د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

نړۍ

ایران کې سخته ګرمي؛ دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

ایران کې د ګرمۍ یوه څنډه - ارشیف
ایران کې د ګرمۍ یوه څنډه - ارشیف

د ایران حکومت په هېواد کې تودوخې له کبله سبا او پنجشنبې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، په ایران کې د تودوخې د بیسارې څپې له کبله حرارت د سانتي ګراد له ۴۰ درجو لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، په دې دوو ورځو کې به بانکونه او قضايي او عدلي ادارې بندې وي.

چارواکو د تعلیمي ادارو ازموېنې او د فوټبال لوبې هم د اوس لپاره ځنډولي.

د ایران د هواپېژندنې ادارې د ایران په جنوبي سیمو کې چې په دې اونۍ کې د سانټيګراد له پنځوس درجو د زیاتې تودخې اټکل پکې شوی، د ناولې هوا او د شګو د توپانونو خبرداری هم ورکړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن دوشنبې د فوټسال د نړیوال جام سیالیو په لړکې دوه لوبې ترسره کیږي

د آسیا د فوټسال جام سیالیو په دوام، نن دوشنبه (۱۳ دلو) هم دوه لوبې ترسره کېږي.

لومړی لوبه د کویټ او لبنان ترمنځ ده او دوهمه هم د قرغیزستان او د جنوبي کوریا د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې په څلورم ګروپ کې پرون یکشنبې د ایران پر وړاندې ۵-۲ ماتې وخوړه.

تر دې مخکې، افغانستان د مالیزیا او سعودي عربستان لوبډلو پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې وې.

د آسیا د فوټسال جام سیالۍ د شپاړسو لوبډلو په ګډون د دلو میاشتې په ۷مه نېټه د اندونیزیا په کوربتوب پیل شوې دي.

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه اولس کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکي وایي، د دې هیواد په جنوب ختیځ دنیپروپیتروفسک سیمه کې د روسیې د یکشنبې د ورځې په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه اولس کسان وژل شوي او لږترلږه اوه تنه نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره په پاولوهراد سیمه کې یو ډرون د کارګرانو یوه بس ته نژدې ولګېد چې په نتیجه کې یې ۱۵ کان ‌کیندونکي ووژل شول، او دوه تنه نور هم د سیمې په مرکز دنیپرو ښار کې پر یوه شخصي کور د بل برید په نتیجه کې ووژل شول.

په همدې حال کې چارواکو وویل چې په زاپوریژیا ښار کې پریو زېږنتون د روسیې په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي او هم روغتون ودانۍ زیانمنه شوې ده. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو یو نوی پړاو دا اونۍ پیل شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمرزیلینسي کې وویل چې د خبرو دغه پړاو به د متحده عربي اماراتو په دوبی ښارکې د فبرورۍ د میاشتې له ۴ نه تر ۵ پورې ترسره شي. زیلینسکي پرټلګرام چینل ولیکل،" موږ لېواله یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې پایله یې موږ د جګړې رښتینې او باعزته پای ته نږدې کړي."

په بلوچستان کې انټرنیټ او ټيلیفون بند دی؛ لسګونه ملکیانو او پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې

بلوچستان کې تر خونړیو پېښو وروسته حالات
بلوچستان کې تر خونړیو پېښو وروسته حالات

د پاکستان په بلوچستان کې له خونړیو پېښو وروسته په دې ایالت کې  دوهمې ورځې لپاره هم انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونه په بشپړ ډول پرې دي. یو شمېر سیمه ییز خبریالان وايي، په مرکز کویټه کې ګرځبندیز نافذ شوی او هیچاته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کیږي. په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مسولین وايي، دغه وضعیت په هغه ایالت کې میشت افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شنبې د ورځې تر خونړیو پېښو ورسته، نن هم د دغه ایالت د مرکز کويټې په ګډون په بېلابیلو ښارونو کې د جدي امنیتي وضعیت خبره کېږي.

یو شمېر سیمه ییز خبریالانو د موضوع د حساسیت له امله خپل او د رسنۍ د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، یکشنبه د دلوې دولسمه هم د کویټې په ګډون په بیلا بیلو ښارونو کې ګرځبندیز نافذ او هیچاته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا وايي، انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونه هم تر اوسه په بشپړ ډول قطع دي او اندېښنه څرګندوي چې په یاد ایالت په ځانګړي ډول کویټه کې به میشت افغانان له جدي ستونزو سره مخ وي.

د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل:

په بلوچستان کې چې کوم افغانان پاتې دي، د هغوی روزمره ژوند حتما په ټپه ولاړ دی، ځکه افغانان خو دوی ته مطلوب دي، او اوس به یې د نیولو لړۍ لا تېزه شي
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا مشر


هغه زیاته کړه: « دلته په پښتونخوا کې د افغانانو ژوند له ډېر سخت کړاو سره مخ دی او بیا په بلوچستان کې خو حالت جنګي دي نو هلته خو به بیخي وضعیت غیر نور مال وي، ځکه د پاکستان حکومت ته خو د دغه ډول پېښو په وخت افغانان ښه لاس پاک وي او ټوله پړه پر دوی اچوي.»

پرون شنبه د دلوې یولسمه بلوچستان یوه نارامه ورځ تېره کړه او د مرکز کوټې په شمول په ۱۲ ښارونو او ښارګوټو کې همغږي وسله وال خونړي بریدونه او چاودنې وشوې.

سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال که څه هم وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنترول کې ښکاري خو د خلکو تر منځ ویره لا هم موجوده ده.

مرګژوبله

د بلوچستان اعلی وزیر میرسرفزار بګټي د ولوې په دولسمه نېټه په کوټه کې خبري غونډي ته وويل چې په "تېرو ۴۰ ساعتونو کې" له وسلوالو سره په نښتو کې "۱۷ امنيتي سرتېري" او ۳۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

کوټه کې د ټپانو د لیږد یوه شېبه
کوټه کې د ټپانو د لیږد یوه شېبه

نوموړي دغه شان ویلي، چې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ۱۴۵ وسله هم وژل شوي دي.

فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو په خپلو راپورونو کې ویلي بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) چې امریکا یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژنې د دغه حملو مسولست منلي او په حملو کې یې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش بازار یو شمېر دوکانداران وايي که څه هم له سیمې تازه حال نه لري خو په خبره یې پرون وضعیت ډېر خونړی وو.

د ویش بازار یو دوکاندار میرویس ازادي راډيو ته وویل:

«پرون خو هاغاړه وضعیت ډېر خراب وو، که څه هم اوس هلته انټرنیټ بند او ټلیفوني شبکې بندې دي او هیچا سره اړیکه نه نیول کیږي، خو پرون چې ما خبرې کړي دي، څو درنې درنې چاودنې شوي دي په کویټه او د بلوچستان په لس پنځلس ځایونو کې جنګ روان وو، اوس هیڅ تازه مالومات نه لرم چې هلته څّ کیسه روانه ده.»

د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکې هم د نوم د نه ښودلو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

«له پرون راهیسي په کویټه کې انټرنیټ کار نه کوي زما هلته د کاکا زامن دي، ډېر مو ورته تشویش او اندېښنه ده، ځکه پرون هلته ډېر سخت جنګ وو، موږ له خپلوانو هیڅ احوال نه لرو چې د هغوی وضعیت به څنګه وي، ویل کیږي چې نن هم په ټوله کویټه کې د خلکو په ګرزېدو بندیز دی او هیچاته له کورونو نه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.»

که څه هم په وروستیو کې د بلوچستان له بیلابیلو سیمو نه په ګڼ شمېر کې افغان کډوال په جبري ډول افغانستانه ته ایستل شوي خو د راپورونو له مخې لا هم د کویټې په ګډون په یو شمېر سیمو کې ځیني افغان کډوال میشت دي.

بلوچستان له افغانستان او ایران سره ګډه اوږده پوله لري له لسیزو راهیسې د ناکراریو شاهد دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي تور لګوي چې د بلوچستان په وروستیو ناکراریو او بریدونو کې د هند له ملاتړ برخمنې وسله والې ډلې چې دوی یې "فتنة الخوارج" او "فتنة الهندوستان" یادوي لاس لري.

هغه ادعا چې هندي چارواکو رد کړې ده.

د بلوچستان اعلی وزیر په تېرو دوو ورځو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

یکشنبې د فبروري لومړۍ نېټه- د بلوچستان په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې
یکشنبې د فبروري لومړۍ نېټه- د بلوچستان په مرکز کوټه کې امنیتي ځواکونو د تیارسئ په حال کې

د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بګټي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو په تېرو نژدې دوو ورځو کې د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او جګړو پر مهال ۱۴۵مشکوک وسله وال وژلي دي.

ښاغلي بګټي نن په کوټه کې خبریالانو ته وويل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۷ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.

د هغه په وینا پرون شنبې په وسله والو حملو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی. بګټي زیاته کړه چې په ګوادر کې د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې او درې ماشومان چې ټول د خضدار سیمې اوسېدونکي بلوڅان وو، وژل شوي دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ او ګوادر سیمو کې له وسله والو حملو وروسته چې پړه یې بلوڅ بېلتونپالو ومنله، د پاکستان پوځ پرون وویل چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۹۲ تنه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې وویل چې د وسله والو په حملو کې ۱۸ ولسي وګړي او ۱۵ پوځیان وژل شوي دي.

قالیباف: هغه اروپايي پوځونه تروریستي ډلې دي چې سپاه پاسداران تروریستي ډله بولي

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف
د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر د هغو هېوادونو پوځونه تروریستي ډلې بللي چې د ایران سپاه پاسداران یې تروریستي ډله اعلان کړې ده.

محمدباقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل د ایران د قوانینو له مخې هغوی چې سپاه تروریستي ډله بولي، خپل پوځونه یې تروریستي ډلې دي.

هغه زیاته کړه چې اروپایانو د سپاه په هدف ګرځولو سره خپلې پښې په تبر ووهلې او ثابته یې کړه چې یوځل بیا یې په ړندو سترګو د امریکا اوامر ومنل.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ د یو سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان کړ. د اروپايي ټولنې غړو دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې دې ځواک په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه په کلکه وځپل.

دا لاریونونه چې ساری یې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې لږ لیدل شوی د ډسمبر په ۲۸ مه د ایراني ریال د ارزښت د رالوېدو او ګرانۍ په وړاندې د تهران له بازاره پیل شول چې وروسته نورو ولایتونو ته وغځیدل او د رژیم پر وړاندې د پراخو اعتراضونو بڼه یې غوره کړه.

د ایران په دوو ښارونو کې چاودنو یو شمېر خلکو ته مرګژوبله رسولې

بندر عباس کې چاودنه شوې
بندر عباس کې چاودنه شوې

د ایران په بندرعباس او اهواز کې دوه چاودنې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د هرمزګان ولایت د بیړنیو چارو د کنټرول ادارې ویلي چې شنبه په بندرعباس ښار کې په یوه هستوګنیزه ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکو ویلي چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې.

اخوا په اهواز کې هم چارواکو تایید کړې چې په کیانشهر سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د چاودنو تر راپورونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ایران د سمندري ځواک د قومندان علیرضا تنګسیري د وژنې خبره رد کړه.
اسراییلي چارواکو هم ویلي چې دوی په ایران کې د شنبې ورځې په چاودنو کې لاس نه لري.

دا وروستۍ څو ورځې پر ایران د امریکا د پوځي اقدام امکان د کورنیو او نړیوالو رسنیو یوه مهمه موضوع ګرځیدلې.

په ګڼو رسنیو کې راغلي چې متحده ایالتونو په لویو پوځي جنګي بیړیو سربېره ګڼې جټ او تېل وړونکې الوتکې په سیمه کې ځای پر ځای کړی.

د امریکا لویه پوځي جنګي الوتکې وړونکې بیړۍ یو اس اس ابراهام لینکلن هم منځني ختیځ کې لنګر اچولی.

د بلوچستان په ننیو نښتو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په لږ تر لږه دولسو سیمو حکومت مخالفه وسله والو نن همغږه عملیات ترسره کړل.

یوه امنیتي مسوول چې نه یې غوښتل څیره یې ښکاره شي او نوم یې یاد شي فرانس پریس اژانس ته وویل چې د دې بریدونو پرمهال د پنځو ملکیانو په ګډون لږ تر لږه لس امنیتي سرتیرې وژل شوي او اته پنځوس مخالف وسله له منځه تللي دي.

تر دې څرګندونو مخکې نن سهار له کوټې، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر څخه د نښتو او چاودنو راپورونه خپاره شوي وو.

بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.

په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو همغږه عملیات روان دي

کوټه- ارشیف
کوټه- ارشیف

د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو د مرکز کوټې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې نن په یوه وخت عملیات پیل کړې دي.

په کوټه کې یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ماشینداروو او ځانمرګو دا همغږه عملیات په ټول بلوچستان کې ترسره کیږي، په ځانګړي ډول په کوټه، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر کې.

صوبایي حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.

بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.

تهران له واشنګتن سره روغې جوړې ته چمتوالی څرګند کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له امریکا سره یوه تړون ته چمتوالی څرګند کړ.
عباس عراقچي نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هیواد یې له واشنګتن سره سم او منصفانه توافق ته چمتو دی. عراقچي وایي چې ایران چمتو دی چې اټومي وسلې جوړې نه کړي خو د دې په بدل کې دې پر تهران لګیدلي بندیزونه لرې شي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې ایران ته یې داسې ضرب الاجل ټاکلی دی چې هغوی پرې پوهیږي.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د امریکا ډیرې سترې جنګي بیړۍ د ایران په لور روانې دي.

د رفح پوله سر له یکشنبې پرانیستل کیږي

ټاکل شوې ده چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله سر له سبا پرانیستل شي. دا ګام د غزې لپاره د واشنګتن له لورې د سولې د وړاندې شوي پلان برخه ده.

د اسراییل پوځ وویل چې رفح پوله به د محدودو پلیو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او هغه کسان به له دې لارې د تیریدو اجازه ولري چې د اسراییل له لورې یې تایید شوي وي. په ورته وخت کې به د دې کسانو د تګ راتګ چارې اروپایي ټولنه څاري.

رفح د غزې یوازینۍ پوله ده چې له اسراییل سره شریکه نه ده.

د غزې دا پوله د دوه زره څلرویشتم کال د مې له میاشتې راهیسې بنده ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG