د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۰

نړۍ

'جنرال چارلس براون' د ټولو امريکایي ځواکونو د لوی درستيز په توګه نومول شوی

جنرال چارلس براون

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون جنرال چارلس براون د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ونوماوه.

ولسمشر بایډن دغه افریقایی-امریکایی جنرال وستایه چې څرنګه یې یو وخت د پیلوټي پر مهال په جنګي الوتکه کې ځان ژغورلی و او د توکمپالنې پرضد یې څرنګه مبارزه کړې ده.

که چېرته سنا د جنرال براون د ټاکنې تایید وکړي، دی به لومړی افریقایی امریکایی وي چې د امریکا د پوځ دغه مهمه څوکۍ خپلوي.

د امریکا د ټولو ځواکونو د اوسني لوی درستیز جنرال مارک میلي د کار څلور کلنه دوره په بشپړېدو ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زیلینسکي: د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي

په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ پاتې شونې

د اوکراین ولسمشر وایي، پر هېواد یې د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږ تر لږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي دي.

ولودمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د ژغورنې کارکونکو د هغې دوه کلنې ماشومې جسد پيدا کړ چې د روسیې تازه هوایي بریدونو کې وژل شوې وه.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي ویلي، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې را وروسته پر دغو ماشومانو سربیره سلګونه نور خلک هم د روسیې د وسلو او کرکې له کبله وژل شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل شپاړس میاشتې پوره شوې، خو تراوسه هم دغه جګړه روانه ده او تېرو ۲۴ ساعتونو کې هم د اوکراین په ختیځ کې د تازه شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.

په امریکا کې یوه الوتکه نسکوره شوې

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، چې د امریکا اف-۱۶ ډوله جېټ الوتکو یوه وړه الوتکه چې د واشنګټن ډي سي له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړې وه، تعقیب کړې ده.

دغه الوتکه وروسته د ورجینیا ایالت د جنوب لوېدیځ پر یوه غرنۍ سیمه نسکوره شوه.

دغه پېښه پر ځايي وخت پرون ماسپښین ۳ بجې شوې ده.

چارواکي وايي، چې د دوی جنګي جټ الوتکې د دې سسنا ډوله الوتکې د سقوط عامل نه وې.

د هوايي چلن فډرال ادارې ویلي، چې دغه الوتکه د تنِسي له یوه هوايي ډګره الوتې وه.

په همدې حال کې د واشنګټن ډي سي ځینو اوسېدونکو په ټویټر کې ویلي، چې دوی د یوې لویې چاودنې غږ اورېدلی او د پېښې ځای ته نږدې ځمکه او دېوالونه ولړزېدل.

له دې پېښې یوې باخبره سرچینې ویلي، چې ګومان کېږي دغه وړه الوتکه د اتومات پیلوټ له خوا کنټرولېدله او چارواکو ته یې ځواب نه دی ویلی.

سي این این تلوېزیوني شبکې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راپور ورکړی، چې په دې الوتکه کې څلور کسان موجود وو.

د رویټرز خبري اژانس په لیکنه، دغه الوتکه له اوو تر ۱۲ پورې کسان لېږدولی شي.

په سوډان کې د اوربند د موافقې د وخت په پوره کېدو بیا سخته جګړه شوې

سوډان کې د روانې جګړې یو انځور

د سوډان د پلازمېنې خرطوم په بېلابېلو برخو کې پرون د اوربند د موافقې د وخت له پوره کېدو وروسته جګړه شدیده شوه.

د خرطوم اوسېدونکو او فعالانو ویلي، چې په شمالي ډارفور کې د تازه تاوتریخوالي له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې ترمنځ اوربند د مې میاشتې پر ۲۲مه پیل شوی و او تېره شنبه یې مهلت پای ته ورسېد. دغه اوربند د جګړې شدت یو څه کم کړی و او په محدود ډول یې بشري مرستو ته زمینه برابره کړې وه.

تر دې مخکې په سوډان کې له لنډمهالو اوربندونو په وار وار سرغړونې شوې دي.

د تايوان په تنګي کې د چين بېړۍ يوې امريکايي بېړۍ ته ورنږدې شوې

ارشیف: د امریکا جنګي بېړۍ

د چین یوه جنګي بېړۍ د تایوان په تنګي کې یوې امریکايي بېړۍ ته په ۱۳۷ مترۍ کې په ناامنه توګه ورنږدې شوې وه.

امریکايي پوځي چارواکو دا خبره پرون یکشنبه وکړه.

په عین حال کې، چین متحده‌ایالات په سیمه کې 'په قصدي ډول د خطر په هڅولو' تورنوي.

د امریکا او کاناډا سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ د تایوان په تنګي کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل.

دا تنګی د تایوان او چین ټاپوګان سره جلا کوي.

جاپان او جنوبي کوریا د خپلو پخوانیو کړکېچونو پر حل موافقه وکړه

په سینګاپور کې د شانګري-لاډیالوګ امنیتي کنفرانس یوه څنډه

جاپان او جنوبي کوریا موافقه وکړه، چې ډېر ژر د پخواني پوځي تقابل کړکېچونه حل کړي، چې د نږدې امنیتي همکاریو مخه یې نیولې وه.

دا خبره د جاپان دفاع وزیر نن یکشنبه په سینګاپور کې د شانګري-لاډیالوګ امنیتي کنفرانس ته وکړه.

د جاپان دفاع وزیر یاسو کازو هامادا د جنوبي کوریا له دفاع وزیر لي جونګ سوپ سره د دې کنفرانس په څنډه کې خبرې وکړې.

هامادا تر دوه اړخیزې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، دواړو لوریو موافقه وکړه، چې خپلې خبرې به چټکوي او په ۲۰۱۸م کال کې د رادار د پېښې په څېر به د نورو واقعو د تکرار مخه نیسي.

په ۲۰۱۸م کال کې جاپان ویلي وو، چې د جنوبي کوریا جنګي کښتۍ د خپل رادار په مرسته د جاپان پر یوې څارونکې الوتکې خپله نښه وربرابره کړه، خو جنوبي کوریا دا مسئله رد کړه او دا لانجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب شوه.

چارواکي: د اوکراین په دنیپرو کې د هوايي حملې له امله یوه دوه کلنه نجلۍ وژل شوې

د دنیپرو والي وايي، دغه حمله چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې کار بللی، د یوې دوه منزله ودانۍ، لسو شخصي کورونو، یوه دوکان او د ګازو نللیکې د قسمي تخریب سبب شوې ده.

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین په دنیپرو ښار کې یوې هوايي حملې چې یوه استوګنیزه ساحه یې په نښه کړې یو دوه کلنه نجلۍ وژلې او ۲۲ نور کسان ټپیان کړي دي.

د دنیپرو والي وايي، دغه حمله چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې کار بللی، د یوې دوه منزله ودانۍ، لسو شخصي کورونو، یوه دوکان او د ګازو نللیکې د قسمي تخریب سبب شوې ده.

په وروستیو اوونیو کې پر اوکراین د روسیې هوايي حملې شدیدې شوې دي.

کییف له میاشتو راهیسې وايي، چې د مسکو د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې پراخو ځوابي عملیاتو ته ځان چمتو کوي.

ولسمشر زیلینسکي په هغه مرکه کې چې والسټریت ژورنال ورځپاڼې پرون خپره کړه ویلي، چې هېواد به یې دغه تهاجمي عملیات چې له اوږدې مودې یې انتظار کېده، پیل کړي.

اوکراین غواړي هغه ساحې بېرته ونیسي، چې روسیې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې وروسته نیولې دي.

هندي چارواکي: د خبرداري په برښنايي سیستم کې تېروتنه د اورګاډو د ټکر سبب شوه

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په وینا، د جمعې ناوخته د رېلګاډو د ټکر په دې پېښه کې د مړو شمېر تر ۳۰۰ زیات دی او په سلګونو نور کسان ټپیان شوي دي.

د هند د رېلګاډو وزیر وايي، د خبرداري په برښنايي سیستم کې تېروتنه د اورګاډو ترمنځ د وروستي ټکر سبب شوه.

اشوین وایشناو له نیو ډیلي تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، دا چې څوک ملامت دی او د دې پېښې علت څه دی د تحقیقاتو په نتیجه کې به معلومه شي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په وینا، د جمعې ناوخته د رېلګاډو د ټکر په دې پېښه کې د مړو شمېر تر ۳۰۰ زیات دی او په سلګونو نور کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د سیګنال ورکولو په برښنايي سیستم کې یوه تېروتنه د دې سبب شوه، چې یو رېلګاډی په غلطۍ پر بله رېللار وربرابر شي.

په سینیګال کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹ ته رسېدلی

په سینیګال کې روانو تاوتریخوالو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د سینیګال حکومت اعلان وکړ، چې پرون شنبه د پولیسو او د اپوزیسیون د پلویانو ترمنځ په اخ و ډب کې شپږ نور کسان هم مړه شوي او د ټپیانو شمېر ۱۵ ته زیات شوی دی.

له دې سره د وژل شویو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

په سینیګال کې تېره جمعه دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې ولاړ شو، چې د اپوزیسیون محبوب رهبر عثمان سونکو پر یوه ښځه د جنسي تېري په تور په دوه کاله بند محکوم شو.

لاریونوالو عامه او خصوصي ملکیتونه، بانکونه او مغازې چور کړې او ځینې ځوان اعتراض کوونکي له امنیتي ځواکونو سره په شخړه واوښتل.

سونکو چې لا نیول شوی نه دی، په پلازمېنه ډاکر ښار کې په خپل کور کې تر څار لاندې دی او په غیاب کې محاکمه شوی دی.

هغه ادعا کړې چې حکومت د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د ده د کاندیداتورۍ د مخنیوي لپاره دغه تورونه ورباندې لګولي دي.

د ولسمشرۍ دغه ټاکنې د ۲۰۲۴م کال فبرورۍ میاشتې ته پلان شوي دي.

د جرمني صدراعظم د دې هېواد د چټک اقتصادي پرمختګ هڅې پیل کړي

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم وايي، غواړي د اقلیمي شرایطو له بهترۍ سره د دغه هېواد اقتصاد لا د چټک پرمختګ خوا ته بوځي.

اولاف شولڅ چې د سوداګرۍ، صنایعو، کارګري اتحادیو او ساینسپوهانو له استازو سره د اقلیمي مسایلو په باب په سلا مشورو بوخت دی، ویلي، چې راروانه لسیزه د جرمني لپاره ډېره مهمه ده.

ځکه د ده په وینا، جرمني لوی پلانونه لري، چې ممکن ګام پر ګام عملي شي.

د شولڅ په وینا، د دې لپاره چې په ۲۰۳۰م کال کې د جرمني ۸ فیصده برښنا له متنوع سرچینو برابره شي، ډېرې بیړې ته اړتیا ده.

د یوه قانون د طرحې له مخې، تر ۲۰۲۴م کال وروسته په جرمني کې د مرکزګرمیو هر نوی سیسټم چې لګېږي، ښايي ۶۵ فیصده یې له 'زرغونې انرژۍ' څخه تامین شي.

زرغونه انرژي د انرژۍ هغه سرچینه ده، چې د ژوند له چاپېریال سره همږغې ده او تولید یې د چاپېریال د ککړتیا نه سبب کېږي.

دا مهال له باد، لمر، د ځمکې له داخلي تودوخې او روانو اوبو څخه ترلاسه کېدونکې انرژي، 'زرغونه انرژي' بلل کېږي.

امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د میزایلو په تړاو خپلو کې اطلاعات شریکوي

د شمالي کوریا له لوري توغول شوی یو میزاییل

د امریکا متحد ایالتونه، جاپان او جنوبي کوریا په پام کې لري چې د شمالي کوریا د میزاییلو د خبرداریو په باب د ۲۰۲۳م کال تر پای مخکې په خپلو کې اطلاعات شریک کړي.

دغو درېیو هېوادونو پرون شنبه په سینګاپور کې د خپلو دفاعي مشرانو تر غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې دغه خبره وکړه.

اعلامیه کې راغلي، درې واړه لوریو هغه درې اړخیزې هڅې تثبیتې کړې، چې هدف یې د روان کال تر پای مخکې د معلوماتو د شریکولو د یوه میکانیزم فعالول او د دغو هېوادونو د ظرفیتونو لوړول دي چې د توغول شویو میزایلو کشف او ارزونه پیاوړې کړي.

دا اعلان داسې وخت کېږي چې تېره چهارشنبه د شمالي کوریا د یوه جاسوسي سټلایټ توغول ناکام شول او تر توغول کېدو وروسته سمندرګي ته ولوېد.

د جنوبي کوریا پوځ وايي، توانېدلی د دې ناکام شوي سټلایټ د مشکوکو ټوټو موقعیت تثبیت کړي.

شمالي کوریا وروسته له هغې خپل پوځي پرمختګونه، د بېلابېلو منع شویو وسلو ازمویل او د بالسټیک میزایلو توغول زیات کړل چې په ۲۰۱۹م کال کې ډیپلوماتیکې هڅې ناکامې شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG