د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

نړۍ

عراق د سوېډن شارژدافیر له خپلې خاورې ووېست

بغداد کې د سوېډن سفارت مخه او ننني لاریونوال
بغداد کې د سوېډن سفارت مخه او ننني لاریونوال

عراق له سوېډن سره ډيپلوماتیکې اړېکې پرې او د دغه هېواد شارژدافیر یې له پلازمېنې بغداده ووېست.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا، د عراق صدر اعظم محمد شیاع السوداني نن دغه اعلان وروسته تر دې وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ.

وېل کیږي، چې په سوېډن کې عراقي الاصله سوېډني سلوان مومیکا د دغه اعتراض پر مهال د عراق بیرغ او د عراق او ایران د مذهبي مشرانو مقتدا الصدر او ایت الله علي خامنه یي انځورونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

تر دې وړاندې د لوی اختر په ورځ هم همدې سلوان مومیکا قرانکریم ته ورته سپکاوی کړی و او ځینو پاڼو ته یې اور ورته کړی و.

په بغداد کې نن سهار پاریدلي مظاهره چیان د سوېډن پر سفارت ورغلل او له برید وروسته یې د سفارت ودانۍ ته اور واچوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا او چین دفاع وزیران روانه اونۍ سنګاپور کې سره ویني

د امریکا او چین بیرغونه
د امریکا او چین بیرغونه

ټاکل شوې د امریکا او چین د دفاع وزیران د همدې اونۍ په پای کې په سنګاپور کې کم ساري لیده کاته وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې لویډ اسټن او ډونګ جون به د شانګري-لا ډیالوګ د غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د دغې امنیتي غونډې بحثونو کې د پام وړ مسلې د تایوان پر سر د چین او امریکا پر ناندریو ورټولې وي.

دا لیده کاته یوه اونۍ وروسته تر هغه کیږي چې چین د تایوان ټاپو شاوخوا پوځي مانورې وکړې.

متحده ایالتونه د یوه ډیموکرات او خپلواک تایون ملاتړ کوي، خو چین بیا غواړي چې د دغه ټاپو واک په خپل لاس کې ولري.

له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې د متحده ایالتونو او چین لوړپوړي پوځي مشران مخامخ سره کیني.

اسراییل د نړیوالو له نیوکو وروسته هم پر رفح بریدونو ته دوام ورکړ

د رفح ښار یوه څنډه
د رفح ښار یوه څنډه

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګا په رفح کې د هغه برید په اړه چې د نړیوالو سخت غبرګونونه یې وپارول بحث وکړ، اسراییلو نن د غزې په دې جنوبي ښار کې نورې حملې وکړې.

د حماس ډلې پرضد په عملیاتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د نړیوالو له اندېښنو سره سره د اسراییلو د پوځي عملیاتو د بدلون هېڅ نښې نښانې نه ښکاري او په غزه کې د اوربند لپاره د نړیوالو هڅې بې نتیجې پاتې دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په رفح کې د پراخو عملیاتو په اړه اسراییلو ته خبرداری ورکړی، خو د بایډن ادارې پرون ټینګار وکړ چې اسراییلو تراوسه له خپلو حدودو څخه پښه نه ده غځولې.

د اروپا د ۵ متحدو هېوادونو مشرانو د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي - ارشیف
د اوکراین ولسمشر زیلنسکي - ارشیف

د اروپا د پنځو متحدو هېوادونو مشرانو پرون (د مې ۲۸مه) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په خپله غونډه کې له اوکراین څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د دې غونډې د بحثونو تمرکز د چک جمهوریت پر هغه پلان و چې هدف یې له اروپايي ټولنې بهر له ځینو هېوادونو څخه اوکراین ته د توپونو د اته لکه مرمیو برابرول دي.

د دې پلان له مخې د چک د چارواکو او خصوصي کمپنیو د هڅو په نتیجه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د اوکراین لپاره مهمات راټولېږي.

د اروپايي ټولنې او ناټو ۱۵ غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ۱،۶ میلیارد ډالر په لګښت دا پروژه تمویل کړي.

د چک جمهوریت صدراعظم پیتر فیالا چې د پولنډ د ولسمشر اندرې دودا، د هالنډ د صدراعظم مارک روټ، د ډنمارک د صدراعظمې میټي فریدریکسن او د لاتویا د صداعظمې ایويکا سیلینا کوربه و، وویل، تمه ده چې اوکراین به په راتلونکو څو ورځو کې د لسګونه زره ۱۵۵ میلي متري توپونو د مهماتو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

د غزې رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو له عملیاتو سره جګړې زور اخیستی

د رفح یوه څنډه
د رفح یوه څنډه

د غزې د تړانګې د رفح ښار اوسېدونکي خبر ورکوي چې په سیمه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له پراخېدو سره هلته جګړو زور اخیستی دی.

اسراییل وايي د رفح په ختیځ کې د مصر سرحد ته نژدې محدود پوځي عملیات کوي.

امریکا او د اسراییل نورو متحدانو په رفح کې د لویې کچې پوځي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی.

د عیني شاهدانو، د بېړنیو خدماتو د کارکوونکو او روغتيايي چارواکو په وینا د رفح په لویدیځ کې د اسراییلو د تېرې شپې په توغندويي او هوايي حملو کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.

دا حملې په هغو سیمو کې شوي چې د تېرې یکشنبې په ورځ د بېځایه شويو فلسطیني کډوالو پر یوه کمپ له برید وروسته د اور لګېدو په پېښه کې ۴۵ کسان ووژل شول.

د ازادي راډیو ګرجستاني برخه به خپل فعالیت ته دوام ورکړي

د ازادي راډیو د ګرجستاني برخې لوګو
د ازادي راډیو د ګرجستاني برخې لوګو

د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر، وايي چې د دې راډیو د ګرجستان سرویس به د ګرجستان لپاره د خپلواکو خبرونو له رسولو شاته نه شي.

کاپس دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ (می ۲۸) وروسته له هغه کړي چې د ګرجستان پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر د ویټو په لغوه کولو سره د «بهرنیو اجنټانو» قانون تصویب کړ.

سټیفن کاپس پرون په یوه بیان کې وویل چې همدا لامل دی چې په لسګونو زره ګرجستانیان د دغه قانون پر ضد د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. هغه ویلي دغه خطرناک نوی قانون «د روسیې قانون» دی.

د کاپس په وینا، د ګرجستان د "بهرنيو استازیو/اجنټانو" قانون، لکه د روسیې په څېر، د بیان د آزادۍ غلي کولو، دیموکراتیکو ارزښتونو ته زیان رسولو او د استبدادي رژیم په لور د شاتګ په خاطر جوړ شوی.

سټیفن کاپس دا هم وویل چې د آزادې اروپا/ازادي راډیو به د پخوا په پرتله اوس زیات د خبرونو رسولو ته دوام ورکړي ځکه د هغه په وینا ژورنالېزم جرم نه دی.

یوټیوب شبکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چینل وتړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دروازه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دروازه

یوټیوب د دې ټولنیزې شبکې له مقرراتو څخه د سرغړونې له امله د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت رسمي چینل بند کړی دی.

د ایرنا دولتي اژانس ایرنا خبر سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوټیوب دغه اقدام څه موده وروسته له هغه وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت په یوټیوب په انګلیسي ژبه د «مقاومت، د فلسطین لپاره یوازینی انتخاب» تر سرلیک لاندې یوه ویډیو خپره شوه.

ایران د خپلو اعلاناتو او خبرونو لپاره د یوټیوب ټولنیزه شبکه داسې وخن کاروي، چې دا پلیټ فارم په ایران کې فلټر شوی او خلک یې د کارولو حق نه لري.

تر دې مخکې د «میټا» شرکت چې د انسټاګرام او فیسبوک خاوند دی، په دغو ټولنیزو شبکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر علي خامنه اي رسمي اکاونټونه بلاک کړل.

هسپانیا او ناروې فلسطین په رسمیت وپېژنده، ایرلنډ به هم نن دا کار وکړي

هسپانیا تېره اوونۍ د فلسطین د په رسمیت پېژندلو اعلان کړی و
هسپانیا تېره اوونۍ د فلسطین د په رسمیت پېژندلو اعلان کړی و

هسپانیا او ناروې نن فلسطیني دولت په رسمیت وپېژنده او تمه ده چې ایرلنډ به هم ورته اقدام وکړي.

د اروپا دا درې هېوادونه باور لري چې د دوی نوښت به یو لوی سیمبولیک اثر ولري او ښايي نور هېوادونه وهڅوي چې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

په دې ترڅ کې دوی د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ناروې او هسپانیا د تاریخي ونډې یادونه کوي.

دا پرېکړه ښايي په غزه کې پر روانه جګړه اغېز ونه کړي خو تمه ده چې پر تل ابیب به نړیوال فشار زیات کړي څو په غزه کې د حماس ډلې پرضد په ځوابي عملیاتو کې نرموالی راولي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

اسراییلو نن بیا د غزې په جنوب کې هوایي او ځمکني عملیات وکړل

د عملیاتو له امله د خلکو بې کوره کېدل
د عملیاتو له امله د خلکو بې کوره کېدل

اسراییلو نن یوځل بیا د بمباریو او ټانکونو په ملاتړ د غزې په جنوب کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړ.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني ویلي چې په بېګانیو بمباریو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي دي چې بېګانۍ شپه ډېره سخته پرې تېره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو په رفح کې د هغه برید له کبله چې په نتیجه کې یې د بېځایه شویو کډوالو په خېمه کې اور ولګېد او لږترلږه ۴۵ کسان یې ووژل اسراییل په کلکه غندلی دی.

د نړۍ مشرانو د ملګرو ملتونو د نړیوالې محکمې د هغه حکم پر عملي کېدو ټینګار وکړ چې په رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کوي.

د اوکراین او بلجیم چارواکو ۱۰ کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ

د تړون له لاسلیک وروسته
د تړون له لاسلیک وروسته

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د بلجیم صدراعظم الکساندر دې کرو نن د خپلو هېوادونو ترمنځ لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

زیلینسکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې موافقې له مخې بلجیم اوکراین ته په سږني کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته برابروي.

هغه همداراز یادونه کړې چې بلجیم به تر ۲۰۲۸ کاله اوکراین ته ۳۰ اف شپاړس F-16 ډوله جنګي جټ الوتکې ورکړي.

د زیلینسکي په وینا د دې الوتکو لومړۍ جوپه به په سږني کال کې اوکراین ته وسپارل شي.

ښاغلي زیلینسکي پرون په مادرید کې د اسپانیا له صدراعظم پیدرو سانچز سره هم ورته تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې، هسپانیا له اوکراین سره څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته کوي.

د اوکراین ولسمشر او د بلجیم صدراعظم نن دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکوي

د اوکراین ولسمشر او د بلجیم صدراعظم
د اوکراین ولسمشر او د بلجیم صدراعظم

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د بلجیم صدراعظم الکساندر دې کرو نن د خپلو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

زیلینسکي او دې کرو به همداراز د بلجیم له هغې هوايي اډې څخه لیدنه وکړي چې د F-16 الوتکو اوکرایني پیلوټان پکې روزل کېږي.

ښاغلي زیلینسکي پرون په مادرید کې د اسپانیا له صدراعظم پیدرو سانچز سره هم ورته تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې، هسپانیا له اوکراین سره څه باندې یو میلیارد ډالره پوځي مرسته اعلان کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG