د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

نړۍ

د امریکا په هاوایي کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی

ژغورونکي په سیمه کې لا هم پلټنې کوي چې د دې ناورین قربانیان پيدا کړي.
ژغورونکي په سیمه کې لا هم پلټنې کوي چې د دې ناورین قربانیان پيدا کړي.

د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.

ژغورونکي په سیمه کې لا هم پلټنې کوي چې د دې ناورین قربانیان پيدا کړي.

دا اور اوونۍ مخکې ولګېد.

چارواکو وویل چې د لاهاینا په تاریخي ښارګوټي کې روزل شویو سپیو تر دې دمه ۳۲ فیصده سوځېدلې سیمه پلټلې ده.

د ایالت والي خبرداری ورکړی چې ښایي نور جسدونه هم وموندل شي.

دا په څه باندې یوې پېړۍ کې د اورلګېدو تر ټولو بده پېښه ده چې د امریکا په متحد ایالتونو کې رامنځته شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

لسګونو زره اسراییلیانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه

په اسراییل کې د شویو لاریونونو یو انځور
په اسراییل کې د شویو لاریونونو یو انځور

په لسګونو زره کسانو تېر ماښام په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه.

دوی یو وار بیا د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له توندلارې ډلې د پاتې یرغمل شویو د خوشې کېدو سبب شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یرغمل شویو شمېر ښايي ۵۰ ته راکم شوی وي، خو رسماً ویل کېږي چې ۱۲۰ کسان لا هم د حماس او په غزې تړانګه کې د نورو افراطي ډلو له خوا یرغمل دي.

د وای نیټ (ynet) په نوم خبري ویبپاڼې د مظاهرې د تنظیموونکو په حواله راپور ورکړی چې شا و خوا ۱۵۰زره کسانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې یو انځور
په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې یو انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د آزاد تګ راتګ او سوداګرۍ په ملاتړ او د ناامنیو او هغه څه پر ضد چې د دې غورځنګ فعالان یې هدفي وژنې بولي پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان څانګې مشر عید رحمان وزیر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په غونډه کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو له بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

دا اعتراضیه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د شمالي او جنوبی وزیرستان، ډېری اسماعیل خان، بنو او د خیبرپښتونخوا د نورو سیمو خلک له ناامنیو څخه شکایتونه کوي.

د مشال راډیو د راپور له مخې یوازې په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴م کال کې تردې دمه ۲۸ هدفي حملې شوي.

همداراز په تېر ۲۰۲۳م کال کې له ۵۰ زیات قبایلي مشران، ځوانان، سیاسي فعالان، دیني عالمان او امنیتي ځواکونه په تروریستي حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.

ګیبرېسیوس: موسیقي پر انسان اغېز کوي، خوځښت ورکوي، انګېزه وربخښي او بدلونونه راولي

ارشیف: په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ انسټېتیوټ زده‌کوونکي
ارشیف: په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ انسټېتیوټ زده‌کوونکي

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" مشر وايي، موسیقي هغه ځواکمنه وسیله ده چې پر انسان اغېز کوي، خوځښت ورکوي او انګېزه وربښي څو د ده په وینا بامفهومه بدلونونه راولي.

تیدروس ادهانوم ګیبرېسیوس پرون د جون په ۲۲مه پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي، دی په بې‌صبرۍ سره د ۲۰۲۴ کال د وګړو نړیوال فیسټیوال ته چې "ډبلیوایچ‌او" تنظیم کړی دی، سترګې په لاره دی.

د ګیبرېسیوس په وینا، دا فیسټیوال د برابرۍ او مساوات د ملاتړ لپاره ډېر رسا غږونه سره یوځای کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته د موسیقۍ پر غږولو، خپرولو او حتی اورېدلو بندیز لګولی دی.

د فرانسې او چین ګډه سفینه فضا ته وتوغول شوه

ارشیف: فضایي سفینه
ارشیف: فضایي سفینه

د فرانسې او چین ګډه سفینه پرون د جون ۲۲مه فضا ته وتوغول شوه.

دا د یوه لوېدیځ هېواد او یوه آسیايي قدرت ترمنځ د همکارۍ یوه کمسارې نمونه ده.

دا سفینه چې چینايي او فرانسوي انجنیرانو جوړه کړې ده، د دواړو هېوادونو اړوندې دوه وسیلې فضا ته لېږدوي.

دا وسیلې به په فضا کې د هغو چاودېدونکو توکو په اړه څېړنې وکړي چې نور یې میلیاردونه کاله وروسته ځمکې ته رارسېږي.

د چین د فضايي تحقیقاتو ملي اداره وايي، دا سفینه چې وزن یې ۹۳۰ کیلوګرامه دی، د یوه چینايي توغندي په وسیله د جنوب لوېدیځ سیچوان ایالت له یوې فضايي اډې څخه په بریا سره فضا ته وتوغول شوه.

د ایراني معترض سندرغاړي "توماج صالحي" د اعدام سزا لغوه شوې

صالحي د مهسا امیني تر مرګ وروسته په څوارلس سوه لومړي کال کې د پراخو لاریونونو او مظاهرو د ملاتړ له امله بندی شو.
صالحي د مهسا امیني تر مرګ وروسته په څوارلس سوه لومړي کال کې د پراخو لاریونونو او مظاهرو د ملاتړ له امله بندی شو.

د ایراني معترض سندرغاړي توماج صالحي مدافع وکیل امیر رییسیان نن وویل چې د ایران سترې محکمې د ده د موکل د اعدام سزا لغوه کړې ده.

صالحي د مهسا امیني تر مرګ وروسته په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پراخو لاریونونو او مظاهرو د ملاتړ له امله بندی شو.

رییسیان په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې همداسې تمه وه چې ستره محکمه به د یوې ناسمې قضایي پرېکړې د لغوه کېدو حکم ورکوي.

امیر رییسیان د اپرېل په میاشت کې ویلي وو چې د اصفهان محکمې صالحي په اعدام محکوم کړی، تر دې وروسته په نړیواله کچه پر دې حکم اعتراضونه وشول.

روسیې د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو یوځل بیا پراخ بریدونه کړي

د اوکراین د برښنا یوه شبکه چې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلې ده.
د اوکراین د برښنا یوه شبکه چې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلې ده.

د اوکراین د برښنا ملي شبکې یوکرین رهو نن خبر ورکړ چې روسیې د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو تېره شپه یوځل بیا پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د یوکرین رهو په وینا، دا په تېرو درېیو میاشتو کې اتم لوی برید دی چې د اوکراین د انرژي پر تاسیساتو ترسره کېږي.

یوکرین رهو په یوه بیان کې چې د ټیلګرام له لارې یې خپور کړی، ویلي چې د تېرې شپې د برید له امله چې په زاپروژیا او لفیف سیمو کې شوی، د انرژي د لېږد سیستمونه او وسایل زیانمن شوي دي.

د بیان له مخې، په زاپروژيا کې دوه مامورین ټپيان شوي چې په روغتون کې بستر شوي دي.

د روسیې دفاع وزات تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.

کرکټ نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز په نهو ویکټو امریکا ته ماتې ورکړه

د ویسټ اینډیز او امریکا د لوبې یو انځور
د ویسټ اینډیز او امریکا د لوبې یو انځور

د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام لوبو په دوهم پړاو کې نن ویسټ اینډیز په نهو ویکټو د امریکا متحد ایالتونو ته ماته ورکړه.

نن بله لوبه د هند او بنګله‌دېش ترمنځ ده چې د کابل پر وخت به د ماښام په اوو بجو پیل شي.

د شل اوورونو د کرکټ نړیوال جام د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربه‌توب د جون په دوهمه پيل شو چې پایلوبه به یې د جون په ۲۹مه ترسره شي.

د اروپا فوټبال جام؛ نن درې لوبې ترسره کېږي

د ترکیي او ګرجستان له لوبې یو انځور
د ترکیي او ګرجستان له لوبې یو انځور

د اروپا د فوټبال جام د اتلولیو په ترڅ کې نن درې لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه یوه په ایف F ګروپ کې د ګرجستان او چک جمهوریت ترمنځ ده.

دغو دواړو لوبډلو تر اوسه یوه یوه لوبه کړې او بایللې یې دي.

په همدې ایف ګروپ کې د نن ورځې دوهمه لوبه د ترکیې او پرتګال ترمنځ ده.

دغو دواړو لوبډلو بیا یوه یوه لوبه کړې او دواړو خپلې لوبې ګټلې دي.

درېیمه لوبه د اي په ګروپ کې د رومانیا او بلجیم ترمنځ ده چې رومانیا په خپل ګروپ کې یوه لوبه ګټلې او بلجیم یوه لوبه کړې او بایللې یې ده.

د اروپا د فوټبال اتلولیو لوبې د ۲۴ هېوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د جون په ۱۴مه د جرمني په کوربه‌توب پيل شوي چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.

غزه کې د بېځایه شویو پر کمپونو د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ ټپیان دي

له رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو کمپونه
له رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو کمپونه

اسراییلي ځواکونو پرون جمعه د غزې د جنوبې ښار رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو پر کمپونو په بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د غزې روغتیایي چارواکو او د بېړنیو چارو کارکوونکو کړې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژآنس د راپور له مخې په غزې تړانګه کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له امله په سلګونو زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي، دا وروستی وژونکی برید دی.

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دا برید څه کم یوه میاشت وروسته له هغې کېږي چې د غزې په جنوب کې د اسراییل د یوې بمبارۍ په نتیجه کې په یوه کمپ کې اور ولګېد چې له امله یې لږترلږه ۳۵ کسان ووژل شول.

پر دغه برید د اسراییل د یو شمېر نژدې متحدینو په ګډون نړیوال ډېر په غصه شول او د رفح ښار ته یې د پوځي عملیاتو پرغځېدو انتقادونه وکړل.

قطر د اسراییل او حماس ترمنځ د واټن کمولو هڅې ډېرې کړي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

قطر د جمعې په ورځ وویل چې هڅې یې زیاتې کړي چې د اسراییل او حماس ترمنځ ترمنځ واټن راکم کړي څو دواړه په غزه کې یو اوربند رامنځته او اسراییلي برمته خوشې شي.

قطر، د امریکا متحده ایالات او مصر له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د یوه اوربند لپاره مذاکرات مخ‌ته وړي.

په سیمه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې پر اسراییل د حماس ډلې له‌خوا د تېر کال د اکټوبر پر اومه له برید وروسته پیل شوې، د تېر کال په نومبر میاشت کې د یوې اوونۍ په مخه یو لنډ مهاله اوربند ټینګ شو چې په نتیجه کې یې له سلو زیات یرغمل آزاد شول.

ترهغې راوروسته په سیمه کې د یوه بل اوربند د رامنځته کېدو لپاره هڅې له په ټپه درېدلي حالت سره مخامخې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG