د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

نړۍ

 چین کې د کرونا د پېښو زیاتوالی ؛ تېره میاشت یې ۲۳۹ کسان مړه کړي

چین کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو معلومات ګوري.
چین کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو معلومات ګوري.

چینايي چارواکو تایید کړه چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې ۲۳۹ تنه د کوېډ۱۹ له کبله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په چین کې یو وار بیا د کوېډ۱۹ پېښې زیاتې شوي.

د کرونا پېښې او د خلکو مړینه د سختو محدودیتونو تر لرې کېدو وروسته راپور شوي.

چینايي چارواکو نن دا هم ویلي چې په تېره مې میاشت کې هم ۱۶۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي.

معلومه نه ده، چې د چین چارواکو د کوېډ۱۹ د پېښو د بیا زیاتېدو پر وړاندې کوم تدابیري ګامونه په پام کې نیولي.

د دغو پېښو زیاتېدو په نورو هېوادونو کې هم خلک اندېښمن کړي دي.

نړیوالو روغتیایي بنسټونو د کرونا د تازه پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

چین د کوېډ۱۹ د پیل مرکز و، چې ډېر ژر ترې دا وبا د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده.

د ورلډ میټرز انفو پاڼه، چې په نړۍ کې د کوېډ۱۹ قضیې راپور کوي، وایي تر دې دمه (۶۸۹۸۰۷۷) ۶میلیونه او ۸۹۸ زره ۷۷ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییلي ځواکونو د جنین ښار ته نږدې دوه فلسطینیان ووژل

د غزې یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
د غزې یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

اسراییلي ځواکونو نن په لوېدیځه غاړه کې د جنین ښار ته نږدې پر دوو فلسطینیانو ډزې وکړې او ویې وژل.

فرانس پرېس اژانس څرګندوي چې د دې پېښې خبر د اسراییل پوځ او فلسطیني چارواکو ورکړی دی.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې څو تنه وسله‌والو چې په یوه موټر کې سپاره وو، په یوه پوسته کې پر اسراییلي پوځیانو ډزې وکړې.

د فلسطین رسمي اژانس، وفا راپور ورکړ چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د الکسي‌ ناوالني ملاتړي د ده په یاد کنسرت جوړوي

ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.
ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.

د الکسي ناوالني ملاتړي غواړي چې د هغه په یاد په برلین کې کنسرت جوړ کړي.

ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.

دا کنسرت د جون په څلورمه دی، دا هغه ورځ ده که ناوالني ژوندی وای نو ۴۸مه کلیزه به یې وه.

د ناوالني ملاتړیو د جمعې په ورځ په ټیلګرام کې د دې کنسرت خبر ورکړ او ویې ویل چې هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ناوالني نوم او نظریات لا هم اورېدل کېږي.

دوی زیاته کړه، تر هغې چې د ناوالني یاد ژوندی وي روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هغه ته ماتې ورنه کړي.

د یو شمېر نورو سندرغاړو ترڅنګ به په دې کنسرت کې د رپ سندرغاړی نوایز ایم سي او د ایګل په نوم د روسیې د هپ هاپ سندرو جوړه برخه واخلي.

جلال‌اباد ښار ته نږدې درونټه کې غر ښویېدنې پېښه؛ لږترلږه ۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

جلال اباد ښار ته نږدې په درونټې سیمې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه څلور کسان مړه شوي.

ځایي طالب چارواکو او د سیمې خلکو نن ویلي چې د سختو بارانو له امله له غره لویې ډبرې ښویېدلي او دوه مسافر وړونکي موټر یې لاندې کړي.

په ویډیوګانو کې هم چې په خواله رسنیو لاس په لاس کېږي سړک تړلی ښکاري او څو موټر د ډبرو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې دمګړی د کابل-جلال اباد لار د ټرافیکو په مخ تړلې ده.

جلال اباد او شاوخوا سیمو کې سخت بارانونه شوي او له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

د المپیک پر مشال بار کښتۍ له یونان څخه پاریس ته روانه شوې

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.

هغه کښتۍ چې د المپیک مشال په‌کې بار دی نن له یونان څخه د پاریس په لورې روانه شوه.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.

د المپیک لوبو تنظیموونکو پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یونان په پلازمېنه اتن کې د پاناتینایکو په لوبغالي کې مشال ترلاسه کړ.

د المپیک لوبې د جولای په ۲۶مه په فرانسه کې پيلېږي.

په امریکا کې د اسراییل او حماس د جګړې ضد اعتراضونه دوام لري

د امریکا په جورج واشنګټن کې د اسراییل-حماس ترمنځ د روانې جګړې پر ضد د اعتراضونو یوه څنډه
د امریکا په جورج واشنګټن کې د اسراییل-حماس ترمنځ د روانې جګړې پر ضد د اعتراضونو یوه څنډه

د امریکا په متحد ایالتونو کې محصلانو د اسراییل-حماس د جګړې پر ضد اعتراضونو ته ادامه ورکړې او نن هم په ځینو پوهنتونونو کې محصلان له پولیسو سره په شخړو اوښتي دي.

محصلانو ویلي چې اعتراضونه به یې روان وي.

محصلانو په ځینو پوهنتونونو کې رییسان غندلي چې پولیسو ته یې خبر ورکړی چې د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.

پولیسو تېره اوونۍ د مظاهرو د مخنیوي لپاره یوه هڅه وکړه چې په ترڅ کې یې تر سلو ډېر محصلان ونیول.

د ایران حکومت نیول شوې پرتګالۍ کښتۍ او عمله خوشې کوي

ارشیف: په هرمز تنګي کې ایراني ځواکونه د ګزمې پر مهال
ارشیف: په هرمز تنګي کې ایراني ځواکونه د ګزمې پر مهال

ایراني رسنیو نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبر ورکړ چې د نیول شوې کښتۍ عملې ته کونسلي خدمات وړاندې شوې او تمه ده چې خوشې شي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اسراییل مربوط یوه کښتۍ چې د پرتګال بیرغ پرې رپېده له ۲۵ عملې سره د اپرېل په دیارلسمه د هرمز په تنګي کې ونیوله.

دا بېړۍ یې وروسته تر دې وګرځوله چې تهران خبرداری ورکړ چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید غچ به واخلي.

ایران وایي چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ اسراییلي ځواکونو برید کړی، خو اسراییل تر اوسه رسماً دا نه ده منلې چې دا حمله دوی کړې ده.

قطر او پاکستان ته د یوه امریکايي چارواکي سفر؛ د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحده‌ایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.

اسټین: امریکا اوکراین ته د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د دفاع وزیر وايي، متحدایالات اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالر په لګښت د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي.

لوېډ اسټین دا څرګندونې پرون د اوکراین د دفاع د تماس له ډلې سره د کتنې پرمهال وکړې.

اسټین زیاته کړه چې دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کې وکارول شي چې مخکې اوکراین ته سپارل شوي دي.

اسټین دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د نورو توغندويي بریدونو د مخنيوي لپاره اوکراین ته د هوايي مدافعې اړوند سیسټمونه ورکړي.

د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا په دې اضافي مرسته کې له ځمکې څخه هوا ته د پرمختللي توغندويي سیستم مهمات او تجهیزات هم شامل دي.

روسیه کې د تېرې میاشتې خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیول شوی

مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله. په دې پېښه کې ۱۴۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شول.
مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله. په دې پېښه کې ۱۴۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې روسي چارواکو پلازمېنې مسکو ته نژدې د تېرې مارچ میاشتې د خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیولی دی.

آربي‌کې RBK خبري آژانس پرون د قانون د تنفیذ د ځواکونو له قوله خبر ورکړ چې نیول شوی کس جمعه خان قربانوف نومېږي.

نوموړی په ۲۰۰۳م کال زېږېدلی دی.

روسي چارواکو د مسکو د خونړۍ حملې په تړاو چې ۱۴۴ کسان په‌کې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، تردې دمه ۱۱ تنه تاجکان او یو روسی وګړی چې په قرغزستان کې زېږېدلی دی، نیولي دي.

مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله.

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه دغه هېواد ته ولېږدول شول

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو مړي چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شول.

په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.

د اپرېل پر ۱۲مه هم د اوکراین ۹۹ سرتېري کییف ته انتقال شوي وو، روسیې ته بیا د ۲۳ سرتېرو مړي لېږدول شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG