افغانستان
فوټبال؛ افغان لوبڅار د اروپايي کلبونو په یوه لوبه کې لوبڅاري کوي
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، حلیم اقا شېرزاد به د پرتګال او بریتانیا د دوو کلبونو په یوه دوستانه سیالۍ کې لوبڅاري ترسره کړي.
یاد فدراسیون زیاته کړې، شېرزاد به د پورتو او کارډیف سیټي کلبونو ترمنځ سیالۍ کې منځنی لوبڅار وي.
دغه سیالي د جولای میاشتې په ۲۲مه نېټه د پرتګال په الګاروه ښار کې ترسره کېږي.
دغه راز حلیم اقا شېرزاد د پرتګال او اسپانیا د دوو کلبونو د دوستانه سیالۍ لپاره د مرستیال لوبڅار په توګه غوره شوی چې دا سیالي به د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه ترسره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما: طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې۵۲ ښځې نیولي دي
یوناما وايي، طالبانو د روان کال له جولای تر سپټمبر میاشتې په کابل او هرات ولایتونو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولي او توقیف کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندی ماموریت یوناما نن پنجشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالب چارواکو له خوا د دغو ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما ویلي، دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو په څې په بېلابېلو دلایلو نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي او بیرته خوشي شوي دي.
یوناما وړاندې ویلي چې د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي توهین او تهدید موارد يې هم ثبت کړي دي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې جنستي تبعیض پایته ورسوي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکي د هرات په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې او نجونې د مناسب حجاب د نه درلودو له کبله نیسي او زنداني کوي.
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي
د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
راشدخان د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د ۷۱۴امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی په داسې حال کې چې د همدې لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې عظمت الله عمرزي د ۳۳۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړي مقام ته رسیدلی دی.
بل لور ته د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ یوازینۍ ټسټ لوبه سبا جمعې ته پلان شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبې د مبصرینو نوملړ خپور کړی چې ملي لوبغاړی نوین الحق هم په کې شامل دی.
د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي
د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي.
فرانس پریس خبري اژانس پرون چهارشنبې د یوې دېپلماټیکي سرچېنې په حواله راپور ورکړی چې پاریس غواړي غیرقانوني او عامه نظم ته ګواښ پېښوونکي افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
وړاندې د سرچېنې په حواله راغلي چې دغه "تخنیکي خبرې" د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي او موخه يې یوازې د کډوالو د اخراج په پروسه کې اسانتیا راوستل دي.
اوونۍ وړاندې د بلجیم حکومت د افغان کډوال د اخراج په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو د پیل خبر ورکړی و.
بل پلو، جرمني بیا په وروستیو کې لسګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډېپورټ کړي دي او د همدې بهیر د اسانچارۍ لپاره یې برلین او بن کې د طالبانو قونسلي ماموران منلي دي.
اوچا: په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پېښو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان و.
اوچا د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت په یوه سیمه کې د ناچاوده توغندي د شنډولو د بهیر وېډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د افغانانو لپاره ورځنی ګواښ دی.
د دغه دفتر په وینا، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۴،۳ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا «سېف د چلډرن» په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.
ګوترېش له پاکستانه د افغان کډوالو د خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترېش د سېشنبې په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد او له زرداري سرهیې په لیدنه کې وویل چې ملګري ملتونه له پاکستان سره د کډوالو د حقونو د خوندي کولو او د هغوی د خپلې خوښې ستنېدا لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، پاکستان هغه مهال د نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه و.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای او اېم» د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې په دې شمېر کې جبري او داوطلبانه ستنېدونکي دواړه شامل دي.
د طالبانو د کرنې وزیر ازبکستان ته ولاړ
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د طالبانو د کرنې وزارت وايي، عمري او ورسره پلاوی به د وچې لهخوا محاصره هېوادونو د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا د هدفونو په اړه په نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې نوموړی د دغه فورم په څنډه کې د ازبکستان له چارواکو او د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او ازبکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو او سفرونو لړۍ زیاته شوې ده.
د ازبکستان د احصائیې ملي کمېټې هم په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی.
په بدخشان کې سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکوي
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهارشنبې سهار د میزان ۱۵ د فیضآباد د نوي ښار په هنګر سیمه کې په یوې ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
د خبرپاڼې له مخې، په دې چاودنه کې دوه ملکي کسان، چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو، سطحي ټپیان شوي دي.
طالب چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې روانې دي.
بلخوا، د طالبانو یوې مخالفې د "افغانستان د ازادۍ جبهې" ډلې پر اېکسپاڼه ادعا کړې چې د بدخشان په مرکز کې یې د طالبانو پر یوه موټر هدفي برید کړی او د یوه سرګروپ په ګډون یې څلور طالبان وژلي دي. دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
ملګري ملتونه: ډيکارلو له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو پر حقونو او د دوحې د بهیرپه اړه خبرې کړي
د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو مرستیالې روزمري ډيکارلو افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغې په دې سفر کې له طالب چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره وکتل.
ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي، ډيکارلو له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو اندېښنې مطرح کړې، په ځانګړي ډول یې د نجونو د زده کړو پر مسئلې ټینګار وکړ.
هغې وویل، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي. ډيکارلو همداراز د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه هم له طالب چارواکو سره مطرح کړل.
د بیان له مخې ډيکارلو د دوحې د بهیر د دوام لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې او خصوصي سکټور په اړه د دوحې د بهیر په دوو کاري ډلو کې پرمختګ شوی دی. هغې ټینګار وکړ چې دا خبرې باید د افغانستان د خلکو لپاره په عملي پایلو بدلې شي.
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښې هم یادې کړې او ویې ویل، ملګري ملتونه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو مرستې ته چمتو دي.
ډيکارلو د خپل سفر پر مهال د مدني ټولنې له استازو او ښځینه فعالانو سره هم وکتل او په افغان ټولنه کې یې د هغوی پر مهم رول ټینګار وکړ.
د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي
د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره وکاروي. په هغه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکتوبر په ۷ په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل د ۲۵ کلیزې په مناسبت ازادي راډیو ته رالیږلی ویل شوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په ګټه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د سیمې د بې ثباتۍ پر ځای د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.
په بیان کې پر طالبانو تور لګول شوی چې د خپلو اقداماتو له لارې یې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته چمتو نه دي.
طالبانو د دغو څرګندونو په وړاندې سمدستي غبرګون ندی ښکاره کړی خو د حکومت مرستیال ویاند یې حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې د اوکتوبر ۷ توره ورځ بللي چې د ده په ټکو په پایله کې یې زرګونه افغانان مړه، ټپیان او کډوال شوي دي.
طالبانو تر دې مخکې په کراتو کراتو ټینګار کړی چې هیچ چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد پر ضد کارواخیستل شي.
د طالب چارواکو د نیولو حکمونه؛ د «ایسيسي» څارنوالۍ یې هرکلی وکړ
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ایسيسي) د څارنوالۍ دفتر د دې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونهیې علني کړي دي.
په هغې اعلامیه کې چې دې څارنوالۍ د سې شنبې په ورځ د «تلې په ۱۴مه» خپره کړې په درې نورو کسانو کې د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني، د پوهنې سرپرست وزیر حبیبالله اغا او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم شامل دي.
پر دوی د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ د ځورونې تورونه لګېدلي چې د بشریت ضد جرم بلل کېږي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې نزهت شمیم خان ویلي، د نیولو دا حکمونه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو، په تېره د زدهکړو د حق، د تأمین لپاره مهم دي.
هغې ویلي، افغان ښځې او نجونې د جنسیت له امله په سیستماتیک ډول له تبعیض سره مخ دي او د عدالت مستحقې دي.
د دې محکمې څارنوالۍ وايي، په افغانستان کې د جنسیت، سیاسي نظر، قوم او مذهب پر بنسټ د خلکو د ځورونې د ادعاوو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.