د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

افغانستان

ايران سره پر پوله د لانجې د حل هڅې؛ طالبانو او ايراني پلاوي ليدنه کړې

د اسلام کلا بندر یوه څنډه
د اسلام کلا بندر یوه څنډه

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې د وروستۍ لانجې په اړه د خبرو لپاره له ایراني سرحدي ځواکونو سره د طالبانو د پلاوي د لیدنې خبر ورکوي.

دفاع وزارت په یو بیان کې چې بېګا یې خپور کړ ویلي چې ایراني ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې په سرحدي صفري ټکو کې سرک جوړ کړي، خو په اسلام کلا بندر کې د طالبانو کنډک یې مخه نیولې ده.

دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۷ نمبر الفاروق قول اردو د سرحدي لوا له مشر او نورو چارواکو سره د ایراني ځواکونو په پرونۍ کتنه کې له ډیپلوماتیکو لارو د لانجې د حل او د مسلکي انجنیرانو په وسیله د ګډو سرحدي ټکو د ټاکلو پر اړتیا ټینګار وشو.

له ایران سره د اسلام کلا بندر له دې مخکې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د څو نښتو شاهد هم و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور
د افغانستان او اسټرالیا د روانې لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۱۴۸ منډې یې وکړې.

د دې سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې توپوهنه ورکړې وه.

د افغان لوبډلې پیلیزو توپوهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ یو وار بیا خپلې لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او د ۱۱۸ منډو ملګرتیا یې وکړه.

ګربز په ۶۰ او ابراهیم په ۵۱ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

د اسټرالیا لپاره پاټ کمېنس ستوری توپ اچونکی و چې د دویم ځل لپاره یې په روان نړیوال جام کې هېټریک ترسره کړ.

که افغان لوبډله دا سیالي وګټي، نو له بنګله‌دېش تر سیالۍ ګټلو وروسته به نیمه پایلوبې ته ورسېږي او که اسټرالیا یوازې همدا لوبه وګټله نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د نیکاراګووا د افغانستان لپاره سفیر ګمارلی

د نیکاراګووا بیرغ
د نیکاراګووا بیرغ

د نیکاراګووا محلي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان لپاره سفیر ګمارلی دی.

مایکل کمبپل، چې دا مهال په چین کې د نیکاراګووا سفیر دی، ټاکل شوې تر دې وروسته د کابل لپاره د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.

د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګمارلو خبر تایید کړی دی.

د نیکاراګووا په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمار هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتان منلي او د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.

طالبان: اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ تنه بهرني وګړي بندیان دي

د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندانه یوه څنډه
د طالبانو په کنټرول کې د پلچرخي زندانه یوه څنډه

د افغانستان یوې کورنۍ رسني د طالبانو د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دا مهال د هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپېته تنه بهرني وګړي بندیان دي.

آریانا نیوز پرون د زندانونو د ریاست د مرستیال عبدالله همدرد له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وایي، شپېته بهرني وګړي چې لس مېرمنې هم په‌کې دي اوسمهال د افغانستان په محبسونو کې بندیان دي.

د طالبانو دې چارواکي د دې بندیانو د هویت په اړه او دا چې د کومو هېوادونو وګړي دي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینېټ خبرداری ورکړی و چې امریکايي وګړی رایان کوربت چې له دوو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له جدي روغتیايي خطر او حتی مرګ سره مخامخ دی.

کوربت په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱م کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول دی له افغانستانه ووت خو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کې بېرته افغانستان ته ستون شو چې سمدستي د طالبانو له خوا ونیول شو.

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په پروان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست په یو بیان کې چې پرون خپور شو، اټکل کړی چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې نن د نسبتاً سخت باران او ورسره د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې یادونه شوې چې د هېواد په ځینو شمالي، لوېدیځو، مرکزي او جنوبي سیمو له هغې ډلې په سالنګونو کې له سختو بادونو سره د دوړو امکان شته.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې توپوهنه کوي

د افغان لوبډلې لوبغاړي د مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغان لوبډلې لوبغاړي د مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې به افغانستان له اسټرالیا سره خپله دویمه سیالي نن یکشنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل کړي.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د دې سیالي لپاره د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې هم دوه بدلونونه راغلي چې ننګیالی خروټی او کریم جنت به د نجیب‌الله ځدراڼ او حضرت‌الله ځاځي پرځای لوبه کوي.

تر دې دمه د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان لومړۍ سیالي هند ته بایللې او اسټرالیا بیا له بنګله‌دېش ګټلې ده.

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله افغانستان ته ورسېده

افغان حاجیان
افغان حاجیان

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن سهار افغانستان ته ورسېده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په ایکسپاڼه یا پخوانی ټویټر کې لیکلي چې ۳۴۶ حاجیان نن د کابل په هوایي ډګر کې ښکته شول.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا، سږ کال په څلور نوي الوتنو کې ۳۰زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي

د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو استازې برخه نه اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه شي ایښودلی چې څرنګه غونډه به جوړوي.

اغلې اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې د راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتونو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د۲۲ هېوادونو په ځانګړیو استازیو کې چې کومې ښځې دي، هغوی به هم ګډون په کې وکړي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰مه پيلېږي.

په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازیو پر نه ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو سخت اعتراض کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې اجراییوي مشرې تیرینا حسن وویل، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د فشارونو له کبله ملګري ملتونه غواړي داسې غونډه جوړه کړي چې په اجنډا کې یې د ښځو د حقونو مسئله شامله نه وي او د غونډې په خونه کې افغانې ښځې نه وي چې دا ټکان ورکوونکې پرېکړه ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان عمومي مشر اګنیس کالمارد بیا وویل، که چېرته د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدنې ټولنې استازي برخه وانه‌خلي، د غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.

شل اوریز نړیوال جام؛ سویلي افریقا له انګلستان هم سیالي وګټله

د جنوبي افریقا له لوبې یو انځور
د جنوبي افریقا له لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن جمعه د جون په ۲۱مه نېټه د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ سیالي ترسره شوه چې د ۷ منډو په توپیر سویلي افریقا وګټله.

یاده سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیل شوې وه، سویلي افریقا د لومړي وار په کولو سره د ۱۶۴ منډو هدف ټاکلی و.

یادې لوبډلې ته کوانټین ډیکاک ۶۵ او ډیویډ مېلر ۴۳ چټکې منډې کړې وې.

انګلستان لپاره بیا په توپ اچونه کې جوفرا ارچر درې لوبغاړي سوځولي وو.

د انګلنډ لوبډلې د توپوهنې په پاڼۍ کې که څه هم ښه پيل کړی و، خو په ورستیو دوه اورونو کې یې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالي یې وبایلله.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې هري بروک ۵۳ او لېوېنګسټن ۳۳ منډې کړې وې.

سویلي افریقا ته بیا رباډا او کشیپ مهاراج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادې سیالۍ تر ګټلو وروسته سویلي افریقا د دوه سیالیو په ګټلو سره په ګروپ کې لومړی مقام ونیو.

د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې به بله سیالي د کوربه ویسټ اینډیز او امریکا ترمنځ ترسره شي.

اوتنبایووا: د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښنه لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې یا د یوناما مشره روزا اتونبایووا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې یا د یوناما مشره روزا اتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا وايي، د سیمې هېوادونه لا هم له افغانستانه د تروریزم د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

مېرمن اوتنبایووا تېر ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره رابلل شوې وه، د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

هغې وویل: "سیمه له افغانستانه د تروریزم یا هم افراطیت د بالقوه خطر د خپرېدو په اړه د باور وړ اندېښنې لري، دوی دغه راز د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې د لا پراخې همکارۍ د اړتیا لپاره هم اندېښنه لري، خو د ثبات د ملاتړ لپاره د عملي مشارکت له لارې هڅې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې مهمې دي او باید دوام ومومي."

تر دې مخکې د نړۍ ځینو هېوادونو په افغانستان کې د القاعده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په څېر د افراطي ډلو د حضور په باب اندېښنه ښوولې وه.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د غبرګولي یا جوزا پر ۱۱مه د قزاقستان په الماتي ښار کې یوې غونډې ته ویلي وو، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې ځای پر ځای شوي، ځکه نو مسکو اړ شوی د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیت د ښه کېدو لپاره ځینې ګامونه واخلي.

د افغانستان او تاجکستان د سرحدي خوندیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یوه طرحه تایید شوه

د افغانستان او تاجکستان د سرحدي پولې یو انځور
د افغانستان او تاجکستان د سرحدي پولې یو انځور

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او تاجکستان د سرحدي خوندیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یوه طرحه تایید کړه.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلئو ویلي، د دولتونو ترمنځ د طرحې دا مسوده د ډله‌ییز امنیت تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په پرونۍ غونډه کې تایید شوه او د تصویب لپاره به د غړو هېواونو مشرانو ته وسپارل شي.

د نورتلئو په وینا، د افغانستان او تاجکستان د سرحدي تحکیماتو لپاره د دولتونو ترمنځ دغه پروګرام د یوه کال په موده کې بشپړ شوی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول تاجکستان وخت ناوخت د افغانستان له سرحدي سیمو د ناامنیو د احتمالي خپرېدو په باب اندېښنه ښودلې ده.

تاجکستان له زیاتې مودې تور لګوي چې د افغانستان له لوري د مخدره موادو قاچاق هم روان دی، خو طالبانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به کوم ګاونډي هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG