د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

خبرونه

طالبان: پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له کبله عواید زیات شوي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له کبله یې په عاید کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، د سږ کال په لومړیو یوولس میاشتو کې یې پاکستان ته د سکرو د صادراتو له درکه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه کړی دی.

طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې تر ۱۰۰ میلیارد افغانۍ زیاته مالیه ټوله کړې ده.

خو ډېر خلک په تېره بیا دوکانداران وايي، په داسې حال کې چې اوس یې تر پخوا کمه سودا پلورل کېږي، طالبانو ورباندې مالیه څو برابره ډیره کړې ده.

طالبان بیا وايي چې مالیه یې ډېره کړې نه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

غزه کې سختې نښتې او بمبارۍ شوي

غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه
غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه

د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح نن د سختو نښتو او بمباریو ډګر و.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو تېره ورځ او شپه په غزه کې ۷۰ هدفونه بمباري کړي او د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو د رفح په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د کویټ روغتون ویلي چې تېره شپه په رفح ښار کې د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې د اسراییلو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي دي.

بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي

د بدخشان یوه څنډه
د بدخشان یوه څنډه

د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.

باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.

په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

قرغيزستان: ۴ تنه د وروستي تاوتریخوالي په تور نیول شوي

د وروستي تاوتریخوالي یوه څنډه
د وروستي تاوتریخوالي یوه څنډه

د قرغیزستان چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه بشکیک کې یې د تاوتریخوالي په تړاو ۴ بهرني اتباع نیولي دي.

د ازادۍ راډيو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، قرغیزي چارواکو نه دي ويلي چې دغه کسان د کومو هېوادونو وګړي دي.

د چارواکو په وینا، نیول شوي څلور بهرنیان د بلوا او قومي، نژادي او مذهبي کرکې په پارولو تورن دي.

د قرغیزستان حکومت ویلي چې د دغه هېواد په پلازمینه بشکیک کې د مې د ۱۷ او ۱۸ نېټې په شپه د تاوتریخوالي په پایله کې د ۳ بهرنیانو په ګډون ۲۸ تنه ټپیان شوي دي.

په بشکیک کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې په دې پېښه کې ۱۴ پاکستاني اتباع ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د قرغیزستان سفیر احضار شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د قرغیزستان سفیر ته په بشکیک کې له پاکستاني محصلانو سره د شوي چلند په اړه د پاکستان د حکومت ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.

په بشکیک کې تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې د قرغیز او مصري محصلانو د اخوډب ویدیو انلاین شوه.

بريتانيا: سره سمندرګي کې مو یوه کښتۍ نا معلوم شي سره ټکر شوې ده

يوه برېتانوي بېړۍ
يوه برېتانوي بېړۍ

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره وايي د یمن د حدیدې د شمال لوېدیځ په ۷۶ مایلۍ کې په سره سمندرګي کې یوه بیړۍ له نامعلوم شي سره ټکر شوې ده.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د کښتۍ کپتان تایید کړه چې په پېښه کې بېړۍ ته لږ زیان رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بېړۍ خپل سفر ته دوام ورکوي او عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

د برېتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو اداره وايي، د بريد په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

ایران پلوه حوثي ملېشې چې د یمن پلازمېنه او د هېواد ډېر ګڼ نفوسه سیمې یې تر ولکې لاندې دي، له څو میاشتو راهیسې په سور سمندرګي کې پر اسراییلي کښتیو بریدونه کوي او ادعا کوي چې دوی د اسراییلي بریدونو پر وړاندې د فلسطینيانو ملاتړ کوي.

اوکراين او روسيې د اوربند لپاره د فرانسې د ولسمشر وړاندیز رد کړ

د اوکراین ولسمشر زيلنسکي
د اوکراین ولسمشر زيلنسکي

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې، چې په پاریس کې ترسره کېږي، د اوربند لپاره د فرانسې وړاندیز رد کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د لوبو په لړ کې اوربند "یوازې له روسیې سره د خپلو سرتیرو او تجهیزاتو په لیږدولو کې مرسته کوي."

د سږ کال دوبنۍ المپیک لوبې به د جولای له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څو میاشتې وړاندې ویلي و چې پلان لري چې له روسیې وغواړي چې د ۲۰۲۴ کال د اوړي د المپیک په لوبو کې په اوکراین کې اوربند اعلان کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د جمعې په ورځ (د مې ۱۷ مې) اعلان وکړ چې مسکو به په پاریس کې د المپیک لوبو پر مهال د اوربند د مفکورې ملاتړ ونه کړي.

سرچینې: تخار کې پر طالبانو چاودنه شوې ده

د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت
د افغانستان په نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي چې نن ماسپښین په تالقان کې چاودنه شوې ده.

ځینې سرچینې وايي چې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی ماین چاودلی دی.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د مقناطسي بم په نتیجه کې شوې ده.

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویل کېږي چې له چاودنې وروسته طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ته غځېدلې لارې تړلې دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا منلی نه دی او نه هم د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي دي.

د اسپانیا چارواکو په بامیان کې د خپلو اتباعو وژنه تایید کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بامیان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بامیان ولایت موقعیت

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې په بامیان کې د دې هېواد اتباع وژل شوي دي.

پیدرو سانچیز تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د اسپانوي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشینی شوی٬ خو نوموړي دا نه‌دي لیکلي چې په دې پېښه وژل شوي بهرني سیلانیان ټول اسپانویان دي او که نه.

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې تېره ورځ جمعه د دې هېواد درې وګړي په بامیان کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې سره په تړاو یې ۴ تنه نیولي دي.

لا تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه‌دی منلی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کابل کې یې د طالبانو د مشر په ساتونکو برید کې د هغوی درې تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

دې جبهې تېره شپه ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چریکیانو یې دا برید پرون ماښام د کابل د شاه دو شمشېره جومات تر څېرمه د ارګ په موقتي کمربند کې د ملاهبت‌الله د ځانګړي ځواک په وسله‌والو وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومتي چارواکو منلې چې د دوی مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د والیانو په یوه غونډه کې یې هم ګډون کړی دی.

طالبان: په لوګر کې چادونه شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د لوګر ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د لوګر ولایت موقعیت

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د تېرې شپې چاودنه په سیمه د پخوانیو چاودېدونکو توکو د چاودنې پایله ګڼي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، تېره شپه ۱۲نیمې بجې د د دوی ځانګړو ځواکونو د تعلیمي مرکز "شکار قلعه" ته نږدې یوه اندازه پخواني چاودېدونکي توکي چې په یو ځای کې ایښودل شوي و، د دوی د یوه عسکر د بې‌ احتیاطۍ له امله چاودېدلي دي.

قانع زیاته کړې چې په دې چاودنه کې چا زیان نه‌دی رسېدلی.

خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې او معلومات ښيي چې چاودنه زوروه او ان تر لېرې سیمو کې د ځینو کورونو ښېښې ماتې کړي دي.

کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان ملي لوبډله ورته تمریناتي کمپ پیلوي

Afghanistan - Afg v Pak ODI series in Sri Lanka. 22.08.2023
Afghanistan - Afg v Pak ODI series in Sri Lanka. 22.08.2023

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله به په ویسټ انډیز کې د راروان نړیوال جام لپاره خپل لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړي.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده.

هغه وايي: "د افغانستان هغه لوبغاړي به چې په آي‌پي‌ایل IPL کې لوبېدل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره یوځای شي. مخکې تر دې چې دوی خپلې رسمي لوبې وکړي، دوی به په ویسټ انډیز کې لس ورځې تمرینات وکړي. افغان ټیم دوې دوستانه لوبې هم لري، چې یوه له عمان او بله له سکاټلنډ سره ده."

په نړیوال شل اووره جام کې به، د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جون میاشتې پر څلورمه له یوګانډا سره وي، بیا به له نیوزیلنډ، پاپوانیوګیني او ویسټ انډیز سره لوبې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG