نړۍ
یونان کې د بېړۍ ډوبېدو پېښه؛ د ژغورونکو ډلو عملیات روان دي
د ژغورنې ډلو نن هم په یونان کې د هغې بېړۍ د ډوبو شوو کسانو د موندلو عملیات پر مخ وړل چې پرون ډوبه شوه.
فرانس پریس لیکلي، دغې پېښه کې تر اوسه د ۷۸ کسانو د مړینې تایید شوی دی.
په یونان کې د سمندر غاړې ګارډانو ویلي، ۱۰۴ ډوب شوي کډوال یې ژغورلي دي.
داسې وېره شته چې د بېړۍ له ډوبېدو وروسته ممکن سلګونه کسان تري تم وي.
د یو اینایچ سي آر مسوولانو ویلي، ممکن دا پېښه په وروستیو کلونو کې د یونان په اوبو کې تر ټولو لویه غمیزه وي.
ویل شوي چې بېړۍ کې سپاره کسان تر ډېره د افریقایي هېوادونو اتباع وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتنیاهو د فساد په تور محکمې ته حاضر شو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د فساد په یوه قضیه کې محکمې ته حاضر شو.
نتنیاهو د تل ابیب یوې محکمې ته وویل چې پر ده د بډو، درغلۍ او له اعتماد څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لګېدلي تورونه بې معنا دي.
هغه ژمنه وکړه چې په روان قضايي بهیر کې به د ده څرګندونې ترټولو باوري وي.
نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله ولسمشر دی چې د جنایي تورنو په خاطر په محکمه کې خپله دفاع کوي او دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې هم د هغه د نیولو حکم ورکړی دی.
په عین حال کې اسراییلي جنګي الوتکو د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو او د سوریې او اسراییل ترمنځ حایل سیمې ته د اسراییلي سرتېرو له ننوتو وروسته په سوریه کې هوايي حملې کړې دي. اسراییلو په عین حال کې هغه راپورونه رد کړي چې وايي، اسراییلي ځواکونو د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دي.
اروپا هم غواړي بیا کاریدونکی فضایي راکټ جوړ کړي
د اروپا د فضايي تحقیقاتو یوه شرکت مایا سپېس Maiaspace هڅې ګړندۍ کړي څو هغه ډول راکټ جوړ کړي چې بیا بیا کار ترې اخیستل کېدی شي.
د مایا سپېس څېړونکو د فرانسې د نورماندي سیمې د ویرنون Vernon ښار په غرنيو ځنګلونو کې یو فولادي سلندر د هغه لوی راکټ له ځانګړو برخو سره ونښلاوه چې د بیا کارولو وړتیا به ولري.
اروپا هیله لري چې د دوی دا پروژه به د امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د ناڅاپي پرمختګ مخه ونیسي. مایا سپېس د اروپا د راکټ جوړولو د لوی شرکت اریان ګروپ یوه څانګه ده چې یوازې دوه کاله عمر لري او اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې د اروپا د لومړني بیا کارېدونکي فضايي راکټ د جوړولو پلان لري.
دا راکټ چې په ۲۰۲۶ کال کې به وتوغول شي تر ډېره فضا ته د وړو سپوږمکیو د استولو لپاره پلان شوی دی.
عراقچي: د اسد د حکومت له لوري د انعطاف نهښودل او چټک اقدام نهکول د سوريې د سقوط لامل شو
پهداسې حال کې چې د بشارالاسد د حکومت ماتې د ایران او روسیې ناکامي ښودل کېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، بشارالاسد پهدې پړ وباله چې له مخالفانو سره یې خبرې ونهکړې او د یوې سیاسي حللارې د موندلو هڅه یې ونهکړه.
عباس عراقچي د بشارالاسد د حکومت له پرځېدو یوه ورځ وروسته په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې د بشارالاسد د سقوط او د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه د ایران سیاست تشریح کړ او ویې ویل چې، ایران، ترکیې او روسیې د آستانې په بهیر کې د سوریې د حالاتو او نارضایتۍ د مدیریت لپاره توافق کړی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بشارالاسد د حکومت له لوري د "انعطاف نه ښودل او چټک اقدام نهکول" د سقوط اصلي دلیل وباله.
د هيئت تحريرالشام ډلې سوريه کې د يو موقت حکومت لپاره د چمتووالي خبر ورکړی
هغه وسلهوال چې د بشارالاسد رژیم یې د یکشنبې په ورځ وپرځاوه وایي چې، د یو موقت حکومت په جوړولو بوخت دي او د راپورونو لهمخې محمد بشیر به، چې د هیئت تحریرالشام غړی دی، د دې موقت حکومت صدراعظم وي.
محمد بشیر د ادلب ولایت اداره په غاړه لرله، چې د هیئت تحریرالشام تر کنټرول لاندې وه.
د بشارالاسد لهخوا ټاکل شوي صدراعظم محمد غازي جلالي ویلي چې، د واک د انتقال په پروسه کې به مرسته وکړي.
د راپورونو لهمخې، اوس د بشارالاسد مخالفان د دمشق ښار او دولتي ودانیو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
د کرملين وياند: پوتين په شخصي ډول بشارالاسد ته سياسي پناه ورکړې
د کرملین ویاند وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده.
دمتري پسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه وکړه، چې اسد او د کورنۍ غړو ته یې پناه ورکړي.
هغه پهدې باب نور توضیحات ورنهکړل.
بشارالاسد د سوریې د نظام له پرځېدو وروسته مسکو ته تللی او پر سوریې د هیئت تحریرالشام افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو پرون یکشنبه ولکه ټینګه کړه.
په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت بحثونه وکړي.
ولکر تُرک: د بشارالاسد د رژيم سقوط سوريه کې د سياسي انتقال په اړه خبرو ته زمينه برابره کړه
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د بشارالاسد د رژیم نسکورېدلو، په دغه هېواد کې د سیاسي انتقال په اړه هراړخیزو خبرو ته زمینه برابره کړې ده.
ولکر تُرک نن په جنیوا کې په یوه کنفرانس کې وویل، هیلهمن دی، چې اوسنی وضعیت د هراړخیزو خبرو لپاره لار خلاصه کړي، ځکه د ده په وینا د دې کار لپاره لوی فرصت برابر شوی دی.
ترک دغهراز په سوریه کې د تېرو جنایتونو په اړه د حسابکتاب او د دقیقو شواهدو د خوندي کېدو غوښتنه وکړه.
د بشارالاسد رژیم پرون یکشنبه ړنګ شو او د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.
د اتریش لپاره د روسیې سفیر میخایل اولیانوف پرون ناوخته په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې بشارالاسد او د کورنۍ غړي یې مسکو ته تللي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو لهمخې، روسیې اسد ته پناه ورکړې ده، خو د کرملین ویاند دمتري پیسکوف نن په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال، مسکو ته د اسد د تګ موضوع تایید نهکړه.
ګیدون: اسراییلي پوځیانو په سوریه کې مشکوکې ساحې ویشتلي
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسراییل پوځیانو په سوریه کې د اوږدواټنه توغندی د ویشتلو مشکوکې ساحې د دې لپاره ویشتلي چې د متخاصمو لوبغاړو لاس ته ورنه شي.
ګیدون سعار نن دوشبنه ویلي: "یوازېنۍ منافع چې لرو، د اسراییل او د اسراییل د ملکیانو امن دی."
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ځکه نو دوی د سټراتیژیکو وسلو پر دستګاوو یې حمله وکړه، د ساري په توګه د کیمیاوي وسلو پاتې شوني، یا هم اوږدواټنه میزاییل او توغندی یې وویشتل چې د افراطيانو لاس ته ونه لوېږي.
ګیدون سعار دا څرګندونې داسې وخت کړي چې د سوریې یاغیان پرون یکشنبه دمشق ته ورسېدل او له ۱۴ کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت یې وپرځاوه.
چارواکي: د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴۷۰۸ ته رسېدلی
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د وژل شویو په شمېر کې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۴ وژل شوي کسان هم شامل دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
زیلینسکي: له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی
د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې سره په نږدې درې کلنه جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی دی.
په فبروري میاشت کې دغه شمېر ۳۱زره و چې له هغې راهیسې ۱۲۰۰۰ نور ورزیات شوی دی.
ولودمیر زیلینسکي پرون د ټلګرام په کانال کې لیکلي، په دې موده کې ۳۷۰زره نور پوځیان ژوبل شوي او درملنه یې شوې ده.
د ده په وینا، د ټپي شویو پوځیانو نیمايي یې بېرته د جګړو ډګرونو ته ستانه شوي دي.
پوځي شنونکي وايي، احتمالاً چې د وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو شمېر تر دې زیات وي.
ښکېل لوري د تاکتیکي دلایلو له مخې، د خپلو وژل شویو سرتېرو واقعي شمېر نه خپروي.
د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیلینسکي سره په پاریس کې د شنبې ورځې له کتنې وروسته په تروت سوشل (Truth Social) شبکه کې لیکلي چې اوکراین خپل ۴۰۰زره سرتېري له لاسه ورکړي او د روسیې ۶۰۰زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ګڼو لوېدیځو هېوادونو د اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی
ګڼو لوېدیځو هېوادونو د بشار اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی او ویلي یې دي چې د سوریې خلک له کړاوه خلاص شول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چې د اسد رژیم لسګونه زره خلک شکنجه او ووژل د دغه رژیم سقوط یو تاریخي فرصت دی چې د سوریې خلک یوه ښه راتلونکې ځان ته جوړه کړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې هېواد یې څه باندې یو میلیون او دوو لکو سوریایانو ته پناه ورکړې بشار اسد د زرګونو بېګناه خلکو د وژنې مسوول بللی او هیله یې ښوولې چې سوریه سولې او ثبات ته ورسېږي.
د بریتانیا صدراعظم کایر استارمر په سیاسي حل، د سولې او ثبات په ټینګښت او د لږکیو او ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
بشار اسد او کورنۍ یې د راپورونو له مخې مسکو ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.
بشار اسد څه باندې ۲۴ کاله په سوریه واک وچلاوه، خو د واکمني لویه برخه یې په کورنیو جګړو، د ایران په نیابتي جنګونو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کې تېره شوه.