افغانستان
طالبانو ملا هدايت الله بدري د افغانستان بانک لپاره د سرپرست په توګه ګمارلی
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې ملا هدایت الله بدري یې د افغانستان بانک سرپرست ګومارلی دی.
ملا هدایت الله بدري د طالبانو حکومت د کابینې له اعلان وروسته تر دې دمه د مالیې سرپرست وزیر و.
څو ورځې وړاندې ځینې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ملا هدایت الله بدري د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره د عوایدو په سر د اختلاف له امله استعفا کړې ده، خو د طالبانو حکومت ویاند بیا دا اوازه رد کړې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.
د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.
هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:
«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې
د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د راپور له مخې، نوې پېښې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ثبت شوې دي.
د دغو ناروغانو د ناروغۍ نښې د اپرېل په ۱۴مه او د مې په ۷مه څرګندې شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې بومي پاتې دی.
د راپور له مخې، افغانستان د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو شپږ پېښې او پاکستان درې پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د شمېرو له مخې، افغانستان سږ کال تر دې دمه ۳۴ مثبتې چاپېریالي نمونې او پاکستان ۹۰ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر: ټرانسافغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانسافغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.
افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمهییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی
د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.
ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.
هند کابل سره د یوې بلې طبي مرستې خبر ورکوي
هند پنځه ټنه نور ضروري درمل کابل ته سپارلي .
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیرجیسوال د چهارشبنې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دغه درمل د افغانستان د خلکو د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره استول شوي دي.
هغه زیاتوي چې هند دیادو درملو په لیږلو سره یوځل بیا د افغانستان له ولس سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.
هند تردې مخکې د غبرګولې په لومړۍ نیټه د کوچنیانو د واکسین اړوند ۲۰ ټڼه درمل کابل ته لیږلي وو.
نوې ډهلې په دې وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته واکسینونه ، درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.
هند او افغانستان کې د طالبانو حکومت دې وروستیو کې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
جي۷ هېوادونه د اوکراین پرملاتړ ټینګار او دایران او امریکا د هوکړې هرکلی کوي
د جي۷ هېوادونو مشرانو د اوکراین د ځمکني بشپړتیا په شمول ددغه هیواد څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې د روسیې پر جنګي اقتصاد به فشار لا زیات کړي.
دغو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل:
"په دې ترځ کې به موږ پر روسیې خپل بندیزونه نور هم سخت کړو، چې د نفتو او ګازو پر سکټورونو بندیزونه هم پکې شامل دي."
دغو مشرانو د فرانسې په ایویان ښار کې د خپلې غونډې په ترځ کې په جلا توګه ،د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوی چمتو دي چې د پلي کېدو لپاره یې همکاري وکړي.
د جي۷ ، یا اوو صنعتي پرمختللیو هېوادونو مشرانو وویل چې هڅې به وکړي چې د انرژۍ د انتقال لپاره ګڼې لارې رامینځ ته شي ، دهرمز د تنګي په لارو اتکا کمه، او دانرژۍ زیرمې زیاتې شي .
دامریکا متحد ایالات، بریتانیه، فرانسه ، جرمني ، ایتالیا ، کانادا او جاپان د جي۷ غړي هیوادونه دي.
برونو لیمارکي په افغانستان کې د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه
برونو لیمارکي چې نوی د افغانستان لپاره د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه ټاکل شوی، د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶ په کابل کې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما پرخپله ویبپاڼه لیکلي چې د نوموړي ټاکنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا شوې او هغه د اندریکا راتوات ځای ناستی شوی دی.
نوموړی به په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو چارې همغږي کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د همغږې شوې پراختیايي برخې مشري به پر غاړه لري.
لېمارکي له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د مشرتابه څو دندې ترسره کړي چې تر ټولو وروستۍ دنده یې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت لپاره د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي په توګه وه، او همدارنګه له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ پورې یې د همدې هیواد لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی داسې مهال په افغانستان کې نوې دنده پیلوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره وغځواوه.
جرمني په جرمونو ښکیل شاوخوا دیرش افغانان بیرته خپل هیواد ته ډیپورټ کړل
جرمني د سې شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰ افغانان، چې یو شمېر یې په جنایي جرمونو محکوم شوي وو، له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته ډیپورټ کړل. د راپورونو له مخې په دغو کسانو کې د قتل، جنسي تېري او نورو جرمونو محکومان هم شامل وو. بلخوا په هوايي ډګر کې لسګونو کسانو د دې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی راتلونکې اونۍ بروکسل ته سفر وکړي او له اروپايي چارواکو سره افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع خبرې وکړي.
یونیسف: په افغانستان کې له ۸،۸ ملیونه زیات ماشومان د اقلیمي بدلون له بیلابیلو خطرونو سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي چې په افغانستان کې له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له هم مهاله لږ تر لږه درې اقلیمي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې څپو او د دوړو توپانونو له ګواښ سره مخ دي.
یونیسف په یوه راپورکې چې د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶ یې په خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویلي چې له ۷۵ سلنې څخه ډېر ماشومان د وچکالۍ، له نیمایي څخه زیات د سختې ګرمۍ او شاوخوا ۱،۷ میلیونه ماشومان د سېلابونو له خطر سره مخ دي.
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ماشومانو د زیانګالۍ له پلوه په جنوبي آسیا کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په لوړه کچه کې دی.
دې ادارې ټینګار کړی چې اقلیمي بحران د خوړو د کمښت، د خوارځواکۍ او د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا سره یو ځای د ماشومانو ژوند او راتلونکی په جدي ډول ګواښي.
یونیسف د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو خدماتو د سمدستي پانګونې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې له دې اقداماتو پرته به ماشومان لا زیات له زیانګالي سره مخ شي.
یونیسف دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي.
ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي.
د نجونو د زده کړو فعالې اغلې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه ډول اقدامات یو خطرناک پیغام رسوي او هغه داچې یو رژیم چې افغان نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي په عین حال کې یې د یو دیپلوماتیک شریک په توګه هرکلی هم کیدلای شي.
اروپايي اتحادیه وايي چې د طالبانو پلاوی یې د کډوالو د ستنولو په هکله تخنیکي خبرو لپاره بروکسل ته بللی دی.
رپوټونه وايي دغه پلاوی به د روانې جون میاشتې په ۲۲ یا ۲۳ بروکسل ته ورسیږي.
ملاله یوسفزۍ ټینګار کوي چې اوروپا نه ښايي له داسې یو رژیم سره د موافقې هڅه وکړي چې په ټکو یې په نړۍ کې د بشري حقوقو ترټولو ناوړه ناورین مسئول دی.