د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

ايي‌پي‌ایل؛ کلکته نایټ رایډرز له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي کوي


کلکته نايټ لوبډلې لوبغاړي
کلکته نايټ لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د هند غوره لیګ په سیالیو کې کلکته نایټ رایډرز د رویال چلنجرز بنګلور پر وړاندې په تاریخي لوبغالي ایډن ګاډن کې سیالي ترسره کړي.

د کلکتې په لوبډله کې افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم لوبیږي چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۲ منډې کړې وې.

که څه هم د بنګلور په لوبډله کې هيڅ افغان لوبغاړی نه‌شته خو د ویرات کولي، فاف ډوپلیسي او مېکسویل له امله زیات مینه‌وال لري.

تر دې دمه د ايي‌پي‌ایل په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډله چې راشدخان هم په‌کې لوبیږي د نومرو په جدول کې تر ټولو مخکښه ده.

XS
SM
MD
LG