د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر: د افغانستان له فوټبال بشپړ ملاتړ کوو


افغان فوټبال لوبغاړي
افغان فوټبال لوبغاړي

د فوټبال نړیوال فدراسیون په درې اویایم کانګرس کې یو وار بیا «جاني انفانتینو» د دې فدراسیون د راتلونکو څلورو کلونو مشر وټاکل شو.

د نوموړي دنده د یاد فدراسیون د اساسنامې پر اساس وغځول شوه او په دې پروسه کې یې هيڅ سیال نه درلود.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د رونډا هېواد په پلازمېنې ګیګالي کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې ښاغلی انفانتینو به تر ۲۰۲۷ ز کاله پورې د دې فدراسیون مشر وي.

دغه راز په دې کانګرس کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر هم برخه درلوده او د فوټبال نړیوال فدراسیون له مشر سره یې لیدلي دي.

فوټبال فدراسیون زیاتوي چې، په دې لیدنه کې جاني انفانتینو د افغانستان له فوټبال بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

د ویلو ده چې، د فوټبال وروستي بریالي نړیوال جام له امله چې په قطر کې ترسره شو د یاد فدراسیون د مشر ملاتړي زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG