د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

افغانستان

افغان کرکټ بورډ: د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته تمریناتي کمپ پیل شوی

 د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د پیل شوي تمریناتي کمپ څخه یو انځور
د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د پیل شوي تمریناتي کمپ څخه یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره یې د یو شمېر لوبغاړو ترمنځ په ننګرهار کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.

په دې خبر کې نه‌دي ویل شوي چې کوم لوبغاړي به د یاد هېواد پر وړاندې په دې ټېسټ سیالۍ کې ولوبېږي، خو په انځورنو کې لیدل کېږي چې د لوبغاړو ترڅنګ په‌کې ځينې پخواني لوبغاړي هم شته.

د دې لوبغاړو له ډلې نورعلي ځدراڼ، ناصرجمال، افسر ځاځی، شرف الدین، ابراهیم عبدالرحیمزی، بهیرشاه محبوب، سعید شیرزاد او ظاهرخان په انځورونو کې لیدل کېږي.

د ویلو ده چې د بنګله‌دېش او افغانستان ترمنځ به یوازېنۍ ټېسټ لوبه د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډهاکه کې پیل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په تخار کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د تالقان ښار يوه څنډه
د تالقان ښار يوه څنډه

د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله ادعا کوي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د ځواکونو پر یوه موټر په برید کې یې څلور طالبان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

د "افغانستان د ملي مقاومت" په نامه جبهې تېره شپه په ایکسپاڼه کې ليکلي چې دا بريد پرون شنبې ماسپښين د تالقان ښار د امنيه قوماندانۍ په ۲۰ مترۍ کې وشو.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ازادي راډيو ته د تخار ولایت په مرکز کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

طالبانو تر اوسه د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه شي تاییدولی.

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله ویسټ اینډیز ته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ اینډیز ته ورسېدل.

د افغان کرکټ بورډ د خبر پر اساس، د لوبډلې اکثره لوبغاړي یې د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته رسېدلې دي.

په خبر کې ویل شوي، لوبډله به په یاده ټاپو کې نړیوال جام ته د لا ښه چمتووالي په موخه لس ورځې تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د لوبډلمشر راشدخان په ګډون لا هم شاوخوا ۷ افغان لوبغاړي په آی پي ایل سیالیو کې د ګډون له امله لا له لوبډلې سره نه دي یوځای شوي، خو کرکټ بورډ وايي چې ډېر ژر به ټول لوبغاړي یوځای شي.

بل لورته لوبډلمشر راشدخان بیا تر څلورو کلونو وروسته افغانستان ته په خپل سفر کې ویلي، په دې شل اوریز نړیوال جام کې به یې د لوبډلې له وړتیا ښودنې هېوادوال ډېر خوښ وي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام د راتلونکي جون میاشتې په ۲یمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا ترمنځ پیل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې میاشتې په ۴مه نېټه له یوګاندا سره ترسره کوي.

د ویلو ده چې د دې نړیوال جام تر رسمي لوبو وړاندې به افغانستان له عمان او سکاټلنډ سره د لا ښه چمتووالي په موخه دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

رسنۍ: پاکستاني ځواکونو او طالبانو په اوربند موافقه کړې

د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه
د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، په ډیورنډ کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ له څو ورځنیو نښتو وروسته، دواړو لوریو پرون په اوربند موافقه کړې ده.

دې رسنیو لیکلي، دا هوکړه پرون په ډیورنډ کرښه د خرلاچي په سیمه کې د یوې جرګې په پایله کې شوې چې د دواړو خواوو چارواکو هم په کې برخه درلوده.

جرګې د هر ډول سوداګرۍ او ترافیکو لپاره د خرلاچي دروازې د پرانیستو وړاندیز هم کړی او ترڅنګ یې، د سه‌شنبې په ورځ د یوې بلې جرګې په رابللو هوکړه کړې ده.

د تېرې اوونۍ له وروستیو راهیسې تر شنبې ورځې د پکتیا په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځاځي میدان ولسوالیو کې چې په ډیورنډ کرښه پرتې دي، له پاکستاني عسکرو سره د طالبانو د ځواکونو د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې نښتو کې دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي، خو رسماً نه د طالبانو او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.
څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه کې نن د اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو ملکیتونه سخت زیانمن شوي وو.

د ایران په یوه زندان کې څلور افغانان د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي

د ایران د یوه زندان انځور
د ایران د یوه زندان انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د یوه افغان وګړي په ګډون څلور بندیان د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ پرون شنبه خبر ورکړی چې دغه څلور کسان د مخدره موادو د کاروبار یا هم د عمدي قتل په تور اعدام ته چمتو کړای شوي دي.

افغان وګړی د مخدره موادو په تور نیول شوی چې ممکن ډېر ژر له درېیو نورو بندیانو سره یوځای د اعدام حکم ورباندې تطبیق شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پر تله د مخدره موادو په تور د اعدامونو شمېر ۸۴ فیصده زیات شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې په دې تور د افغان وګړو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۱ کسان په ایران کې اعدام شوي، خو په ۲۰۲۲م کال کې یې شمېر ۲۵۶ و.

په ایران کې د محاکمو پر جریان د بشري حقونو ملاتړو ډلو انتقاد کړی، چې په وینا یې شفافیت په کې کم دی.

د بغلان پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو خواړه ویشل شوي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په بُرکې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو کسانو د خوړو د مرستو د وېش خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غرمې دغه پاخه کړي خواړه د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد خان او د افغان مسلم هندز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوي وو.

په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

په بغلان کې سېلابو ځپلیو پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې تر یوې اوونۍ د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم لازمه مرسته نه ده ورسره شوې.

بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي

د بدخشان یوه څنډه
د بدخشان یوه څنډه

د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.

باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.

په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

سرچینې: تخار کې پر طالبانو چاودنه شوې ده

د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت
د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي چې نن ماسپښین په تالقان کې چاودنه شوې ده.

ځینې سرچینې وايي چې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی ماین چاودلی دی.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د مقناطسي بم په نتیجه کې شوې ده.

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویل کېږي چې له چاودنې وروسته طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ته غځېدلې لارې تړلې دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا منلی نه دی او نه هم د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي دي.

د اسپانیا چارواکو په بامیان کې د خپلو اتباعو وژنه تایید کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بامیان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بامیان ولایت موقعیت

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې په بامیان کې د دې هېواد اتباع وژل شوي دي.

پیدرو سانچیز تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د اسپانوي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشینی شوی٬ خو نوموړي دا نه‌دي لیکلي چې په دې پېښه وژل شوي بهرني سیلانیان ټول اسپانویان دي او که نه.

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې تېره ورځ جمعه د دې هېواد درې وګړي په بامیان کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې سره په تړاو یې ۴ تنه نیولي دي.

لا تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه‌دی منلی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کابل کې یې د طالبانو د مشر په ساتونکو برید کې د هغوی درې تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دې جبهې تېره شپه ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چریکیانو یې دا برید پرون ماښام د کابل د شاه دو شمشېره جومات تر څېرمه د ارګ په موقتي کمربند کې د ملاهبت‌الله د ځانګړي ځواک په وسله‌والو وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومتي چارواکو منلې چې د دوی مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د والیانو په یوه غونډه کې یې هم ګډون کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG