تېرې میلادي میاشتې په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن دي.
په دې تاوتریخوالي کې یو تن وژل شوی و.