د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

فوټبال؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه


ريال ماډريډ فوټبال لوبډله، ارشيف
ريال ماډريډ فوټبال لوبډله، ارشيف

د چهارشنبې په شپه ناوخته د فوټبال د دوه مخکښو کلبونو ریال ماډریډ او بارسلونا ترمنځ سیالي ۴ـ۰ د ماډریډ په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالي چې د هسپانیې په «کوپاډيل ري» ټورنمنټ کې ترسره شوه، ریال ماډريډ په دې بریا سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ماډریډ لوبډلې لومړی ګول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ترسره کړ او بیا فرانسوي لوبغاړي کریم بینزیما په دویمه نیمايي کې پرله‌پسې درې ګولونه ووهل.

بارسولونا او ریال ماډریډ د فوټبال د نړۍ دوه مخکښ هسپانوي کلبونه دي چې یو مهال به لېونل میسي د بارسولونا او کریسټیانو رونالډو د ریال ماډريډ لپاره لوبې کولې.

ټاکل شوې چې ریال ماډریډ به د اوساسونا له لوبډلې سره د می په شپږمه نېټه د دې سیالیو پایلوبه ولوبوي.

XS
SM
MD
LG