د پاکستان غوره لیګ په سیالیو کې د شنبې په ماښام د فبرورۍ ۴مه د لاهور قلندرز او ملتان سلطان ترمنځ لوبه ترسره شوه چې، قلندرز په ۲۱ منډو وګټله.
په دې لوبه کې قلندرز لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه او د ۱۸۱ منډو هدف یې وټاکه.
دوی ته په توپ وهنه کې د انګلستان لوبغاړي سام بیلینګز ۵۴ او عبدالله شفیق ۴۸ منډې جوړې کړې.
د ملتان لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب په ۲۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۹ منډې یې وکړې.
د دوی مخکښ توپ وهونکی کیرن پولارډ و چې ۳۹ منډې یې وکړې.
د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان چې د لاهور په لوبډله کې لوبیږي د ملتان ۳ مهم لوبغاړي وسوځول.
هغه د اسامه میر، ډیویډ میلر او ریلي روسو وېکټې ترلاسه کړې.
ښاغلي خان په دې سیالۍ کې د اغېزمن لوبغاړي د جایزې ترڅنګ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.
نوموړي د پيایسایل په سږنیو سیالیو کې په لومړي ځل دا جایزه وګټله.
هغه تر دې دمه په ۵ سیالیو کې ۹ وېکټې اخيستې دي.
د ویلو ده چې، لاهور قلندرز لوبډله اوس مهال د نومرو په جدول کې لومړی او ملتان سلطان دویم مقام لري.