افغانستان
احمدزی: په وروستیو اعلان شویو لوبډلو کې د عثمان غني د شاملېدو حق جوړېده
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی روزونکی دولت خان احمدزی وايي، د کرکټ بورډ په وروستیو اعلان شویو درېیو لوبډلو کې د عثمان غني سل فیصده حق جوړېده.
وروسته له هغې چې عثمان غني د کرکټ بورډ له اوسنۍ رهبرۍ او ټاکونکې ډلګۍ سره پرېکون اعلان کړ، ښاغلي احمدزي یې په تړاو ازادي راډیو ته وویل، عثمان غني د کرکټ بورډ غلطو پرېکړو 'ناهیلۍ' ته رسولی دی.
هغه وايي، که د عثمان غني تېرې لوبې وکتل شي، دومره خرابه کارکردګي نه لري چې حتا په الف لوبډله کې هم انتخاب نه شي.
دولت احمدزی وايي: "که د کرکټ بورډ ادارې اوسني انتخاب ته وګورې، یو وخت داسې فکر کېده چې ځینې لوبغاړي به کرکټ پرېږدي، خو ولیدل شول چې بیا لوبډلو ته راوستل شول. نو په همدې دلیل ویلی شو چې په وروستیو اعلان شویو درې لوبډلو کې د عثمان غني سل فیصده حق جوړېده. هغه باید په روزنیزو کمپونو کې وای، فټنس، ډیسیپلین او نور مسایل یې لیدل شوي وای، که د لوبې جوګه نه وای بیا دې لرې کړای شوی وای."
د نوموړي په وینا چې عثمان غني په وروستۍ شپږیزه او زرغون جام سیالیو کې ډېر ښه لوبېدلی دی او حق یې کېږي چې باید په ملي لوبډله کې وي.
د دولت احمدزي په باور، کرکټ بورډ اداره د لوبغاړو د ساتلو لپاره له ډېره وخته ښکاره تګلاره نه لري.
دی زیاتوي، که همدغسې له پالیسو سرغړونې کېږي، ډېر نور لوبغاړي به هم بغاوت ته اړ شي او بلاخره به نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.
تر دې دمه د کرکټ بورډ د ښاغلي غني د پرېکون او دعوې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دجاپان ټیم سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن جاپان سره لوبه کوي.
په دې مرحله کې نن دافغانستان او جاپان په شمول اته ټیمونه لوبېږي.
دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیر پړاو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
یوناما : افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې دغه هیواد په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري.
یوناما د سې شنبې په ورځ (د فبروري ۱۴) په خپل فیسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې قربانیان په عمده توګه ماشومان دي چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.
یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت د لوبو پرمهال د ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان یا وژل کیږي.
یوناما د ماین پاکۍ په برخه کې د نادولتي سازمانونو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ماین پاکۍ د مرکز (MDC) مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو او او د جګړې څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کیږي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام لوبو کې نن اته ټیمونه لوبیږي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام کې نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن دسلواغې په ۱۴مه اته ټیمونه سره لوبې کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د جاپان په وړاندې، دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې لوبې کوي.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیرو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
د U-19 دنړیوال جام نیمه پایلوبې نن پیلیږي
د ۱۹ کلونو څخه د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام دنیمه پایلوبې لوبې نن سه شنبه پیلیږي.
دافغانستان، هند ، استرالیا او انګلستان ټیمونه په دې مرحله کې سره مخامخ کیږي.
د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه نن د انګلستان او استرالیا د ټیمونو ترمینځ ته.
دافغانستان د نولس کلونو کشره لوبډله سبا چهارشنبې د سلواغې په پنځلسمه له هند سره لوبه کوي.
ددغې مرحلې دوه بریالي ټیمونه د راتلونکې جمعې په ورځ د جام پایلوبه سره سیالي کوي.
د طالبانو حکومت کابل کې دنبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکړ
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عالي تحصیلاتو وزارت په هیواد کې د نبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکوي.
وزارت وايي دغه پوهنځی د طالبانو د مشرتابه له حکم سره سم د کابل د طبي علومو د پوهنتون په چوکاټ کې جوړیږي.
وزارت ددوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه پوهنځی به د روغتیايي علومو په پرمختګ او د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.
سره لدې چې خبر کې ډیرجزئیات نشته خو نبوي طب د ځینو بیماریو په علاج کې په نبوي ارشاداتو او نباتی علاج باندې ډیر ولاړ دی او له کلونو راهیسې افغانستان او سیمه کې خپل مراجعین لري.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هدف دا دی چې سنتي یا دودیز طب په رسمي ډول د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیسټم کې مدغم شي.
ددغه پوهنځي د تاسیس خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دافغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د سلګونو زرو کډوالو له ستنیدو وروسته ،خصوصا د ښځینه روغتیاپالانو د کمښت له کبله بل هر وخت ته په کتنه ترډیر فشار لاندې دی.
د افغانستان او سکاټلنډ تمریني لوبه
د کرکټ د نړیوال جام په تمریني لوبه کې افغانستان او سکاټلنډ لوبه لري.
افغان ټیم لومړی بیټینګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.
دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې روانه ده.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره درویش رسولي په ۴۶ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې چې پکې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې دي.
تمه ده د افغانستان ټیم بله تمریني لوبه راتلونکې چهارشنبه له ویسټ اندیز سره وکړي.
د کرکټ د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام د هند او سریلانکا په کوربه توب دا اوونۍ پيلیږي چې د افغانستان اولنۍ لوبه به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ په وړاندې وي.
افغانستان به ډي ګروپ کې په نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ شي.
میلیونونو افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین پيل شو
نن دوشنبې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شوی.
دا په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې اوه میلیون او درې لکه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د پولیو واکسین ورکړل شي.
په ختیځو ولایتونو کې به چې فرعي کمپاین پکې تطبیقیږي شاوخوا یو نیم میلیون ماشومان واکسین شي.
د پولیو فري افغانستان په نوم بنسټ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دغه کمپاین به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو، کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار او هلمند ولایتونو کې په بشپړډول او د کابل، بلخ او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې ترسره شي.
سږ ۲۰۲۶ کال لا د پولیو کومه پېښه افغانستان کې نه ده ثبت شوې خو تېر کال په دغه هېواد کې لږترلږه نهه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له منځه نده تللې.
پولیو یا ګوزڼ هغه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې واکسینونه یې مخه یې نیولی شي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کشره لوبډله له هند سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له هند سره مخامخ شي. دا لوبه به د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمینه هراري کې پيل شي. هند پرون یکشنبې هغه مهال د دې جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله چې پاکستان ته یې د ۵۸ منډو په توپیرماتې ورکړه. پرافغانستان او هند سربیره، د استرالیا او انګلستان لوبډلې هم د دې جام د نیمه پایلوبې پړاو ته وتلي دي. په پام کې ده چې د دوی ترمنځ لومړنۍ نیمه پایلوبه سبا سې شنبې د زیمبابوې په بولویوو Bulawayo کې ترسره شي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې د بلخ، جوزجان او هرات ولایتونه به نن دوشنبه (۱۳ دلو) د واورې او باران د ورېدو شاهدان وي.
د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ میلی متره او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتي متره پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو له امله له ۶۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.
نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي
نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.
د پولیو فري افغانستان په نوم بنسټ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دغه کمپاین به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو، کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار او هلمند ولایتونو کې په بشپړډول او د کابل، بلخ او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې ترسره شي. دې بنسټ ندي ویلي چې د دغه کماپین په ترڅ کې به څومره ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شي خو اټکل کیږي چې په دغو ولایتونو کې به ملیونونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
په نوي ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې تراوسه د پولیو د کومې مثبتې پیښې د ثبتیدو راپورندی ورکړل شوي خوتیرکال په دې هیواد کې د لږترلږه نهمو مثبتو پیښو د ثبتیدو راپورورکړل شوی و. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له منځه نده تللې. پولیو یا ګوزڼ هغه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې واکسینونه یې مخه یې نیولی شي.