نړۍ
مکرون: د روسیې بیرغ به د پاریس په المپیک لوبو کې ښکاره نه شي
![د روسیې بیرغ](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-56e5-08db9b495ce0_cx16_cy1_cw39_w250_r1_s.jpg)
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبې ټینګار وکړ چې د روسیې بیرغ به د پاریس د المپیک په لوبو کې ښکاره نه شي ځکه روسیه اوسمهال جنګي جرمونه ترسره کوي.
مکرون دغه څرګندونې سپورټي لیکوایپ ورځپاڼې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امکان شته چې روسي ورزشکاران په بې پرې توګه د پاریس په لوبو کې ګډون وکړي، وکړې.
مکرون وویل، دی هیله من دی چې د المپیک نړۍ دغه عادلانه پرېکړه وکړي او زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د لوبو په کوربه هېواد پورې نه بلکې د المپیک نړیوالې کمېټې پورې تړلې ده.
پاریس به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جولای له ۲۶ نه د اګست تر یولسمې پورې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د چاکو ګوزارونه شوي
![](https://gdb.rferl.org/c83c3f01-6120-4d06-8067-6ab730531b18_w250_r1_s.png)
د بالیووډ په ستوری سیف علي خان باندې په ممبۍ کې په خپل کور ګې دننه د چاکو ګوزارونه شوي.
د هندی رسنیو په وینا ۵۴ کلن سیف علی خان د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۳:۳۰ بجو په ممبۍ کې په خپل کور کې د نا معلومو افرادو له خو د چاکو په ګوزارونو ټپي شوی دي.
د بالیووډ یاد ستوری اوس مهال په ممبۍ کې نږدې د لیلاوتي روغتون ته یوړل شوی او ویل کیږي چې جراحي عملیات یې تر سره کیږي.
راپورونه کې راغلي چې سیف علي خان پر بدن د چاکو شپږ ټپونه لری، چې دوه یې ژور دي چې یو ټپ د ملا تېر ته نژدې دی.
پولیسو د پېښې په هکله تحقیقات پیل کړي دي.
د بریتانیا صدراعظم اوکراین ته لاړ
![له کیڼې خوا: د اوکراین ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم](https://gdb.rferl.org/d2ab7b60-89b2-4d10-b9df-8251f9a5de6b_w250_r1_s.jpg)
د بریتانیا صدر اعظم کییر سټارمر نن پنجشنبه اوکراین ته ورسېد.
د بریتانیا حکومت ویلي چې سټارمر به په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره د " سل کلنې ملګرتیا" تړون لاسلیک کړي.
په دغه تړون کې له اوکراین سره په دفاعي، علمي، د انرژۍ او سوداګریزې بپه برخو کې ژمنې شاملې دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا واک ته له رسېدو وروسته اوکراین ته د بریتانیا د صدر اعظم لومړنی سفر دی.
هغه په ۲۰۲۳ هم اوکراین ته تللی و، خو هغه مهال د بریتانیا د اپوزیسیون مشر و.
بریتانیا له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین نژدې ملاتړې ده او تراوسه یې د اوکراین شاوخوا پنځوس زره سرتیري روزلي دي.
بایډن د خپل ځایناستي په اړه اندېښنه ښکاره کړه
![حو بایډن](https://gdb.rferl.org/717dc15c-d0a4-49b6-8309-41eb1819641f_w250_r1_s.jpg)
د امریکا ولسمشر جوبایډن ولس ته د خدای پامانۍ په وینا کې د متحدو ایالتونو د راتلونکې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
هغه تېره شپه په یوه پنځلس دقیقه یې وینا کې چې ممکن له ولس سره یې وروستۍ خبرې وي، په امریکا کې د " الیګارشي " خبرداری ورکړ.
الیګارشي د حکومت داسې یوه بڼه ده چې په هغه کې واک د یوې وړې ډلې په لاس کې وي.
د بایډن په خبره دغه وضعیت د امریکا ډیموکراسۍ ته یو ګواښ دی.
ټاکل شوې بایډن د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه واک خپل ځای ناستي، منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پریږدي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن بې له دې چې د ټرمپ نوم یاد کړي، د خپل ځای ناستي په اړه اندیښنه ښودلې ده.
د ایران روزنیزې الوتکې له تخنیکي ستونزو لویدلې؛ درې سرتیري وژل شوي
![د لویدلې روزنیزې الوتکې پاتې شوني](https://gdb.rferl.org/869ddb10-7c87-46ed-973e-23b3aba85584_w250_r1_s.jpg)
په ایران کې د یوې روزنېزې الوتکې د لویدو پېښه کې د دې هېواد درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
د ایران د پولیسو د معلوماتو مرکز نن چهارشنبه د مورخې په (۲۶) مه، رسنیو ته وویل چې هغه روزنیزه الوتکه چې د مهرآباد له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، تهران ته د راستنیدو په لاره کې نسکورې شوې ده.
دغه مرکز ویلي دي چې دغه روزنیزه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ایران چې په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، د څو هوايي پیښو شاهد دی او د دې هیواد چارواکي د الوتکو د پرزو په جوړولو کې له ستونزو شکایت کوي.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي هم د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د دې هېواد د څو نورو چارواکو سره یوځای ووژل شو.
د امریکا دفاع وزارت ته نوماند: له افغانستان څخه وتل یو لویه ناکامي وه
![](https://gdb.rferl.org/159dee3c-0d22-4e35-8ce1-9fc4f53a2ee7_w250_r1_s.jpg)
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ادارې د دفاع وزیر لپاره نوماند پیټ هیګسټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د هغه د هېواد لپاره یوه مطلقه او شرمونکې ناکامي وه.
هغه د سېشنبې په ورځ، د مرغومې (۲۵) مه، د امریکا د کانګرس د یوې غونډې په ترڅ کې چې موخه یې د نوموړي د نومول کېدو تایید و، وویل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا د پوځ اعتبار ته زیان رسولی او د امریکایي سرتېرو د وژلو او د هغو کسانو د پرېښودو لامل شول چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.
خو د جنورۍ په ۲۴مه، د امریکا ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو په وزارت کې په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل چې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه اونۍ وروسته، د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له هېواده ووتله.
له افغانستان څخه د دوی وتل د دوحې د تړون پر بنسټ بشپړ شول.
دا تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و.
روسیه: چمتو یو، د اوکرایین د جګړې د پای رسولو په اړه د امریکايي استازو نظر واورو
![](https://gdb.rferl.org/b62bff54-0bb8-41aa-ac76-a8c2620a02e2_w250_r1_s.jpg)
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر وايي مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو د طرحې په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د هغه د سلاکارانو نظر واوري.
سیرګي لاوروف نن (د جنوري ۱۴مه) په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل، د واشنګتن نوې ادارې د اوکراین د جګړې د حقایقو درک پیل کړی دی. له دې مخکې نورو روسي چارواکو هم د اوکراین په جګړه کې، چې په څو اونیو کې یې دریمه کلیزه پیلېږي، د احتمالي اوربند د طرحې په اړه ورته څرګندونې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره مخامخ وګوري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین د قلمرو څه باندې شل سلنه سیمې اشغال کړي او په توجیه کې یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د مخنیوي په ګډون یولړ دلایل وړاندې کړي دي.
په کییف کې هم چارواکو د ټرمپ د سولې د طرحې اورېدو ته چمتووالی ښودلی. ټرمپ د پرون په یوه مرکه کې وویل پوتین چمتو دی چې د ده د لوړې له مراسمو وروسته له ده سره وګوري.
په لاس انجلس کې د بادونو اټکل د اورلمن د لمنې د پراخیدو ویره رامنځته کړې ده
![](https://gdb.rferl.org/ebdca65a-51af-4d7f-a1c8-a44c43648094_w250_r1_s.jpg)
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې نن او سبا هم د چټکو بادونو اټکل شوی چې ښايي په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لمن نوره هم پراخه کړي.
د امریکا د هواپېژندنې د ادارې کارپوه ډیویډ راټ ویلي چې د دې بادونو سرعت نن په ساعت کې تر ۱۲۰ کیلومترو پورې دی خو د هغه په وینا سبا- چارشنبې (د ډسمبر ۱۵مه) به یې سرعت د ۸۰ او ۱۱۲ کیلومترو ترمنځ وي. په ځنګلونو کې د تېرې اونۍ دوه لوی لګېدلي اورونه د چټکو بادونو له کبله پراخ شول.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې په لاس انجلس کې د اوروژنې کارکوونکي د نورو احتمالي اورونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي.
تېره شپه د اطفاییې څه باندې ۸۵۰۰ کارکوونکو په ځمکه او هوا کې د لګېدلو اورونو د مخنیوي په عملیاتو کې برخه واخیسته.
د راپورونو له مخې په دې اورپېښو کې تردې دمه لږترلږه ۲۴ کسان مړه شوي او له ۱۲ زرو ډېر کورونه او ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.
د ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه د روسیې د ګواښونو په اړه غونډه لري
![د ناټو سازمان ځانګړي ځواکونه په بالتیک سمندرګي کې د عملیاتو پر مهال](https://gdb.rferl.org/3b56e6d1-7c17-480b-823e-4d5b2ba36f22_w250_r1_s.jpg)
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن د روسیې د ځینې سمندري ګواښونو د دفاع په اړه غونډه کوي.
ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکي دي او تمه ده چې د ناټو د سرمنشي مارک روته په شمول ځینې نور مشران هم ورشي.
د غونډې اصلي هدف هم د هغو ګواښونو په وړاندې چې احتمالاً د روسي بیړیو له خوا پېښیږي د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه او دفاع ده.
روسیه پر اوکرایین د یرغل په خاطر له لګېدلو بندیزونو د ځان د خلاصون لپاره په بالتیک سمندرګي کې کښتۍ د تیلو د انتقال لپاره کاروي خو دا کښتۍ په ځینو مخربو فعالیتونو کې ښکېلې بلل شوي.
په وروستیو کې د دغو کښتیو د تحرکاتو په سبب دوه ځایه د فایبر اپتیک کیبلونه چې فنلند او جرمني سره وصلوي شلیدلي او په یوه بله پېښه کې هم د فنلند او ایستونیا د برېښنا کیبلونه پرې شوي.
شمالي کوریا لنډ واټن ویشتونکی میزایل توغولي دي
![](https://gdb.rferl.org/53447294-5676-418c-91f1-c0e7fa5a5e5f_w250_r1_s.jpg)
شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ ګڼ لنډ واټن ویشتونکي میزایل توغولي دي. دا خبره د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې کړې ده.
د بیان په اساس شمالي کوریا د سه شنبې سهار نهه نیمي بجې د ګانګیي له سیمې دا میزایل توغولي چې تر ۲۵۰ کیلومتره یې مزل کړی او بیا سمندر کې لوېدلي.
شمالي کوریا داسې وخت دا توغندي ویشتلي چې د جاپان صدراعظم تاکیشي ایوایا جنوبي کوریا ته تللی دی.
ځینې کارپوهان بیا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو دا ازموینه د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډ ټرمپ راتلونکې ادارې ته یو پیغام بللی دی.
په لبنان کې نواف سلام ته د کابینې د جوړولو دنده وسپارل شوه
![نواف سلام](https://gdb.rferl.org/f2190ca0-d233-4a4a-b587-3f2e54bd53c7_w250_r1_s.jpg)
د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دې هېواد ولسمشر جوزف عون، د پارلمان له فراکسیونونو سره له مشورې وروسته، نواف سلام ته، چې د هاګ د نړیوالې محکمې رئیس دی، رسماً د کابینې د جوړولو دنده وسپارله.
د راپورونو له مخې، تر پرون (دوشنبې) ناوخته پورې د لبنان د پارلمان تر نیمايي زیاتو غړیو د نواف سلام ملاتړ کړی دی.
دا پرمختګ د دې ښودنه کوي چې په لبنان کې د حزبالله موقف کمزوری شوی دی. حزبالله، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، غوښتل چې نجیب میقاتی په دې څوکۍ کې پاتې شي.
د دوشنبې تر مازیګر پورې، نواف سلام د پارلمان د ۸۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړی و. ښاغلی سلام به، چې اوس مهال په هاګ کې اوسي، د خپلې دندې د پیل لپاره لبنان ته ستون شي.