د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

نړۍ

زیلینسکي د اوکراین ختیځ او جنوب ته نوي وسایل او وسلې استوي

زیلینسکي پا باخموت کې له خپلو پوځیانو سره د لیدنې پر مهال
زیلینسکي پا باخموت کې له خپلو پوځیانو سره د لیدنې پر مهال

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین په ختیځ او جنوب کې له قوماندانانو او سرتېرو سره د کتنې لپاره د دوو ورځو تر تېرولو وروسته بېګا پلازمېنې کییف ته راستون شو.

زیلینسکي وايي، د دې سفر هدف دا و، چې د سرتېرو غوښتنې واوري او د حل لپاره یې جنرالانو او چارواکو ته ورسوي.

زیلینسکي بېګا پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، په دې ترڅ کې یې له دیارلسو محاربوي قطعو څخه لیدنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې پوځیانو ته به نوي وسایل او وسلې واستول شي.

له بلې خوا د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز په خپل ورځني راپور کې ویلي دي چې د پرونۍ ورځې په ترڅ کې له روسي ځواکونو سره په شلو ځایونو کې نښتې شوې چې ټولې په شا تمبول شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو د پوهنتون استاد او لیکوال "رسول پارسي" خوشې کړی

د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو رسول پارسي د تېر کال په وري میاشت کې ونیو او مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام پر ضد د تبلیغ په تور یې په شپاړس کاله بند محکوم کړی و.
د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو رسول پارسي د تېر کال په وري میاشت کې ونیو او مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام پر ضد د تبلیغ په تور یې په شپاړس کاله بند محکوم کړی و.

راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د پوهنتون استاد او لیکوال رسول پارسي له بنده خوشې کړی دی.

د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو رسول پارسي د تېر کال په وري میاشت کې ونیو او مقدساتو ته د سپکاوي او د نظام پر ضد د تبلیغ په تور یې په شپاړس کاله بند محکوم کړ.

د افغانستان کورنیو رسنیو او مدني فعالانو تایید کړې چې پارسي پرون شنبې له بنده خوشې شوی دی.

د بشري حقونو ډلو په وار وار د رسول پارسي او د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت‌الله آخندزاده د فرمان په اساس ۳۴۹ تنه بندیانو ته عفو شوې او د نورو ۲۷۰ زندانیانو د حبس په موده کې تخفیف راغلی دی.

شل اوریز نړیوال جام؛ انګلستان په ګروپي پړاو کې نامیبیا ته ماتې ورکړه

د انګلستان لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د انګلستان لوبډلې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ۳۴مه سیالي د یکشنبې په ورځ ناوخته د انګلستان او نامیبیا ترمنځ ترسره شوه چې د ۴۱ منډو په توپیر انګلستان وګټله.

که څه هم یاده سیالي د ورښت له امله تر ډېره ځنډېدلې وه، خو تر ورښت وروسته د لسو لسو اورونو سیالي ترسره شوه.

انګلستان په لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۲۲ منډې وکړې او هري بروک تر نورو زیاتې ۴۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

د نامیبیا لوبډلې بیا په لسو اورونو کې یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو ۸۴ منډې یې وکړې.

د یادې سیالۍ تر ګټلو وروسته انګلستان په خپل ګروپ کې تر اسټرالیا وروسته په دویم مقام کې راغی.

د یکشنبې په ورځ به د کابل پر وخت سهار پینځه بجې په همدې ګروپ کې د اسټرالیا او سکاټلنډ ترمنځ سیالي ترسره شي، که سکاټلنډ یې وګټي نو بل پړاو ته به ووځي او که د ورښت له امله ترسره نه‌شي بیا هم سکاټلنډ بل پړاو ته وځي او که اسټرالیا یې وګټي، نو د انګلستان د وتلو چانس زیات دی.

فوټبال؛ په یورو لیګ کې ایټالیا او هسپانیې سیالۍ ګټلي

د هسپانیې او کروشیا له لوبې یو انځور
د هسپانیې او کروشیا له لوبې یو انځور

د روان زیږدیز کال د اروپا د فوټبال په لیګ کې د ایټالیا ملي لوبډلې البانیا ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه نېټه د جرمني په دورټمونډ ښار کې ایټالیا له البانیا سره سیالي وکړه چې په لومړنيو دقیو کې البانیا یو ګول وواهه، خو د لوبې د ټاکلې نیټې تر پای ته رسېدو سره ایټالیا دوه ګولونه ووهل او په روان فصل کې یې خپله لومړۍ سیالي وګټله.

دغه راز د دې ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا هسپانیې ۳ د صفر پر وړاندې د کروشیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او د ورځې لومړۍ سیالي سویس ۳ د یو پر وړاندې له هنګري ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې نن یکشنبه به هم درې سیالۍ ترسره شي چې په لومړۍ لوبه کې به پولنډ د نیدرلینډ پر وړاندې، سلوانیا د ډنمارک پر وړاندې او صربیا د انګلستان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

لسګونو زرو اسراییليانو په غزه کې د یرغمل شویو د خلاصون په ملاتړ لاریون وکړ

په اسراییل کې د شوي لاریون یو انځور
په اسراییل کې د شوي لاریون یو انځور

په لسګونو زره کسانو تېر ماښام په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د مظاهرې پر مهال په غزې تړانګه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون په ملاتړ لاریون وکړ.

د لاریون برخوالو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو غوښتنه وکړه چې د غزې جګړه پای ته ورسوي څو د یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوې موافقې ته زمینه برابره شي.

په یوه ثبت شوې ویډیويي وینا کې یوه کس چې وايي تېره اوونۍ د اسراییل د پوځ له‌خوا له یرغمل خلاص شوی وویل، په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه لار پاتې ده چې هغه د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ موافقه ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.

د یرغمل شویو د کورنیو اتحادیې ویلي، پرونی لاریون د اکټوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، تر ټولو پراخ و.

په غزه کې د چاودنې له کبله ۸ اسراییلي سرتېري وژل شوي

په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال

د اسراییلو پوځ وايي چې اته سرتېري یې پرون شنبې د غزې په تړانګه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د پوځ ویاند دانیال هګاري تېره شپه ناوخته وویل، د دې سرتېرو زغرګاډی د یوه ایښودل شوي ماین یا د ټانک ضد توغندي په وسیله په نښه شوی دی.

د فرانس‌پرېس آژانس د راپور له مخې د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې د اسراییل د پوځ د تلفاتو شمېر تراوسه ۳۰۶ ته رسېدلی دی.

د غزې جګړه د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس له برید وروسته پیل شوه.

په دې برید کې نژدې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او ۲۴۹ نور یرغمل شول.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

سویس کې د سولې کنفرانس دوام؛ د اوکراین د جګړی د پای ته رسولو په اړه بحث دوام لري

د اوکراین د سولې کنفرانس د ګډون کوونکو هېوادونو د استازو یو ګډ انځور
د اوکراین د سولې کنفرانس د ګډون کوونکو هېوادونو د استازو یو ګډ انځور

په سویس کې د اوکراین د سولې کنفرانس پرون شنبې پیل شو او تمه ده چې نن به هم ګډونوال پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په اړه بحث وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سویس لوڅرن ښار ته څېرمه په غزنۍ تفریحي سیمه کې د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "دا زموږ د ګډې بریا ورځ ده. په حقیقت کې موږ بریالي شوو چې ډيپلوماسۍ ته یو فرصت ورکړ. اوکراین هیڅکله دا جګړه نه ده غوښتې او دا مطلقاً د روسیې یو بې دلیله او جنایتکارانه تېری دی او یوازېنی څوک چې دا تېری یې غوښت پوتین و، خو نړۍ په هر صورت تر هغه ځواکمنه ده."

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ۱۰۱ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي راټول شوي، خو د ګډونوالو په ډله کې د روسیې او چین نه شتون د دې غونډې د بریا تمه یوڅه پیکه کړې ده.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه نېټه پیل شو، خو تراوسه د دې جګړې د پای ته رسېدو نښې نه ښکاري.

ایران او سویډن په خپلو کې د بندیانو د تبادلې لپاره موافقه وروستۍ کړې

د ایران په اهواز کې د یوه زندان څنډه
د ایران په اهواز کې د یوه زندان څنډه

ایران او سویډن په خپلو کې د بندیانو د تبادلې لپاره موافقه وورستۍ کړې ده.

دا خبره د عمان حکومت کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ د دې پروسې منګړیتوب کوي.

ویل شوي د ایران او سویډن وګړي نن شنبه د خلیج د کوچني هېواد عمان پلازمېنې مسقط ښار ته ورسېدل.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسون تایید کړه چې د سویډن وګړي خپل کور ته پر لار دي.

له تهران څخه په ورکړل شویو اطلاعاتو کې ویل شوي، د حامد N په نوم یو ایرانی وګړی د ۱۹۸۰یمو کلونو په وروستیو کې په ایران کې د سیاسي بندیانو د ډله ییز اعدام په تور په سویډن کې په عمري بند محکوم دی.

دغه ۶۳ کلن ایراني ته د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې په سویډن کې د عمري بند سزا وټاکل شوه.

د سویډن حکومت د هغه د خوشې کېدو خبر نه دی تایید کړی.

اولف کریسټرسون یوازې دومره ویلي، تهران د سویډن له زندانه د ایراني وګړي حامد N د خوشې کېدو په بدل کې د دوو سویډني وګړو د خوشې کېدو لپاره مذاکرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې دوه کارکوونکي یوهان فلودیریوس او سید عزیزي چې په پنځو کلونو بند محکوم شوي، لا هم د ایران په زندانونو کې دي.

نن په سلګونو زره حاجیان عرفات ته روان شول

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

نن په سلګونو زره حاجیان عرفات ته روان شول.

په سعودي عربستان کې د حج مراسم نن په مکه مکرمه کې پیل شول.

له افغانستانه هم شاوخوا ۳۰زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تمه کېږي سږ کال د حج زیارت کوونکو شمېر څه باندې د وو ملیونو ته ورسېږي.

د ۲۰۲۳م کال د حج په مراسمو کې یو میلیون او اته لکه کسانو ګډون کړی و.

د ترکیې دفاع وزارت: په عراق او سوریه کې مو د پي‌کې‌کې ګوند لږ تر لږه ۱۷ وسله‌وال وژلي

د ترکیې یوه الوتکه
د ترکیې یوه الوتکه

د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د کردانو د کارګرانو ګوند یا پي‌کې‌کې (PKK) لږ تر لږه ۱۷ افراطي وسله‌وال ختم کړي دي.

دغه وزارت نن شنبه په خپله ایکس­پاڼه کې ویلي، د دوی ځواکونو د پي‌کې‌کې ګوند ۱۰ افراطي وسله‌وال د عراق په شمال او نورو ساحو کې وژلي، د وزارت په وینا ۷ نور افراطي وسله‌وال د سوریې د شمال په دوو ساحو کې وژل شوي دي.

ترکیه له میاشتو راهیسې په عراق او سوریه کې پر هغو کسانو چې دوی یې د کردانو د کارګرانو ممنوعه ګوند غړي بولي، دا ډول حملې کوي.

د کرکټ شل اووره نړیوال جام سیالۍ؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي

د هند کرکټ ملي لوبډله
د هند کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې کاناډا له هند سره د سیالۍ ډګر ته وځي، په بله سیالۍ کې د شپې ۹نیمې بجې انګلستان له نامیبیا سره سیالي کوي.

نن په یوه سیالۍ کې جنوبي افریقا وتوانېد نیپال ته په یوه منډه ماتې ورکړې او په بله سیالۍ کې نیوزیلینډ په ۹ ویکټو یوګانډا ماته کړه.

پرون تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو او ایرلنډ سیالي ونه شوه او دواړو ټیمونو یوه یوه نومره خپله کړې او له دې سره پاکستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG