افغانستان
طالبان: په سمنګان کې یوه هیلیکوپټره غورځېدلې
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، نن سهار یې یوه هیلیکوپټره په سمنګان ولایت سقوط شوې.
دې وزارت یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په دې پېښه کې یې دوه پیلوټان هم وژل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، دا هیلیکوپټره نن سهار نږدې ۹ بجې د مزار شریف له هوايي ډګره سمنګان ولایت ته د ګزمې په هدف پورته شوه چې وروسته یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په سیغانچي سیمه کې د برښنا له یوې پایې سره یې ټکر وکړ او سقوط شوه.
د طالبانو دفاع وزارت دا معلومات نهدي ورکړي چې په سقوط شوې هیلیکوپټره کې وژل شوي پیلوټان د جمهوري نظام څخه پاتې هغه دي چې له دوی سره دنده مخته وړي او که نه هغوی دي چې وروستیو کې یې طالبانو د روزل کېدو خبر ورکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې په افغانستان کې د ښځو اړوند بنسټونه له سختو فشارونو سره مخ دي.
دغه اداره په خپل تازه راپور کې وايي، هغه بنسټونه چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ وروستۍ حیاتي سرچینه بلل کېږي، د بودجې د کمښت او د ښځو پر کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د خپلې بقا لپاره مبارزه کوي.
د دې ادارې د سروې له مخې، درې پر څلورمه برخه هغه بنسټونه چې ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي، د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي.
دغه راز ، نیمه برخه دغو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله خپل ۹۲ سلنه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.
په سروې کې له ګډونوالو بنسټونو څخه تر نیمايي زیاتو ویلي چې د بودجې د نشتوالي له امله به روان کال یا خپل فعالیتونه ودروي او یا به په بشپړ ډول وتړل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دا بنسټونه په داسې حال کې له ستونزو سره مخ دي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د روغتیايي خدمتونو، زده کړو، د معیشت د ملاتړ او بشري مرستو په وړاندې کولو کې د دوی رول تر بل هر وخت ډېراړین دی.
اوچا: د نجونو پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د نجونو پر زدهکړو پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، په خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې زده کړې هیله او فرصتونه رامنځته کوي.
اوچا د بامیان ولایت د یوې مور خبره هم رااخیستې چې د دې پوښتنې په ځواب کې چې، « له زده کړو د نجونو محرومیت څه معنا لري؟» ویلي: «وېره لرم چې لور به مې هېڅ راتلونکی ونه لري.»
نږدې پنځه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې دي.
د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بندیزونه او نور محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي، خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
افغانستان، ایران او تاجکستان د یو ځمکني دهلیز د ایجاد هوکړه لاس لیک کړه
افغانستان کې د طالبانو د حکومت، ایران او دتاجکستان چارواکو د سوداګري لپاره د یو ځمکني دهلېز د جوړولو تفاهم لیک امضاء کړ.
د هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د ایران یوه تجارتي محموله په راتلونکې میاشت کې د ازمایښتي پروګرام په توګه د افغانستان له لارې تاجکستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ ددې موضوع خبر خپور کړ.
د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت چارواکو ویلي، د دې ازمایښتي محمولې په لېږد سره غواړي د لارې لګښتونه، وړتیا او احتمالي ستونزې وارزوي.
د نجونو په تعلیم باندې د کرزي ټینګار د طالبانو غبرګون پارولی
نجونو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو په اړه د پخواني ولسمشر حامدکرزي ټینګار د طالب چارواکو غبرګون پارولی.
له دې ډلې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي پرون په خپله ایکس پاڼه ښاغلي کرزي ته په خطاب لیکلي چې: «ته د افغانستان د مساییلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې.»
هاشمي وړاندې لیکلي چې د لوړو زده کړو د چارو په اړه نظر د ده په خبره له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د واکمنۍ پر مهال یې د هېواد د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرېښی.
پخوانی ولسمشر حامدکرزی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې دی د طالبانو له محدودیتونو سره سره یې د نجونو د تعلیم لپاره بیانونه ورکړي.
حامدکرزی شاوخوا ۱۴ کاله د افغانستان ولسمشر و او د واکمني پر مهال یې میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته تللې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې دي.
رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره وټاکل شوه
رباب فاطمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په حواله په یوه بیان کې راغلي چې: «مېرمن فاطمه په ملي او نړیوالو ملکي خدماتو کې د ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري، چې پکې په ملي او نړیواله کچه ډیپلوماسي، پالیسي جوړونه، وکالت، پروګرام او تطبیق شامل دي.»
اغلې رباب فاطمه څه وخت مخکې دې دندې ته وړاندیز شوې وه.
اغلې فاطمه به د ملګرو ملتونو مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ځای ناستې شي چې دنده یې تېر سپټمبر پای ته رسېدلې وه.
د یوناما ماموریت له هغه وخت راهیسې د جورجیټ ګاګنون په سرپرستۍ مخته وړل کېده.
اروپايي اتحادیه: د افغان ځوانانو د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره پانګونه کوو
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ وايي، د مسلکي زده کړو او کار زده کړې له لارې افغان نجونو او هلکانو ته داسې فرصتونه برابروي چې پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو ملاتړ وکړي.
دې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه)، د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه ولیکل چې اروپايي اتحادیه له ځوانانو سره د مهارتونو په زده کړه، د کاروبار په پیل او د دوامدارو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو کې مرسته کوي او په دې توګه د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې له ثانوي او عالي تحصیلاتو منع کړي او د دوی پر ټولنیز ژوند او کار یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ تازه تړونونه
د افغانستان، روسیې او قزاقستان شرکتونو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) وویل، دغه تړونونه د ساختماني موادو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدماتو په برخو کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمهییزې سوداګرۍ د ودې په هدف لاسلیک شوي دي.
خو دې خونې د هر شرکت د ونډې او د دغو تړونونو د عملي کېدو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او روسیې کلنی سوداګریز حجم شاوخوا ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې ۴ میلیونه ډالر یې د افغانستان صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر له روسیې واردات دي.
وروسته له دې چې پاکستان سره سوداګريزې لارې وتړل شوې، طالبان هڅه کوي له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د «معلوماتي ملاتړ» نوی ریاست جوړ کړ
افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د "معلوماتي ملاتړ" په نوم د یو نوي ریاست د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس، مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، په یوې تازه غونډه کې ویلي چې د دې ریاست د جوړېدو هدف په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو څارنه، ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرول دي.
طالبان په داسې حال کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ خبره کوي چې واک ته له ستنېدو وروستهیې په تېرو ۵ کلونو کې پر ازادو رسنیو او خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي، معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی او د دې وضعیت له امله سلګونه رسنۍ تړل شوي، یو شمېر خبریالان زنداني شوي او زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه کډه کولو ته اړ شوي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د خبریالانو د ملاتړ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو سختې نیوکې هم راپارولې دي.
امو نهنګانو د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په یوولسم پړاو کې د امو نهنګانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.
د دې سیالیو وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د خوست د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
سپین غر پړانګانو د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، خو امو نهنګانو وکولای شول دا هدف په ۱۶ اورونو کې بشپړ کړي او بریا خپله کړي.
دا درېیم پرلهپسې ځل دی چې امو نهنګان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي خپلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړې وې او د روان کال سیالۍ د دې لیګ یوولسم پړاو و.
د کرکټ د شپږیزې سیالیو اتلولي امونهنګان لوبډلې وګټله
د کریکټ د شپږیزې سیالیو اتلولي امونهنګان لوبډلې وګټله.
د شپږیزې یولسم پړاو پایلوبه کې چې نن چهارشنبې د خوست د کریکټ په لوبغالي کې ترسره شوه، سپین غرپړانګان لوبډلې امونهنګان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ټاکلی وچې امونهنګان په ۱۶ اوور کې پوره کړ. د امونهنګان لوبغاړي عمران میر ښه بیټینګ وکړاو ترټولو ډیرې ۷۷ منډې یې جوړې کړې. د افغانستان کرېکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او سږکال یې یوولسم پړاو و.