په افغانستان کې بېګانۍ زلزلې چې د ریښتر په کچه ۶،۵ ثبت شوې، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ۴ تنه وژلي او ۷۰ نور یې ژوبل کړي دي.
په پاکستان کې هم دې زلزلې خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
ویل کېږي، خلکو په دې دواړو هېوادونو کې د بلې زلزلې د وېرې له امله شپه په سړکونو تېره کړې ده.
د زلزلو پر مهال ډېری خلک په منډو رامنډو کې ټپیان یا وژل کېږي، نو باید څه وشي؟
زمونږ همکار اجمل تورمان په همدې اړه د زلزلو د برخې له یو پوه انجنیر ستانه میر زهیر سره مرکه کړې او په سر کې یې په افغانستان کې د بېګانۍ زلزلې په اړه ترې پوښتلي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: