د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

نړۍ

فضا ته د جوړې شوې نوې روسي فضايي بېړۍ توغول تر ۲۰۲۸ کاله وځنډېدل

په پام کې وه چې دا فضایي بېړۍ به سږکال توغول کېږي، خو د توغولو له نېټې څو میاشتې مخکې د روس کوزموس مخکېني مشر دیمیترو راګوزین اعلان وکړ چې دا کار تر ۲۰۲۴ کال پورې ځنډېدلی دی.
په پام کې وه چې دا فضایي بېړۍ به سږکال توغول کېږي، خو د توغولو له نېټې څو میاشتې مخکې د روس کوزموس مخکېني مشر دیمیترو راګوزین اعلان وکړ چې دا کار تر ۲۰۲۴ کال پورې ځنډېدلی دی.

فضا ته د روسیې د فضايي دولتي ادارې روس کوزموس له‌خوا د جوړې شوې نوې فضايي بېړۍ توغول تر ۲۰۲۸ کاله وځنډېدل.

روسي رسنیو د دې فضايي بېړۍ د ډیزاینر ولادیمیر کوژیوینکو له قوله دا خبر ورکړی.

په پام کې وه چې دا فضایي بېړۍ به سږکال توغول کېږي، خو د توغولو له نېټې څو میاشتې مخکې د روس کوزموس مخکېني مشر دیمیترو راګوزین اعلان وکړ چې دا کار تر ۲۰۲۴ کال پورې ځنډېدلی دی.

د مسکو ټایمز د راپور له مخې د دې پروژې د تطبیق مهلت په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله وځنډول شو.

د دې فضايي بېړۍ په توغولو کې د ځنډ د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران او سویډن په خپلو کې د بندیانو د تبادلې لپاره موافقه وروستۍ کړې

د ایران په اهواز کې د یوه زندان څنډه
د ایران په اهواز کې د یوه زندان څنډه

ایران او سویډن په خپلو کې د بندیانو د تبادلې لپاره موافقه وورستۍ کړې ده.

دا خبره د عمان حکومت کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ د دې پروسې منګړیتوب کوي.

ویل شوي د ایران او سویډن وګړي نن شنبه د خلیج د کوچني هېواد عمان پلازمېنې مسقط ښار ته ورسېدل.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسون تایید کړه چې د سویډن وګړي خپل کور ته پر لار دي.

له تهران څخه په ورکړل شویو اطلاعاتو کې ویل شوي، د حامد N په نوم یو ایرانی وګړی د ۱۹۸۰یمو کلونو په وروستیو کې په ایران کې د سیاسي بندیانو د ډله ییز اعدام په تور په سویډن کې په عمري بند محکوم دی.

دغه ۶۳ کلن ایراني ته د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې په سویډن کې د عمري بند سزا وټاکل شوه.

د سویډن حکومت د هغه د خوشې کېدو خبر نه دی تایید کړی.

اولف کریسټرسون یوازې دومره ویلي، تهران د سویډن له زندانه د ایراني وګړي حامد N د خوشې کېدو په بدل کې د دوو سویډني وګړو د خوشې کېدو لپاره مذاکرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې دوه کارکوونکي یوهان فلودیریوس او سید عزیزي چې په پنځو کلونو بند محکوم شوي، لا هم د ایران په زندانونو کې دي.

نن په سلګونو زره حاجیان عرفات ته روان شول

د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

نن په سلګونو زره حاجیان عرفات ته روان شول.

په سعودي عربستان کې د حج مراسم نن په مکه مکرمه کې پیل شول.

له افغانستانه هم شاوخوا ۳۰زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تمه کېږي سږ کال د حج زیارت کوونکو شمېر څه باندې د وو ملیونو ته ورسېږي.

د ۲۰۲۳م کال د حج په مراسمو کې یو میلیون او اته لکه کسانو ګډون کړی و.

د ترکیې دفاع وزارت: په عراق او سوریه کې مو د پي‌کې‌کې ګوند لږ تر لږه ۱۷ وسله‌وال وژلي

د ترکیې یوه الوتکه
د ترکیې یوه الوتکه

د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د عراق او سوریې په شمال کې یې د کردانو د کارګرانو ګوند یا پي‌کې‌کې (PKK) لږ تر لږه ۱۷ افراطي وسله‌وال ختم کړي دي.

دغه وزارت نن شنبه په خپله ایکس­پاڼه کې ویلي، د دوی ځواکونو د پي‌کې‌کې ګوند ۱۰ افراطي وسله‌وال د عراق په شمال او نورو ساحو کې وژلي، د وزارت په وینا ۷ نور افراطي وسله‌وال د سوریې د شمال په دوو ساحو کې وژل شوي دي.

ترکیه له میاشتو راهیسې په عراق او سوریه کې پر هغو کسانو چې دوی یې د کردانو د کارګرانو ممنوعه ګوند غړي بولي، دا ډول حملې کوي.

د کرکټ شل اووره نړیوال جام سیالۍ؛ نن دوه سیالۍ ترسره کېږي

د هند کرکټ ملي لوبډله
د هند کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې کاناډا له هند سره د سیالۍ ډګر ته وځي، په بله سیالۍ کې د شپې ۹نیمې بجې انګلستان له نامیبیا سره سیالي کوي.

نن په یوه سیالۍ کې جنوبي افریقا وتوانېد نیپال ته په یوه منډه ماتې ورکړې او په بله سیالۍ کې نیوزیلینډ په ۹ ویکټو یوګانډا ماته کړه.

پرون تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو او ایرلنډ سیالي ونه شوه او دواړو ټیمونو یوه یوه نومره خپله کړې او له دې سره پاکستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

د اروپا د ملتونو فوټبال جام سیالۍ؛ نن درې سیالۍ کېږي

په جرمني کې د فوټبال سیالیو له پیل شویو مراسمو یو انځور
په جرمني کې د فوټبال سیالیو له پیل شویو مراسمو یو انځور

د جرمني په کوربه‌توب د اروپا د ملتونو د ۲۰۲۴م کال د جام سیالیو په دویمه ورځ نن درې سیالۍ کېږي.

په لومړۍ سیالۍ کې په اېA ګروپ کې هنګري او سویس د کابل پر وخت د مازیګر پنځه نیمې بجې په کلن ښار کې د سیالۍ ډګر ته وځي.

په دویمه سیالۍ کې په بي‌B ګروپ کې هسپانیا او له کرویشیا سره دشپې اته نیمې بجې په برلین ښار کې مخامخېږي او درېیمه سیالي په بيB ګروپ کې د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې په دورتموند ښار کې د ایټالیا او البانیا ترمنځ کېږي.

د اروپا د ۲۰۲۴م کال د ملتونو جام سیالۍ تېره شپه پیل شوې چې د جرمني په مونیخ یا مونشن ښار کې جرمني پنځه د یو پر وړاندې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.

غزې ته د مرستو رسولو لپاره د مدیترانۍ له سمندرګۍ امریکايي تاسیسات بل ځای ته لېږدول کېږي

د مدیترانۍ له سمندرګي امریکايي تاسیسات د اسراییل اشدود بندر لور ته ولېږدول کېږي.
د مدیترانۍ له سمندرګي امریکايي تاسیسات د اسراییل اشدود بندر لور ته ولېږدول کېږي.

د مدیترانۍ په سمندرګي کې د اوبو د لوړو څپو او توپاني هوا وړاندوینې د امریکا متحده ایالات اړ کړي چې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره جوړ کړي تاسیسات په موقتي ډول بل ځای ته ولېږدوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ CENTCOM، وویل چې دغه تاسیسات به ۳۰ کیلومتره لیرې د اسراییل د جنوبي بندر، اشدود لوري ته ولېږدول شي.

دې قومندانۍ ویلي چې د غه اقدام د خپل پرسونل د خوندیتوب لپاره چې ورته ډېر لومړیتوب کوي او همدارنګه غواړي چې دغو تاسیساتو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي.

د جرمني خبري آژآنس د راپور له مخې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي چې د مې له ۱۷مې چې امریکا د غزې تړانګې اوسېدونکو ته دغه سمندري کوریډور یا دهلیز فعاله کړی، له لارې یې تراوسه څه باندې درې نیم زره ټنه بشري مرستې غزې ته چې اوسېدونکي یې سخت بشري مرستو ته اړدي، لېږدول شوي دي.

له اوکراین سره د مرستې په توګه د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو پرېکړه تایید شوه

د جي۷ ډلې د مشرانو ګډ انځور
د جي۷ ډلې د مشرانو ګډ انځور

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي۷ د ډلې مشرانو پرون جمعه په ایټالیا کې د خپلې دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې خپله هغه پرېکړه تایید کړه چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو شاوخوا پنځوس میلیارد ډالره له اوکراین سره د مرستې په توګه کاروي.

دغو مشرانو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې وویل چې په اروپا کې د روسیې د کنګل شویو غیرمعمولي عوایدو له شتمنۍ څخه په ګټه اخیستو، دوی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یو بې له شکه پیغام ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت یوه چارواکي پرون د یوې خبري غونډې په جریان کې د دغې پرېکړې په اړه نور جزییات ورکړل او ویې ویل چې اوکراین ته به دغه پیسې د څو چینلونو له لارې ولېږول شي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی همدارنګه ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه کړې چې اوکراین ته به تر پنځوس میلیارد ډالرو پورې پور ورکړي، کاناډا هم د پنځه میلیارد ډالرو ژمنه کړې او اروپایي اتحادیه او جاپان هم اوکراین ته د پور ورکولو په دې لړۍ کې پر شاملېدو غور کوي.

فوټبال؛ د اروپا لیګ په لومړۍ لوبه کې جرمني سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د جرمني او سکاټلنډ له لوبې یو انځور
د جرمني او سکاټلنډ له لوبې یو انځور

د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ د جمعې په ورځ د جون په ۱۴مه نېټه د جرمني او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

په لومړنۍ سیالۍ کې چې د جرمني په مونشن ښار کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې ۵ د یو پر وړاندې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه.

یاد لیګ چې د ۲۴ اروپايي هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، لوبډلې یې په شپږو ګروپونو وېشل شوي دي.

د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه نېټه به درې سیالۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د هنګري او سویس، دویمه به د هسپانیې او کرویشیا او درېیمه به د ایټالیا او البانیا د لوبډلو ترمنځ وي.

کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته له رسېدو پاتې شو

د پاکستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د پاکستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

ټاکل شوې وه چې نن جمعه د جون په ۱۴مه نېټه د ایرلنډ او امریکا ترمنځ سیالي ترسره شي، خو د پرله پسې ورښت له امله ترسره نه شوه.

د امریکا د فلورېډا په ایالت کې ټوله ورځ شدید ورښت د دې باعث شو چې یاده سیالي پرته له کومې پایلې تمامه شي او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نومره ورکړي.

د یادې لوبې تر پایلې وروسته له الف ګروپ څخه د هندوستان او امریکا لوبډلې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ووتې او له دې ګروپ څخه د ایرلنډ او کاناډا په شمول پاکستان هم بل پړاو ته له رسېدو پاتې شو.

تر دې دمه د افغانستان په ګډون ۶ لوبډلې د سوپر ۸ مرحلې ته رسېدلي او د ګروپي پړاو تر بشپړېدو وروسته به دوه نورې لوبډلې هم معلومې شي.

د افغانستان ملي لوبډله به په دویم پړاو کې له هندوستان، اسټرالیا او یوې بلې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

په تاجکستان کې د پارلمان یو غړی د حکومت د نسکورولو په تور نیول شوی

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو غړی چې د پارلمان غړی هم و، د حکومت د نسکورولو د توطیې د ادعا پر اساس پرون ونیول شو.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور راپور ورکړی چې د پارلمان وکیل سید جعفر عثمانزاده خپل مصئونیت له لاسه ورکړی او تر توقیف لاندې دی.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د روسیې متحد هېواد تاجکستان، د امام علي رحمان له خوا رهبري کېږي.

د خاور اژانس د راپور له مخې، عثمانزاده د لوی څارنوال د درخواست پر اساس نیول شوی دی.

د پارلمان دغه وکیل چې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم کاندید شوی و، د تاجکستان په ولسي جرګه کې د ډیموکراتیک ګوند یوازېنی غړی دی.

پر دغه جرګه د ولسمشر امام علي رحمان ګوند حاکم دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG