د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

جامي: په افغانستان کې د بوټ ګنډلو د ۳۵۰ کارخونو په بندېدو سره ۴۰۰۰ کسان وزګار شوی


د کابل د بوټ ګنډونکو د ټولنې مسوولان سیاسي تحولات او له چین، ایران او پاکستانه د بوټانو واردول د وطني بوټانو د بازار د خرابېدو لاملونه بولي.
د کابل د بوټ ګنډونکو د ټولنې مسوولان سیاسي تحولات او له چین، ایران او پاکستانه د بوټانو واردول د وطني بوټانو د بازار د خرابېدو لاملونه بولي.

د بوټانو له توليدونکو کارخونو جوړه د کابل د بوټ ګڼدونکو ټولنه وایي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې څه باندی ۳۵۰ د بوټ ګنډلو کارخونې بندې شوې او له امله یې څلور زره کسان وزګار شوي دي.

د بوټانو د تولید د کارخونو ځیني مالکان وایي، په دې وروستیو کې یې د خرڅلاو بازار کم شوی او له دې امله یې ګڼو کارګرانو ته ځواب ورکړی دی.

په کابل ښار کې د بوټانو د تولید د یوی کارخونې مالک محمد طارق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېر کې ۲۴ کسانو زما په کارخونې کې کار کاوه، خو له کومې ورځې چې امارت راغلی دا شمېر ۸ کسانو ته راټیټ شوی. په تېر کې به مو په اوونۍ کې ۱۶ درجنه بوټان تولیدول، خو اوس په اوونۍ کې ۳ – ۴ درجنو ته راښکته شوی، دا چې موږ نوي فرمایشونه نه درلودل، نو له لوی اختر یوه اوونۍ مخکې مې دکان بند کړ."

د بوټانو د تولید د یوې بلې کارخونې مالک فېروز هم ورته شکایت لري او وایي، د خرڅلاو د کمېدو له امله یې خپل ګڼو کارګرانو ته ځواب ورکړی دی.

نوموړی وايي: "ما د وطني بوټانو د تولید درې کارخونې درلودې او یوه کارخونه راپاتې ده چې دا مې هم له اختره ۲۰ ورځې وړاندې تړلې وه او اوس ویره لرم چې دا یوازینۍ راپاتې کارخونه به مې هم له لاسه ووځي، تر اوسه مې څه باندې ۹۰ استادانو او شاګردانو ته ځواب ورکړی."

د کابل د بوټ ګنډونکو د ټولنې مسوولان سیاسي تحولات او له چین، ایران او پاکستانه د بوټانو واردول د وطني بوټانو د بازار د خرابېدو لاملونه بولي.

ارشیف: په کابل کې جوړ بوټان
ارشیف: په کابل کې جوړ بوټان

د یادې ټولنې رییس محمد اصف جامي د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، په تېر نظام کې په افغانستان کې د بوټ ګنډلو ۶۳۵ کارخونې فعاله وې.

ښاغلی جامي وايي: "په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۳۵۰ کارخونو خپل فعالیت بند کړ، څه باندې څلور زره کسان بې کاره شول چې ډېری یې له وطنه د باندې لاړل او اوسمهال څه ناڅه ۳۰۰ کارخونې فعالې دي، مانا دا چې دا ۳۰۰ فعالې کارخونې هم اکثره یې بازار نه لري."

د جامي په خبره چې په تېر نظام کې د وطني بوټانو ډېری پېرودونکي محصلان، زده کوونکي او د اداراتو کارکوونکي وو چې د ښځو په مخ د ادارو په تړل کېدو سره د دوی بازار هم راکم شو.

د بوټانو د کارخونو د مالکانو دا ستونزه مو د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد سره مطرح کړه، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو وړاندې له دې یې ویلي وو چې، د طالبانو حکومت د بوټ ګڼدلو له صنعته ملاتړ کوي.

د بوټانو د تولید د کارخونو مسوولان وایي، دوی په خپلو کارخونو کې څپلۍ، د ښځینو، ماشومانو او لویانو بوټان جوړوي او د طالبانو له حکومت غواړې چې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG