د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۷

نړۍ

د خیبرپښتونخوا په هنګو کې وسله والو ۶ کسان وژلي

ارشیف: په هنګو کې تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو چېک پواینټ جوړ کړی.
ارشیف: په هنګو کې تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو چېک پواینټ جوړ کړی.

د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عرفان خان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، شاوخوا پنځوسو وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د 'ایم او ایل' په نوم د تېلو او ګاز د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي وسله وال فعال دي او وخت ناوخت پر دولتي سرتېرو بریدونه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

قالیباف:هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي

د ایران د امنیت د ملي شورا منشي محسن رضايي او د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف
د ایران د امنیت د ملي شورا منشي محسن رضايي او د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف نن یکشنبې ویلي، "هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي".

پرون د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي و چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې د ایران شرطونه د قطر له لارې ولسمشر ټرمپ ته سپارلي او د ځواب په تمه دي.

هغه له الجزیزې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ۷ شرطونه وړاندې کړل، خو تاکید يې د دریو شرطونو په پوره کیدو و.

ایراني رسنیو دا درې شرطونه د جګړې د پای ته رسولو "اصلي شرطونه" یاد کړي دي.

د رضايي په ټکو،" په ټولو جبهو کې د جګړې درول، د ایران د ګنګل شوې پانګې ازادول او د سمندري محاصرې پای ته رسول له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو اصلي شرطونه دي".

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ایران حکومت له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو په ټکو يې که چیرته سمه هوکړه ونه شي " فکر پرې نه کوم".

ریاض ته نږدې له چاودنې وروسته امریکا د سعودي او حوثیانو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته نژدې د چاودنې له راپورونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ښايي د ریاض او د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې ترمنځ "شخړې په چټکۍ زیاتې" شي.

پرون شنبې د ریاض هوايي ډګر ته څیرمه د چاودنې غږ واوریدل شو او له سیمې لوګي پورته شول.

د سعودي چارواکو تایید کړه چې حوثي یاغیانو هڅه کړې د بالستیک توغندي په وسیله پلازمینه ریاض په نښه کړي.

حوثیانو د سږ کال په جولای کې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر کښتیو بریدونه پیل کړل.

حوثیان د یمن ګڼ میشتې سیمې په واک کې لري او په وروستیو کې يې د باب المندب تنګي ته څیرمه ساحلي ښارونه او ګڼې سیمې نیولي دي.

حوثیانو له دې وړاندې ویلي وو چې د حملو هدف یې د سعودي پوځي او د تیلو تاسیسات دي.

د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو او لوګي راپور

د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه پرون (شنبې) د اور او لوګي راپورونه ورکړل شوي دي.

راپورونه وايي، دا پېښه د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړو او نښتو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د پېښې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د رویټرز په ویډیوګانو کې د دې سیمې په اسمان کې لوګي او لوخړې لیدل کېږي چې هوايي ډګر ته تللې لویه لار، د هوايي ډګر ترمینل او نور تاسیسات پکې تت لیدل کېږي.

فرانس پریس خبري اژانس هم د ریاض د اوسېدونکو په قول د هوايي ډګر خوا ته د اور او لوګیو د لیدلو خبر ورکړی دی.

خبري اژانسونو په ریاض کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۴ چاپېریال ساتونکي وژل شوي

د «ګلوبل ویټنس» ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۴ د ځمکې او چاپېریال ساتونکي وژل شوي دي.

د راپور له مخې، ۸۵ سلنه چاپېریال ساتونکي په لاتینې امریکا کې ږژل شوې دي. په کولمبیا کې ۳۹ تنه وژل شوي او د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د چاپېریال ساتونکو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی، ورپسې په برازیل کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.

په هندوراس او فلیپین کې ۱۲، په مکسیکو کې ۱۰ او په ګواتیمالا کې اته چاپېریال ساتونکي ثبت شوې دي. د «ګلوبل ویټنس» په وینا، له درې پر څلور برخو ډېر قربانیان کوچني بزګران، د بومي ټولنو غړي یا افریقایي‌الاصله کسان وو.

دغه سازمان ویلي، له نیمايي ډېرې وژنې د ځمکو له شخړو سره تړاو لري او لږ تر لږه درېیمه برخې پېښې له منظمو جرمونو یا اجیر قاتلانو سره تړاو لري. سازمان خبرداری ورکړی چې اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د ټولو پېښو ثبت او تایید ممکن نه دی.

امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ نوې امنیتي هوکړه کوي

امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د دې کورواکې سیمې د امنیت په اړه پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي.

د هوکړې له مخې، امریکا به په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور پراخوي او روسیه او چین به له پوځي اډې جوړولو، د ځواکونو له ځای پر ځای کولو او په حساسو برخو کې له پانګونې منع کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه د ګرینلنډ او امریکا امنیت ته د اړتیا وړ اقداماتو زمینه برابروي او د اعتبار موده به ونه لري.

د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو هم د هوکړې هرکلی کړی، خو د دې هوکړې عملي جزییات لا نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې هوکړه راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې لاسلیک شي.

د ډنمارک او ګرینلنډ صدراعظمانو د شنبې په ورځ وویل چې دا هوکړه د دې سیمې امنیت او مځکنۍ بشپړتیا پیاوړې کوي.

امریکا پر اوکراین د وسلو له پلورلو سره موافقه وکړه

امریکا پر اوکراین د ۲.۶۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو اجازه ورکړه.

په دې تجهیزاتو کې بېلابېل توغندي، توپونه، د بې‌پیلوټه الوتکو ضد رادارونه او نورې وسلې شاملې دي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د دفاعي ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د دې وسلو پلور لا هم د کانګرېس تایید ته اړتیا لري. د وسلو د پېرلو لګښت به د اروپايي هېوادونو له مرستو او هغو امریکايي مالي سرچینو څخه ورکړل شي چې مخکې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پر کی‌یف د روسیې بریدونه زیات شوي او اوکراین د هوايي دفاعي مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه هم لاسلیک کړې چې له مخې یې پر روسیې د نویو بندیزونو لګول ممکن شوي او هدف یې پر مسکو لا زیات فشار راوستل دي.

په همدې حال کې، د مسکو او کی‌یف ترمنځ د لانجمنو سیمو پر سر اختلافات لا هم د سولې د خبرو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.

ټرمپ: واشنګټن د ګرینلینډ د امنیت "دایمي کنټرول" په غاړه اخلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ډنمارک او ګرینلینډ سره یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې يې واشنګټن د ګرینلینډ د امنیت "دایمي کنټرول" په غاړه اخلي.

ولسمشر ټرمپ پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) پر خپلې سوشل ټروت پاڼې ولیکل،" روسیه او چین به د واشنګټن له اجازه پرته دا حق ونه لري چې د ګرینلینډ په حساسو برخو کې پانګونه یا سرتیري ځای پرځای کړي".

د هغه په ټکو،" امریکا به په دې خودمختاره سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي".

د ډنمارک صدراعظم مټ فردریکس ویلي، له امریکا سره هوکړه د ډنمارک سلطنت، حاکمیت، ځمکنۍ بشړتیا او د ګرینلینډ د خلکو د برخلیک ټاکلو حق په رسمیت پیژني.

تراوسه د دې هوکړې جزیات خپاره شوي نه دي.

تمه ده دا هوکړه راتلونکی اوونۍ د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې لاسلیک شي.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې په ځلونو ګواښ کړی و چې ګرینلینډ به امریکا د خاورې یوه برخه کړي، خو د ډنمارک مشرانو يې مخالفت کړی وو.

پاکستان کې د بشري حقونو دوه فعالان له خوشې کېدو وروسته بېرته نیول شوي

د پاکستان د بشري حقونو مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري حاضر او خاوند يې هادي علي چته
د پاکستان د بشري حقونو مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري حاضر او خاوند يې هادي علي چته

د پاکستان د بشري حقونو مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري حاضر او خاوند يې هادي علي چته له زندانه تر خوشې کېدو څو ساعته وروسته بېرته ونیول شول.

اغلې مزاري او خاوند يې دواړه مدافع وکیلان دي او د پاکستان د حکومت له سرسختو منتقدانو شمېرل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون جمعه په یوې اعلامیه کې وویل "دا جوړه د پنجشنبې په ورځ له زندانه تر خوشې کېدو څو ساعته وروسته بېرته ونیول شول".

د دې سازمان په ټکو، دا جوړه په "یوه سوله‌ییزه" غونډه کې د ګډون په تور نیول شوې ده.

له دې مخکې د پاکستان یوې محکمې ایمان مزاري او خاوند يې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو په بند محکوم کړي وو.

اسټرالیا کې د نهنګ برید؛ یو لامبو وهونکی وژل شوی

ارشیف
ارشیف

د اسټرالیا پولیس وايي، سورینټو ساحل ته نږدې د یو شارک نهنګ د برید له کبله یو لامبو وهونکی وژل شوی دی.

دا په روان کال کې د شارک نهنګانو د برید له کبله د مرګ‌ژوبلې پنځمه پېښه ده.

د لوېدیځې اسټرالیا پولیسو ویلي چې دا ساحل تر بلې خبرتیا د خلکو پر مخ تړلی دی.

له دې مخکې د اسټرالیا په ګلینفیلډ ساحل کې د یو شارک نهنګ د برید له کبله یو لامبو وهونکي ژوند بایلی و.

د کوهاټ مرستیال کمشنر: د نن په چاودنه کې د مړو شمېر ۲۰ او د ټپيانو شمېر ۷۸ ته ورسېد

د چاودنې ځای ته نژدې امبولانسونه
د چاودنې ځای ته نژدې امبولانسونه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د نن ورځې له خونړۍ چاودنې وروسته، د کوهاټ مرستیال کمشنر نوید احمد وايي چې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر ۷۸ ته رسیدلی دی.

د کوهاټ مرستیال کمشنر ازادي راډیو ته وویل چې ډیری وژل شوي پولیس افسران دي. هغه دا هم تایید کړه چې له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته وشوه.

په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په برید کې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې چاودنه جومات ته نژدې او د پولیسو په مرکزي دفتر کې هغه وخت وشوه کله چې عبادت کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.

نوید احمد زیاته کړه چې په پیل کې، یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو د مرکزي دفتر دیوال په چاودېدونکو موادو والوځاوه او بیا نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل. د چاودنې له امله د پولیسو د روزنیز مرکز لویه برخه ونړېده.

د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې بریدونه کړي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د تلفاتو په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې وکړه.

پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بریدونو د زیاتوالي پړه د هغو وسله والو ډلو پر غاړه اچوي چې له افغانستان سره تړاو لري، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. دغه اختلافات په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتوالي لامل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG