نړۍ
په ایران کې د شرابو څښلو له کبله لږترلږه ۱۲ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر مسموم شوي
د ایران په البرز ولایت کې لږترلږه ۱۲ تنه په کورونو کې د جوړو شویو شرابو د څښلو له کبله مړه شوي او تر سلو ډېر نور مسموم شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو قوماندان حمید هداوند پرون وویل چې دغو کسانو صنعتي الکول له اوبو او ځینو نورو شیانو سره ګډ کړي او بیا څښلي وو.
ویل کېږي چې ممکن د قربانیانو شمېر تر دې ډېر وي ځکه چې ښايي ځینې مړي روغتون ته وړل شوي نه وي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا دفاع وزیر کییف ته رسېدلی
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه د اکټوبر ۳۰مه کییف ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې له امله یې یو شمېر ملکیان ټپیان شوي او مهم تاسیسات ویجاړ شوي دي.
اسټین په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا څلورم ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه اوکراین ته ځي، او دا ښيي چې امریکا له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.
اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی
اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې د دویمې شپې په مخه د اوکراین پر پلازمېنه کیف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ.
د دوی په وینا په دې بریدونو کې د استوګنو ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو ملکي ټپي شوی دی.
د کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو، نن دوشنبې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي: "بله شپه، بله اندېښنه. دښمن د اوکراین او کییف په وړاندې د هوايي بریدونو شدت نه کموي."
پوپکو زیاته کړه: "نژدې ۱۰ بې پیلوټه الوتکې، چې څو ځله یې له مختلفو خواوو یې ښآر په نښه کړ، ویجاړې شوي دي."
د هغه په وینا، په دې بریدونو کې کومه مرګژوبله نه ده پېښه شوې، خو د بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د لوېدلو له کبله لږ تر لږه یو تن په برسېرن ټپي شوی دی.
د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، هم په ټیلیګرام کې لیکلي چې د ویجاړ، شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېنې په درې اصلي سیمو کې لوېدلي، چې په ترڅ کې یې د څو استوګنو ودانیو بامونو، ظاهري برخو او د برښنا سیمونو ته زیان اوښتی دی.
د ترکیې د ولسمشر مخالف او یو روحاني مشر فتحالله ګولن په امریکا کې مړ شوی
فتحالله ګولن ته نژدې خواله رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا سخت مخالف روحاني په امریکا کې وفات شوی دی.
راپورونه ښیي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یو روغتون کې وفات شوی دی.
دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.
"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.
ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.
په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه اینټيوي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی.
خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فتحالله ګولن نوم د ۲۰۱۶م کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په "کودتا" تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.
په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د وسلهوالو په ډزو وژل شوی
په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو په دوام کې پرون په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد یو چارواکی د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنیو نن وویل چې شیرعلي ماښام مهال په بنو کې خپل کور ته روان و چې وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
په دې پېښه کې د دغه چارواکي دوه نژدې خپلوان ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو عموماً ټيټيپي بریدونه کوي.
دا په روان اکټوبر میاشت کې په بنو کې پر پولیسو او امنیتي کسانو درېیم برید دی.
په تېرو دوو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي دي.
جرمني کې د اسراییل پر سفارت د هڅې په تور نیول شوی لیبیایي وګړی زندان ته لېږدول شوی
د اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه ملاتړی پرون توقیف ته ولېږدول شو چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اسراییل پر سفارت د برید د هڅې په تور نیول شوی دی.
د جرمني "ډيپياې" خبري اژانس ویلي چې د عمر په نوم دغه لیبیایي وګړی د شنبې په ورځ د برلین په یوه څنډه کې د پولیسو د هغې قطعې لهخوا ونیول شو چې په درنو وسلو سمباله ده.
د جرمني فدرال څارنوالانو ویلي، یاد کس پلان درلود چې د اسراییل پر سفارت د ټوپک په وسیله د لوړې کچې برید وکړي.
دغو څارنوالانو په یوه بیان کې ویلي چې مشکوک کس د خپل برید د پلان په اړه د داعش یوه غړي ته په مسنجر کې معلومات لېږلي دي.
نیول شوی کس ۲۰۲۲م کال کې جرمني ته دننه شوی چې هلته یې د پنا اخیستنې دوسیه هم رد شوې ده.
د جرمني پولیسو ویلي چې د غزې د جګړې له پيله په دغه هېواد کې د یهودانو ضد فعالیتونه ډېر شوي دي.
کمالا هاریس: په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل راته د منلو نه دي
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هاریس وایي، په غزه کې د بې ګنا فلسطینیانو وژل ورته د منلو نه دي.
مېرمن هاریس چې د ډیموکرات ګوند لهخوا د ولسمشریزو ټاکنو نومانده ده، پرون یکشنبه دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.
نوموړې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
که څه هم منځني ختیځ ته د بلېنکن د راتلونکي سفر نور جزییات نهشته، خو د جرمني خبري اژانس یا "ډيپياې" لیکلي چې بلېنکن به سبا سه شنبه اسراییلو ته ورسېږي.
په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
جانسن: امریکا ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په اړه څېړنې پيلوي
د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن وايي، متحده ایالتونه ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په تړاو څېړنې پيلوي.
دا اسناد د شنبې په ورځ یوه ټلګرامي چینل ته لیک شوي دي.
د "سيایناین" د راپور پر اساس، دا اسناد ډېر محرمانه دي او هغه نښانونه پرې دي چې یواځې یې امریکا او د فایف آیز ډلې غړي اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او بریټانیا کتلی شي.
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت پنټاګون د دغو رپوټونو د څېړلو په حال کې دی.
نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي هڅه کوي د دغو اسنادو افشا کوونکې سرچینې معلومې کړي.
دا اسناد چې د سټلایټ عکسونه هم پهکې شته په راتلونکو ورځو کې په ایران د اسراییلو غچ اخیستونکي برید ته اشاره کوي.
نیویارک ټایمز بیا دا هم ویلي، دا اسناد یواځې د سټلایټي عکسونو په ارزونې وړاندې کوي.
د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې په لومړي ځل شل اوريز نړيوال جام وګاټه
د نیوزیلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د سویلي افریقا په ماتولو سره په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه.
دغه پایلوبه نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې نیوزیلنډ د ۳۲ منډو په تفاوت وګټله.
د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۸ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه امیلیا کر۴۳، بروکي هالیډی ۳۸ او سوزي بټز ۳۲ منډې وکړې.
سویلي افریقا ته بیا په توپ اچونه کې نانکولولیکو ملابا دوه لوبغاړې وسوځولې.
د نیوزیلنډ د هدف په دوام د سویلي افریقا لوبډلې ۱۲۶ منډې وکړې، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او یو وار بیا یې پایلوبه وبایلله.
لورا د سویلي افریقا مخکښه منډه جوړونکې وه، چې ۳۳ منډې یې کړې وې او د نیوزیلنډ په توپ اچونکو کې امیلا کر او رسمیري مایر ۳ـ۳ لوبغاړې وسوځولې.
د نیوزیلنډ ملي لوبډله تر دې وړاندې هم درې ځل تر پایلوبې رسېدلې وه، خو په لومړي ځل یې پایلوبه وګټله.
د سویلي افریقا ښځینه لوبډلې بیا تېر ځل هم په پایلوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ماتې خوړلې وه او لا یې هيڅ نړیوال جام نهدی ګټلی.
د ویلو ده چې سږکال په لومړي ځل د ښځینه نړیوال جام امتیازات هم د نارینو په څېر و، ګټونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۳۴ میلیونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۱ اعشاریه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شول.
د اسراييل پوځ لبنان کې د حزبالله پر استخباراتي مرکز د بريد خبر ورکړی
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې دوی د یکشنبې په ورځ په لبنان کې د حزبالله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کې د وسلو د تولید پر یوه ځمکني ورکشاپ برید کړی دی.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې، د دوی جنګي الوتکو د حزبالله درې قوماندانان وژلي دي، چې پهکې عباس سلیمه د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی، رضا عباس عواضه د اړیکو ماهر، او احمد علي حسین شامل دي، چې د اسراییلو پوځ په وینا د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و.
تر اوسه روښانه نهده چې دا درې کسان په استخباراتي مرکز کې په برید کې وژل شوي او که په بېلو عملیاتو کې.
حزبالله تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په سهار دوه اسراییلي بریدونه په (حاره حریک) او په (حداث) کې شوي، دا ټولې سیمې د حزبالله تر کنټرول لاندې د بیروت د جنوب په ضاحیه کې موقعیت لري.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، د لبنان په جنوب کې یې تونلونه او ځمکني تاسیسات ویجاړ کړي او د جمعې په ورځ یې د حزبالله د بنت جبیل سیمې مرستیال قوماندان وژلی دی.
اسراییلي پوځ همداراز ویلي چې، په نورو بریدونو کې یې د لبنان په جنوب کې د حزبالله ۳ وسلهوال وژلي دي.
کيوبا کې د يوې برخې برېښنا د بېرته فعالېدو خبر ورکړل شوی
د کیوبا چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د برېښنا په ملي شبکې کې له دوو لویو پرچاویو وروسته د دې هېواد، چې ۱۰ میلیونه نفوس لري، د یوې برخې لپاره برېښنا بېرته فعاله شوې ده.
لهدې سره سره، د کیوبا د برېښنا اتحادیې نن (یکشنبې) د نویو ستونزو خبر ورکړ او په خپل رسمي ټلېګرام چېنل کې یې ولیکل: "د سهار په ۶ بجې او ۱۵ دقیقو د برېښنا ملي شبکه یو وار بیا پرچاو شوه."
په کیوبا کې په لومړي ځل په پراخه کچه د برېښنا پرچاوي د جمعې په غرمه د دې هېواد په یوه ستر برېښناکوټ کې د ستونزې د پېښېدو له کبله پیل شوه.
دا پرچاوي د دې هېواد لپاره جدي ګواښ دی، ځکه چې د برېښنا نشتوالی د اوبو رسولو شبکه هم بندوي او یخچالي خواړه په چټکۍ سره خرابېږي.
د برېښنا شدید کمښت حکومت اړ کړی چې، غیر ضروري کارګران کور ته ولېږي او ښوونځي، اقتصادي او تفریحي مرکزونه وتړي.