نړۍ
د ايران ولسمشر د سلمان بن عبدالعزیز په بلنه عربستان ته ځي

ایراني چارواکي وایي چې د دې هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي، د عربستان له پاچا ملک سلمان رسمي بلنه تر لاسه کړې چې هغه هېواد ته سفر وکړي.
د ایران د ولسمشر د د فتر مرستیال محمد جمشیدي، پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ويلي، رئیسي د عربستان د پاچا بلنه منلې ده.
ایران او سعودي عربستان چې له اوو کلونو راهیسې یې اړیکې ترینګلې وې، په دې وروستیو کې د چین په منځګړیتوب د خبرو په نتیجه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې ډېپلوماتیکې اړیکې به بېرته پېلوي.
تمه ده چې ریاض او تهران به په دوو میاشتو کې سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کویت امیر شېخ الصباح په روغتون کې بستر شوی

د کویت دولتي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد امیر شېخ نواف احمد جابر الصباح په روغتون کې بستر شوی دی.
د دې خبر خپرېدو د کویت د ۸۶ کلن امیر د روغتیا په اړه اندېښنه زیاته کړې ده.
الصباح په ۱۳۹۹ لمریز کال د کویت امیر شو.
د کویت دولتي خبري اژانس د امیر د ناروغۍ او بستر کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کسینجر ومړ

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او جګپوړی دیپلومات هنري کسینجر پرون (چهارشنبې) په سل کلنۍ کې مړ شو.
کسینجر له ویتنامه د امریکا په وتلو، له چین سره په اړیکو کې د خنډونو په لېرې کولو او د امریکا په بهرنۍ پالېسۍ کې مهم رول لوبولی و.
د ده په اړه ویل کېږي چې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نیکسن او جرالډ فورډ د واک په موده کې یې د نړۍ په چارو کې د پردې شا ته خورا اغېز درلود.
هنري کسینجر په ۱۹۷۳ م کال د نوبل د سولې جایزه وګټله.
قطر: د اسراییلو او حماس ډلې اوربند یوې بلې ورځې ته وغځېد

قطر چې د اسراییل او د سختدریځې حماس ډلې ترمنځ د لنډ مهاله اوربند د غځولو لپاره منځګړیتوب کوي، نن تایید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځېد.
ټاکل شوې وه چې دغه لنډ مهاله شپږ ورځنی بشري اوربند نن پای ته ورسیږي.
حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د په لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې لسګونه یرغمل خوشې کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې فلسطیني او اسراییل لورو په غزه کې د یوې بلې ورځې په مخه د اوربند پرغځېدو د مخکینو ورته شرایطو پراساس موافقه کړې ده.
دا هغه شرایط دي اسراییل به په غزه کې هوایي او ځمکني عملیات نه کوي، دواړه لوري به یرغمل او بندیان تبادله کوي او اسراییل به همدارنګه بشري مرستو ته اجازه ورکوي چې غزې ته ورسیږي.
حماس پرون د اوربند په وروستۍ ورځ ۱۶ نور یرغمل کړي کسان خوشې کړل

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پیژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته نور ۱۶ یرغمل خوشې کړل.
د اسراییل پوځ وویل، لس اسراییلۍ ښځې او ماشومان او څلورد ټایلنډ اتباع اسراییل ته رسیدلي، چېرې چې له خپلو کورنیو سره به یوځای شي.
پرون د ورځې په پیل کې سخت دریځې حمالې د روسیې او اسراییل دوه تابعت لرونکې دوه ښځې هم خوشې کړې وې.
پرون په داسې حال کې د چې د حماس او اسراییل ترمنځ د لنډ مهاله اوربند د لاغځولوپرجزیاتو کار روان و، په پام کې وه اسراییل هم له خپلو زندانونو ۳۰ نورفلسطیني بندیان خوشې کړي.
د اوکراین ولسمشر بمبار شوې اودیسې سیمې ته سفر وکړ

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون چهارشنبه جنوبي سیمې اودیسې ته ولاړ او په دغه بندري سیمه کې يې له ملکیانو او پوځي چارواکو سره وکتل.
دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونو په دوامداره توګه بمبار کړې او هلته یې د غلو دانو ګدامونه ویجاړ کړي دي.
زلنسکي ټینګار کړی چې په تور سمندر کې د غلې د تګ راتګ کوریډو باید خوندي وساتل شي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د اوکراین په اودیسې سیمه کې د ژمي سړې هوا او د واورو توپانونو هم تازه لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپيان کړي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري.
ایران د یوه کوردي زنداني په ګډون ۷ تنه په دار کړي

د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناورې کې دی وایي، د ایران حکومت پرون چهارشنبه د یوه کوردي زنداني ایوب کریمي په ګډون ۷ تنه اعدام کړل.
د بشري حقونو دغې ډلې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کوردی مذهبي وګړی په قزلحصار زندان کې له ۱۴ کاله حبس وروسته اعدام شوی دی.
د ازادي راډیو فردا څانګې لیکلي چې تراوسه د شپږو نورو اعدام شویو کسانو هویت نه دی اعلان شوی.
ایوب کریمي او یوشمېر نور کوردان په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د ایران امنیتي ځواکونو د قتل، د ملي امنیت ضد اقداماتو، د دولت ضد تبلیغاتو او سلفي ډلو کې د غړیتوب په تور ونیول.
د بښنې نړیوال سازمان پخوا تر دې ویلي چې د دغو کسانو محاکمه " په جدي ډول ناعادلانه" وه.
بیلسټروم: ترکیه په ناټو کې د سویډن ځندولی غړیتوب تصویبوي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم نن وویل چې ترکیې سویډن ته ویلي چې په ناتو تړون کې د سویډن غړیتوب به چې څو اوونۍ یې ځنډولی، تصویب کړي.
سویډن او فنلنډ پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناتو تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل.
د فنلنډ غړیتوب هم چې ترکیې او هنګري یې د یوې مودې لپاره ځنډولی و، په دې تړون کې منل شوی، خو د سویډن له غړیتوب سره تراوسه ترکیې مخالفت کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړی دی، پر دغو هېوادونو تور پورې کړی و چې د هغو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي چې انقره یې ترهګرې ډلې بولي.
د ترکیې پارلمان د فنلنډ غړیتوب د اپرېل په میاشت کې تصویب کړ، خو سویډڼ تراوسه انتظار باسي.
ترکیې تراوسه د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
نړیوالو منځګړو د نورو اسراییلي بندیانو ازادېدو ته هیله ښودلې

نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکني بریدونه ونه کړي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي.
که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي.
اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو یرغمل شویو د آزادېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي که حماس د لسګونو نورو یرغملو خوشې کولو ته دوام ورکړي نو اوربند به وساتي.
خو د اسراییل بل لوی هدف به چې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل دي، ښایي ترلاسه نه شي.
د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې په تېرو څو ورځو کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې موقت اوربند ټینګ شوی، حماس تراوسه ۶۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، آزاد کړي دي.
پر دې سربېره حماس په دې موده کې نولس ټایلنډیان، یو فلیپیني او یو د اسراییل او روسیې دوه ګونی تابعیت لرونکی هم آزاد کړي دي.
دغه راز اسراییل هم له خپلو زندانونو ۱۸۰ فلسطیني بندیان چې ښځې او تنکي ځوانان دي آزاد کړي دي.
ګومان کېږي چې شاوخوا یونیم سل تنه به تراوسه له حماس سره یرغمل وي.
که د دغو یرغملو د خوشې کولو بهیر په اوسنۍ بڼه چې د ورځې شاوخوا لس تنه آزادېږي دوام وکړي نو اوربند کېدای شي دوه اوونۍ نور وغځېږي.
د لاتویا بهرنیو چارو وزیر د ناټو عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر کریشیانیس کارینش د ناټو د عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دا ټلواله داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې د اجماع جوړولو توان ولري، لویو دفاعي لګښتونو ته ژمن وي او له روسیې سره د مقابلې لپاره یو واضح نظر ولري.
کارینش پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل ناټو داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له غړو هېوادو سره د جلا او ګډ کار وړتیا ولري او وکولای شي چې ټول یوه تګلوري ته سم کړي.
دا احتمال شته چې ناټو د راروان کال په جولای میاشت کې به واشنګټن کې په خپله راتلونکې سرمشریزه کې د ناټو لپاره یو نوی عمومي منشي ونوموي.
د امریکا سنا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې نوې بستې په اړه بحث کوي

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر جوبایډن له خوا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې د نوې بستې د طرحې په اړه راتلونکې اونۍ بحث وکړي.
د سنا د اکثریت مشر چک شومر پرون په خپله اونیز خبري غونډه کې وویل، دا موضوع به راتلونکې اوونۍ په سنا کې یاده کړي او هیلهمن دی چې دواړه ګوندونه به یې ملاتړ وکړي.
ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پهکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده.
سناتور شومر وویل چې د دې لایحې تصویب حتی که د سرحدي امنیتي تدابیرو د تمویل په برخه کې چې جمهوریپالو وکیلانو یې غوښتنه کړې وه کوم توافق هم ونه شي، یوه اړتیا ده.